1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چابهار بندر؛ امريکا شپږ مياشتې هند له بنديزونو معاف کړی

نجيب الله زيارمل رویترز
۱۴۰۴ آبان ۸, پنجشنبه

امريکا متحده ايالاتو په چابهار بندر کې د هند فعاليتونو ته د شپږو مياشتو له پاره معافيت ورکړی دی. دغه معافيت کولای سي له افغانستان سره د هند په اقتصادي اړيکو کې د پام وړ نقش ولري.

Iran Chabahar Hafen
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture alliance

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۳۰) اعلان وکړ چي امريکا متحده ايالاتو د ايران په چابهار بندر کي د هند فعاليتونه د شپږ مياشتو له پاره پر ایران د لګول سوو بندیزونو څخه معاف کړي دي.

امريکا متحده ايالاتو د ايران چابهار بندر په ۲۰۱۸م کال کي له بنديزونو څخه معاف کړ، ترڅو د افغانستان له بيارغاوني او اقتصادي پراختيا سره مرسته وکړي، خو د روان کال په سپتمبر مياشت کي دغه معافيت پای ته ورسېد او بنديزونه بيا ولګول سول.

د هند په سيمه ايز اتصال کي د چابهار رول

د ايران چابهار بندر د هند په سيمه ايز اتصال کي ځانګړی رول لري او دغه هيواد کولای سي له دغي لاري خپل توکي افغانستان او مرکزي آسيا ته صادر کړي.

دا لاره په وچه کي پروت افغانستان له پاره هم اقتصادي اهميت لري، ځکه چي د پاکستان سوداګريزه لاره کله نا کله د سياسي کړکېچونو له امله ستونزمنه وي.

د دې لاري د کارولو له پاره د هند هڅه ۲۰۰۰ کلونو ته ورګرځي. هند او ايران په ۲۰۰۳م کال کي د «ستراتيژيک لاري نقشه» لاسليک کړه.

هند په ۲۰۱۶م کال کي په دغه بندر کي د بندر د بار وړلو ډاګ او د کانټينرونو ترمينل بيارغونه پيل کړه. په ۲۰۱۸م کال کي هند د چابهار بندر چاري پر غاړه واخيستلي. په ۲۰۲۴م کال کي نوي ډيلي له ايران سره د چابهار بندر د پراختيا له پاره لس کلن قراداد لاسليک کړ.

د ټايمز اف انډيا ورځپاڼي راپور ورکړی دی چي چابهار بندر له افغانستان سره د هند د اقتصادي اړيکو په پياوړتيا کي مهم رول لري او طالبانو هم د دې لاري کارولو ته ليوالتيا ښوولې ده.

ورځپاڼي زياته کړې ده چي د شمال-جنوب نړيوال دهليز او د مرکزي آسيا له هيوادونو سره د چابهار بندر د نښلولو له پاره هم پلانونه روان دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل