د اکثریت ځوانانو له پاره به ډېره سخته وي چې اوس پر هغو آيډیال ښکلاو او معیارونو سترګې پټې چې نن ورځ د انستاګرام، ټيک ټاک او سنپ چت په څېر ټولنیزو رسنیو کې ګرځي راګرځي.
دغه ډول ترېندونه کېدای شي خطرناک وي. نرۍ ملا، وتلي ګرد کوناټي او د ورونونو ظریف جلد هغه موارد دي چې نن ورځ يې ډېر د لرلو هوس او ارمان لري.
که تر دې یوه لسیزه مخکې ته ولاړ شو، تر لس کاله مخکې پورې د «ورنونو ترمنځ خالیګاه» چې په انګلیسې کې ورته «ټای ګپ» وايي تر ټولو ډېره عام شوې غوښتنه وه. دا هغه خاليګاه ده چې ښځې ېې په دريدلي حالت کې که څه هم ښکته ېې پښې سره نښتې هم وي، پورته د ورونو تر منځ ېې ترسترګو کيږي. په انګلیسي کې (ليګینګ ليګس) هم وايي. پلویان ېې استدلال کوي چې دا هر څوک کولی شي ولري، خو په دې شرط چې په کافي اندازه غذايي رژيم ونیسي او ډېر تمرینات وکړي.
د اکثرو ښځو له پاره د یوې صحتمندې باډۍ مطابق وزن خطرناکه ارزول کيږي چې ترڅنګ ېې د ورونونو تر منځ د خالیګاه خواهش هم ولري، خو له دې سره سره، داسې ښکاري چې هر څوک له دغه خطره واقف نه دي.
د آيډیال بدن لرلو په هکله دوې پوښتنې چې په ګوګل کې ډېرې شوي دا دي: آیا د «ورنونو ترمنځ خالیګاه د روغتیا له لحاظه ښه ده، او «څنګه کېدای شي د ورنونو کې خاليګاه ژر رامنځ ته شي؟» د نرۍ ملا، ښایسته جلد او د ډېر لطیف والي په څېر غوښتنو کې پرېمانه ستونزې لیدل کيږي.
داسې وېډیوګانې هم ډېرې ليدل کیږي چې پکې د يو ښه اندام جوړولو له پاره د «روزانه څه شی باید وخورم» په څېر پوښتنې ځوابوي. اکثره دغه ډول ويډیوګانې د ځوانو ښځو له خوا جوړيږي چې پکې په عادي ورځو کې د خوراک په هکله توضیحات او سپارښتنې ورکول کيږي. تر ټولو ډېر پکې د بورې پرته او لږ کاربوهایدريت لرونکو غذاو سپارښتنې دي.
نرۍ ملا، وتلي ګرد کوناټي او د ورونونو ظریف جلد هغه موارد دي چې نن ورځ يې ډېر د لرلو هوس او ارمان لريانځور: QualityStockArts/Pond5 Images/IMAGO له بلې خوا «بدن ته په مثبت نظر کتل» یو بل تریند دی. د دغه تریند پلویان بیا استدلال کوي چې خلک باید خپل بدن څرنګه چې دی، په هماغه شکل ېې ومني. خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکي تر څو يې خپله لټون نوي پسې کړی، په ندرت له دا ډول مطالبو سره مخ کيږي. دلیل ېې دا دی چې ټولنیزې رسنیو الګوریتمونه خپلو کاروونکو ته هغه موضوعات رامخته کوي چې شخص ورسره ډېره علاقه لري او ډېر ېې ګوري.
په یوه اوونۍ کې پر نفس د اعتماد تقویه کېدل
په څېړنو کې په پرله پسې موندل شوې چې ټولنیزې رسنۍ کېدای شي د کاروونکو اعتماد پر نفس اغیزې ولري. د کاناډا په تورنتو ښار کې د يورک پوهنتون په یوه تازه څېړنه کې پر دې غور کړی دی چې د ټولنیزو رسنیو په استفاده کې یوه لنډه وقفه راوستل د هغو پر کاروونکو څه اغیزې پرېېښودلی شي.
دغو څېړونکو ۶۶ ښځي زده کوونکې پر دوو ډلو وويشلې. يوې ډلې په عادي ډول ټولنیزې رسنۍ کارولې او بله ېې په بشپړه توګه ترک کړې.
تر دې مخکې دوی ټولې په ابتدا کې وپوښتل شوې چې د خپلو اندامو په هکله څه ډول احساس لري او دا چې آیا خوښيږي ېې چې د ېوې ماډلې په څېر ښکاره شي، که نه.
وروسته له ېوې اوونۍ له دغو زده کوونکو ياده پوښتنه بیا وشوه. د زده کونکو په هغه ډله کې چې له ټولنیزو رسنیو لېري شوې وه، نظرونه ډېر مثبت لور ته بدل شوي ول، تر ډېره د نرۍ ملا اندام لرلو په هکله.
د څېړنې ليکوالان وايي چې د اروا پوهنې په دې برخه کې په دومره لوړه سطحه اثرات، په ندرت ليدل شوي دي. څېړونکي زیاتوي په انسان کې دغه مثبت اغیز نه یوازې له ټولنیزو رسنیو په لېرېتوب کې رامنځ ته کیږي، بلکې نور موارد هم شته چې عین مثبتې اغیزې ایجادوي. لکه د ټولنیزو رسنیو پر ځای له ملګرو سره پاتېدل، له کوره بهر وخت تېرول او سپورټ کول.
خلک په تېره ځوانان په اوسط ډول خپل ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو کې تېروي چې دا حالت په تېرو کلونو کې ډېر شوی دیانځور: SOPA Images/Sipa USA/picture alliance له ټولنيزو رسنيو استفاده مخ پر ډېرېدو ده
خو په مجموع کې ثابته شوې ده چې د خلکو له پاره دا ستونزمنه ده چې له ټولنیزو رسنیو ځان جلا کړي، په تېره ځوان نسل. واقعیت دا دی چې خلک په اوسط ډول خپل ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو کې تېروي چې دا حالت په تېرو کلونو کې ډېر شوی دی.
د میتا شرکت د فېسبوک او انستاګرام تخنيکي څانګې په جنوري میاشت کې وويل چې دوی به د ځوانانو له حسابونو له «سن و سال سره نامناسب» مطالب هاید یا پټ کړي، الی چې د خپلو عمرونو په ښودنه کې ېې درواغ نه وي ویلی.
خو تر اوسه په دې برخه کې د مقرراتو مطابق څنګه چې لازمه ده لږ پرمختګ شوی. شوي اقدامات هم له هغو مقرراتو سره لږ مطابقت لري چې د تکنالوژۍ شرکتونه ېې د اجرا مسئولیت لري.
د بېلګې په توګه د اروپايي اتحاديې د دیجيتل خدماتو ادارې (DSA) د تنکيو ځوانانو د خونديتوب له پاره تر یو حده یو طرحه جوړه کړې ده. دغه طرحه د شبکو د آپريټرانو له پاره لازمي کوي چې مشکل جوړونکي محتویات محو او یا بند کړي.
خو د ریست په نوم د نړېوال غیر انتفاعي نوښت، يو رپوټ ښيي چې حتی ۳۰ سلنه زیان اړوونکي محتویات چې باید دلیت یا حذف شي، هم نه دي دلیت شوي. ریست موندلې ده چې ټیک ټاک د دا ډول محتویاتو په حذفولو کې لا ډېر لږ اقدامات کړي دي.
DW e/mks/nz
له آرشیف څخه انځوریز البوم (27.04.2024 ):
هغه هېوادونه چې ټيک ټاک په کې بند دی
د ټیک ټاک مشهورې ټولنیزې رسنۍ استفاده د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې په جزوي او یا په بشپړ توګه ممنوع کړل شوې ده. دغه هېوادونه کوم دي؟ په دغه انځوریز البوم کې ېې درپېژنو. انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/Da Qing په افغانستان کې د ټيک ټاک کارول په ۲۰۲۲م کال کې له پب جي ګيم سره ممنوع شو. د طالبانو رهبرۍ هغه وخت ويلي وو چې دغه تصمیم د ځوانانو د «ګمراه کېدو» د مخنیوي په خاطر نیول شوی دی.
انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance د استراليا د امنيتي او استخباراتي ادارو د یو تصمیم پر اساس، په دغه هېواد کې د ټيک ټاک کارونه په هغو وسایلو کې ممنوع ده کوم چې د فدرالي حکومت له خوا ويشل شوي دي.
انځور: Marco Brivio/Zoonar/IMAGO د بلجیم ملي امنیت شورا تېره میاشت (د ۲۰۲۴ کال د مارچ مياشت) تصمیم ونیوی چې د ټيک ټاک کارونه به د فدرالي حکومت اړوند او په پیسو رانيول شوو وسایلو کې په نامحدوده توګه بنده کړي. صدراعظم الکساندر دي کرو، وويل چې دغه تصمیم د بلجیم د امنيتي سرویس او سايبر امنیتي مرکز د خبرداري پر اساس نیول شوی دی.
انځور: onathan Raa/Sipa USA/picture alliance په کاناډا کې هم د فدرالي حکومت له لوري په ويشل شوو وسايلو کې د ټيک ټاک کارول بند دي. کاناډايي چارواکو د ټيک ټاک اپلکیشن د شخصي حریم او امنيت له پاره یو «د نه منلو» ریسک يا ممکنه خطر بللی دی.
انځور: Sean Kilpatrick/empics/picture alliance د دنمارک دفاع وزارت پر خپلو منسوبینو د ټيک ټاک کارولو بندیز لګولی او امر ېې کړی چې ټيک ټاک آپلکیشن دې ژر تر ژره له خپلو ټيلفونونو پاک کړي. د دغه اقدام له دلایلو یو ېې «لويې امنیتي اندېښنې» ښوول شوي دي.
انځور: Liselotte Sabroe/Ritzau Scanpix/AP/picture alliance د اروپايي درو سترو بنسټونو (اروپايي پارلمان، اروپايي کمیسیون او اروپايي اتحادېې شورا) د خپل پرسونل په وسايلو کې د ټيک ټاک ممنوع کړی دی. د اروپايي پارلمان د بندیز پر اساس، د پارلمان غړو او پرسونل ته سپارښتنه شوي چې له خپلو شخصي وسایلو د ټيک ټاک آپلیکشن لري کړي.
انځور: Philippe Stirnweiss/European Union 2024 فرانسې د دولتي کارمندان په ټيلفونونو کې له ټيک ټاک علاوه، د ټويټر او انستاګرام استفاده هم ممنوع کړي. دلیل ېې امنيتي اندېښنې ښوول شوي.
انځور: Alain Jocard/AP Images/picture alliance هندوستان په ۲۰۲۰ کې د ټيک ټاک او وي چت په ګډون ګڼ شمېر چینايي آپلکیشنونه بند کړل. دغه بندیز د چین او هند ځواکونو تر ېوې نښتې وروسته ولګول چې هند ېې دليل شخصي حریم او امنيتي اندېښنې ښوولي دي.
انځور: Priyanshu Singh/REUTERS په اندونیزیا کې ټيک ټاک په بشپړه توګه بند نه دی، بلکې یوازې د آنلاین خریداريو له پاره بند دی چې دلیل ېې د کوچنیو تجارتونو خونديتوب دی.
انځور: Marica van der Meer/alimdi/Arterra/imagebroker/IMAGO د لاتویا د بهرنیو چارو وزير ادګارس رینکویسک پر ټيويټر ليکلي چې خپل ټيک ټاک اکاونټ ېې دلیت کړی او زیاته کړې چې د ټيک ټاک آپلیکشن نور د دغه وزارت په موبایلونو کې ممنوع دی.
انځور: Victor Lisitsyn/Russian Look/picture alliance د هالند مرکزي حکومت هم د امنيتي دلایلو پر اساس د دولتي کارمندانو په موبایلونو کې د ټيک ټاک په ګډون آپلیکشنونو باندې بندیز لګولی دی.
انځور: Richard Wareham/IMAGO د نيپال حکومت په ټول هېواد کې ټيک ټاک بند کړی او دغه آپلکیشن ېې د ټولنیزو ارزوښتونو په زیان بللی. حکومت مخابراتي شرکت تيليکام ته امر کړی چې دغه آپلیکشن بلاک کړي.
انځور: Reuters د نیوزیلند د پارلمان د غړو او دولتي کارکوونکو په کاري ټيلفونونو کې د ټيک ټاک آپلکیشن ممنوع دی.
نیوزیلند پر دغه اقدام د حکومت د سایبر امنيتي کارپوهانو تر سپارښتنې وروسته لاس پورې کړ.
انځور: Imago/Xinhua د ناروې عدلېې وزارت پر حکومتي اليکترونيکي وسايلو د ټيک ټاک اپليکېشن کارول منع کړ. له دغه اعلان سره پارلمان په کاري ټيلفونونو کې دغه آپلیکشن بند کړ ورسره اوسلو او ستر ښار بېرګن له خپلو کارمندانو وغوښتل چې هغه له خپلو ټيلفونونو دلیت يا حذف کړي.
انځور: Jorge Mantilla/NurPhoto/picture alliance/NurPhoto په پاکستان کې د ټيک ټاک آپلکیشن له ۲۰۲۰م کال راهیسې لږ تر لږه څلور ځله بند کړل شوی دی چې عمده دليل ېې د دغه اپ له لارې «د غیراخلاقي محتویاتو خپرېدا ته لمن وهل» ښودل کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem په سومالیا کې هم حکومت مخابراتي شرکتونو ته امر کړی چې د ټيک ټاک آپلکیشن سره د تيلګرام او 1XBET بلاک کړي. چارواکو ويلي چې دوی له دغو پلاتفارمونو څخه د تاوتريخجنو موادو د خپرول کېدنې اندېښنې لرلې.
انځور: Eshete Bekele/DW په تایوان کې هم ټيک ټاک وروسته له هغې بند کړل شو چې اف بي آی خبرداری ورکړ چې دغه اپلکیشن د ملي امنیت له پاره ګواښ دی. په ټایوان کې د موبایلونو او کمپيوټرونو په ګډون ټولو دولتي وسایلو کې د ټيک ټاک او نورو چینايي اپونو کارونه ممنوع ده.
انځور: Reuters/P. Chuang بریتانیايي چارواکو په هغو موبایلونو کې چې د حکومت په وزارتونو او ملکي خدماتو په برخه کې کارول کيږي، د ټيک ټاک کارونه بنده کړې ده. حکومت وايي دغه بندیز د امنیت له پاره یو «احتیاطي اقدام» دی.
انځور: Markus Schreiber/AP Photo/picture alliance امریکايي چارواکو د فدرالي حکومت موسساتو ته امر کړی چې له فدرالي وسایلو او سیتمونو ټيک ټاک آپلیکشن حذف کړي. همدارنګه د امریکا له ۵۰ سلنې ډېرو ایالتونو، دفاع وزارت او کانګریس په رسمي وسایلو کې هم دغه آپلکیشن ممنوع شوی دی. علت يې امنيتي مسايل ښوول کيږي.
انځور: Dado Ruvic/Reuters