چارواکي:ناټو ځواکونو ۱۰ تنه ملکي وگړي ووژل
۱۳۸۹ شهریور ۱۱, پنجشنبهدغه کسان ولسي جرگې ته د نوماند عبدالواحد خراسان د انتخاباتي مرکز غړي ول چي نن سهار له خواجه بهاوالدين ولسوالۍ څخه د رستاق ولسوالي ته روان وو او موټريي د کيوان په سيمي کي د الوتکو تر بمبارد لاندي راغلل.
د تخارچارواکي پېښه تايدوي او وژل سوي کسان ملکي کسان بولي. خو آيتلافي ځواکونو د يوې خبرپاڼي په خپرولوسره ويلي دي چي ددغوکسان په موټروکي د ازبکستان د اسلامي جنبش يوغړی ناست وو او د هغه د وژني لپاره يې پردغو موټرو بمبارۍ کړي.
د يو بل خبر له مخه د ناټوځواكونه وايي چي، د افغانستان په جنوب ختيځ پكتيكاولايت کي يې د بېلابېلو پېښو پرمهال ۲۳ وسله وال طالبان وژلي او څلور نوريې ژوندي نيولي دي.
په جنوب ختيځو ولايتونوكي د ناټوځواكونو مطبوعاتي دفتر نن مازديګر په خوست کي د المان ږغ راډيو خبريال ته په يوه ليږل سوې خبرپاڼه کي ليکي دي چي، پېښه د پنجشنبې په شپه د پكتيكاولايت د برمل ولسوالۍ د مرغې په سيمه كې را منځته سوې.
خبرپاڼه زياتوي چي پر وسله والو طالبانو هغه مهال هوايي بمبارد وسو چي وسله والو په سيمه کې د ناټو پر يوې نظامي اډې د توغنديو بريد وكړ.
نوموړی دفتر زياتوي چي په بمارۍ كي يې شل وسله وال طالبان وژلي.
سرچينې دا ونه ويل چي د وسله والو مړي له دوی سره دي او که وړل سوي دي. خو په پكتيكا كي يو افغان سرتيري يوازي دومره وويل چي د پېنځو تنو مړي يې په خپلو سترګو ليدلي چې د وسله والو څخه پاته سوي دي.
بله خوا دناټو مطبوعاتي دفتر دغه راز وايي چې د پنجشنبې په شپه يې د همدې پكتيكا ولايت په ارګون ولسوالۍ کي هم پر وسله والو طالبانو هوايي بمبارد كړى چي له امله يې درې وسله وال وژل سوي دي.
ناټو د پكتيكا په يحي خېلو ولسوالۍ كي بيا د افغان او ناټوځواكونوپه ګډوعملياتو كي د څلورو شكمنو كسانو د نيول کيدو خبر هم وركړى.
وروستۍ پيښي په هغه سيمه کي سوي چي هلته خبريالان هم د ځاى د لريوالي او نه امنيت له امله نه سي ور تلای، ترڅو په جګړه كي د ښكېلو غاړو د دا ډول ادعاوو سپيناوى وكړي.
وسله والو طالبانو تراوسه د ناټو ځواکونو ددې ادعا په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم