1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: ۳۵۰ میليونه ماشومان په بحراني سيمو کي ژوند کوي

۱۳۹۶ بهمن ۲۶, پنجشنبه

د يوې څېړني پايلي ښيي چي مخ پر زياتېدونکي شمېر ماشومان په بحراني سيمو کي ژوند کوي. دغه څېړنه د سېف دي چلډرن نومي سازمان کړې ده.

Ehemaliges Jugoslawien - Nach dem Krieg ist vor dem Krieg
آرشيف انځورانځور: picture alliance/dpa/R. Hirschberger

سېف دي چلډرن سازمان د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه) د خپلي يوې څېړني پايلي د يو راپور په شکل خپرې کړې. په دغه راپور کي راغلي دي چي په نړيواله توګه مخ په زياتېدونکي شمېر هغه ماشومان زيات شوي چي په جنګ ځپلو سيمو کي ژوند کوي.

د دغه راپور له مخی لږ تر لږه ۳۵۷ میليونه ماشومان د نړۍ په هغو سيمو او هيوادونو کي ژوند کوي چي جګړه ځپلي دي. په بله اصطلاح په بحراني سيمو کي د ژوند کوونکو ماشومانو شمېر په نړۍ کي د ټولو ماشومانو شپږمه برخه جوړوي. په دې توګه په بحراني سيمو کي د ژوند کوونکو ماشومانو شمېر د  ۱۹۹۰م کالونو په پرتله ۷۵سلنه زيات سوی دی.

د راپور په وينا په بحراني سيمو کي ژوند کوونکي ماشومان د وژل کېدو، تاوتريخوالي، جنسي ناوړه ګټه اخيستنې او اختطاف په شان ګواښونو سره مخامخ وي. د سېف دي چلډرن سازمان رئيسي هېله تورنينګ شميدت چي پخوا د ډنمارک هيواد لومړۍ وزيره وه، د دغه راپور په هکله ويلي: «د دغو ماشومانو له پلرني ټاټوبو، ښوونځيو او د لوبو له ځايونو څخه د جګړې ډګرونه جوړ سوي دي.»

د سېف دي چلډرن يا د ماشومانو د ژغورنې په نوم دغه سازمان د څېړنې په راپور کي راغلي چي د ماشومانو له پاره تر ټولو خطرناک هيوادونه، افغانستان، سوريه او صوماليا دي. دا چي د ماشومانو له پاره په نړيواله توګه وضعه ولي په ياده توګه خرابه سوې ده، په راپور کي يې بېل لاملونه ياد سوي دي. په راپور کي راغلي دي چي د بېلګي په توګه د پخوا په پرتله په جنګونو کي پر هغو سيمو او ښارونو باندي بريدونه زيات سوي دي، چي پکښي زيات شمېر انسانان ژوند کوي. د دې تر څنګ په راپور کي زیاته سوې چي د پخوا په پرتله د وسله والو لانجو او بحرانونو مودې غځېدلي دي او دغه بحرانونه د پخوا په پرتله زيات دوام کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب