1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: يو ميليون مهاجر په رواني ستونزو اخته دي

۱۴۰۲ آذر ۱۵, چهارشنبه

د يوې څېړني له مخي په جرمني کي شاوخوا يو ميليون پناه غوښتونکي له غمجنو حالتو وروسته له سخت فشار او ژور خپگان سره مخامخ دي. خو په ډيرو مواردو کي يې درملنه نه کيږي.

Symbolbild Migranten in Deutschland Migration
انځور: Peter Juelich/epd/picture alliance

لکه څنگه چي د Correctiv په نوم څېړنيزي شبکې د چهارشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی، د من هايم او بيليفيلد پوهنتونونو د څېړنو نتايج ښيي چي په آلمان کي ۳۰ سلنه پناه غوښتونکي له سخت فشار يا ستريس او ۴۰ سلنه يې په ديپيريشن اخته دي. له هغوي څخه يې يوازې يوه برخه رواني درملنه ترلاسه کوي.

ياده شبکه خبر ورکوي چي دغه ارقام د څو مياشتني پلټنو په نتيجه کي په لاس راغلي دي. په دې ډول دا يو سيستماتيک شکايت څرگندوي چي د اغيزمنو کسانو ادغام سخت ستونزمن او يا هم له خنډ سره مخامخ کوي. په ځينو مواردو کي دا کار يو جدي امنيتي خطر هم رامنځته کوي.

د مثال په ډول چارواکو د بروکشتيت په قضيه کي ماته وخوړه او وې نه سوای کولای د يوه پناه غوښتونکي احتمالي خطر تشخيص کړي. نوموړي فلسطيني په جنوري مياشت کي د شليسويگ هولشتاين په يوه سيمه ايز ريلگاډي کي دوه کسان په چړو ووهل او نور کسان يې سخت ټپيان کړل.

د نوموړي څېړنيزي شبکې په حواله، مخکي له دې پيښې نوموړي د رواني درملنې له پاره خپله عريضه وړاندي کړې وه. په زياترو پيښو کي اغيزمن کسان تر ټولو دمخه د خپل ځان له پاره هم خطر پيښوي: ډيري يې ځان وژنه کوي، ځيني يې د ناروغيو له امله خپل کوچنيان له پامه غورځوي.

د دغو پلټنو له مخي د دې کار علت دا دی چي ښارونه، ايالتونه او ټولني ډېري لږ پيسې په اختيار کي لري، تر څو په پناه غوښتونو کي دا ډول رواني ستونزې تشخيص او د هغوی درملنه وکړي. په تيره بيا په ايالتونو کي د بودجې کسر ډير لوی دی.

هغوی د پناه غوښتونو د منلو د لومړنيو مرکزونو په توگه د اروپايي ټولني د قوانينو له مخي د دې مسووليت لري چي ټول نوي راغلي کسان له صحي پلوه په اساسي ډول وارزوي او همدارنگه په تيره بيا له رواني پلوه هم.

خو له فدرالي ايالتونو څخه د Correctiv يوې پوښتنه دا معلومه کړه چي دا ډول ارزونې په هيڅ ډول نه دي ترسره سوي. همدارنگه په ډيري سختۍ سره د هغوی د درملني له پاره ځايونه هم موجود دي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل