د کرونا ويروس وبا او اقتصادي پايله به يې له چين سره مرسته وکړي چې له امريکا څخه مخکې او د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد جوړ شي. دغه خبره په يوه نوې څېړنه کې راغلې ده. د بريتانيا يوه فکري مرکز په خپل وروستي رپوټ کې ويلي چې بيجينګ به په اقتصادي ډګر کې تر ۲۰۲۸ کاله پورې د امريکا متحده آيالات شا ته پرېږدي، نه په ۲۰۳۳ کې چې پخوا يې اټکل شوی و. د بريتانيا د اقتصادي او تجارتي څېړنو مرکز (CEBR) دغه خبره په خپل وروستي رپوټ کې کړې ده چې نن (د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۲۶مه) خپور شوی دی.
چين له وبا سره چلن کې «مهارت» ښکاره کړ
په اقتصادي چارو کې د چين دومره زياته چټکتيا د کرونا ويروس وبا ته د بيجينګ او واشنګټن د متفاوت غبرګون پايله ده. رپوټ د چين له خوا «په مهارت سره د وبا سره چلن» په ګوته کوي چېرته چې ډېر ژر ټولبند ولګول شو څو د ناروغانو شمېر تر کنترول لاندې راشي.
رپوټ کې زیاته شوې چې متحده آيالات به هم په راتلونکي کال کې بېرته اقتصادي وده وکړي، خو په ورپسې کلونو کې به يې دغه اقتصادي پراختيا د ۱،۹ او ۱،۶ سلنې کچې ته راټيټه شي.
بلې خوا ته چين بيا د ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ کاله پورې د اوسط ۵،۷ سلنې اقتصادي ودې په لور درومي چې د ۲۰۲۶ تر ۲۰۳۰ کلونو پورې به يې د اټکل له مخې دغه وده ۴،۵ سلنې ته راټيټه شي.
جاپان به د دغې وړاندوينې له مخې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د نړۍ دريم ستر اقتصاد پاتې شي کله چې به ښايي هند ورڅخه مخکې شي. له دې کبله به آلمان د نړۍ د سترو اقتصادونو په ډله کې پنځم مقام ته راښکته شي.
see/dj/ن ص/ ا ا
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز راپور (20.02.2018):
د ناټو ائتلاف او روسیې مقايسه: څوک ډېر پیاوړی دی؟
د ناټو ائتلاف او روسیې ترمنځ د ځواک توازن څرنگه دی؟ کوم يو ډېري وسلې او عسکر لري؟ په دې اړه دويچه ويله د ستراتيژيکو مطالعاتو له نړيوال انستيتوت او نورو سرچينو څخه ارقام راټول کړي چې په دې انځوريز راپور کې وړاندي کيږي.
انځور: REUTERSروسيه ۱۸۰۰ داسي توغندي يا راکټونه لري چې د اتومي سرگولولو د ليږد توان لري. ناټو ائتلاف بيا په ټولیزه توگه ۲۳۳۰ دغه ډول راکټونه لري چې له دې څخه يې دوه زره له امريکا متحدو ايالاتو سره دي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lo Scalzoناټو ائتلاف په ټوليزه توگه شا او خوا درې نيم ميليونه عسکر لري چې تر ۱،۶ ميليونه زيات يې د اروپايي هيوادونو په پوځونو کې، ۳۸۲ زره د ترکیې په پوځ او تقريباً څه کم ۱،۴ ميليونه يې د امريکا د پوځ عسکر دي. د دې په پرتله د روسیې د عسکرو شمير۸۰۰ زرو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/PAP/T. Waszczukد روسیې د ټانکونو شمير کابو ۱۵ نيم زره دی. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو هيوادونه په ټولیزه توگه شا او خوا ۲۰ زره ټانکونه لري. په دې کې ۲۵۰۰ ترکي او ۴۰۰۰ امريکايي ټانکونه هم شامل دي.
انځور: picture alliance/dpa/F. Kästleروسيه په يو وار د څو راکټونو د فایرولو توان او کابو ۳ زره ۸۰۰ راکټ لانچر لري. ناټو بيا ۳۱۵۰ دغه ډول راکټ لانچر لري چې له دې څخه ۸۱۱ د ترکیې له پوځ سره دي.
انځور: Reuters/Alexei Chernyshevروسيه ۴۸۰ جنگي څرخي الوتکې لري. د ناټو متحدين بيا تر ۱۳۰۰ زياتې څرخي الوتکې لري چې له دې څخه کابو ۱۰۰۰ د امريکا له پوځ سره دي.
انځور: REUTERSد ناټو ائتلاف په تولیزه توگه ۴۷۰۰ بم غورځونکې الوتکې لري. له دې څخه کابو ۲۸۰۰ د امريکا متحدو ايالاتو، ۱۶۰۰ د ناټو د اروپایي غړو او ۲۰۰ له ترکیې سره دي. روسيه بيا ټول ټال ۱۴۰۰ دغه ډول طيارې لري.
انځور: picture alliance/CPA Mediaد روسيې د جنگي الوتکو شمیر کابو ۷۵۰ ته رسيږي. ناټو بيا په ټولیزه توگه کابو ۴۰۰۰ جنگي الوتکې لري. په دې کې د امريکا ۲۳۰۰ او د ترکيې ۲۰۰ جنگي الوتکې هم شاملې دي.
انځور: picture-alliance/Photoshotروسيه يوازي يوه الوتکې ليږدونکې بيړۍ لري، خو ناټو ائتلاف دا ډول ۲۷ بيړۍ لري.
انځور: picture-alliance/newscom/MC3 K.D. Gahlauد ناټو د غړو د جنگي کښتيو شمېر په ټولیزه توگه ۳۷۲ ته رسيږي چې له دې څخه ۲۵ د ترکیې، ۷۱ د امريکا، ۴ د کاناډا او ۱۶۴ د ناټو د اروپايي هيوادونو له سمندري ځواکونو سره دي. روسيه بيا د سلو په شا او خوا کې جنگي کښتۍ لري.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/Impact Press Group/P. Petrovد ناټو غړي هيوادونه کابو ۱۶۰ اوبتلونه لري. د روسیې د اوبتلونو شمېر بيا ۶۰ ته رسیږي. د ناټو د ټولو اوبتلونو څخه یې ۷۰ د امريکا، ۱۲ د ترکیې او ۷۲ د نورو اروپايي غړو هيوادونو سره دي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Bagerد روسیې او ناټو دفاعي بودجه هم د مقايسې وړ نه ده. د روسیې دفاعي بودجه يوازې ۶۶ ميليارده ډالره ده. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا دفاعي بودجه ۵۸۸ ميليارده ډالرو ته رسيږي. د ناټو ائتلاف ټولیزه بودجه کابو ۸۷۶ ميليارده ډالر ده.
انځور: picture alliance/chromorange