1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: جبار قهرمان په بمي چاودنه کې وژل شوی

۱۳۹۷ مهر ۲۵, چهارشنبه

د هلمند ځايي چارواکي وايي چې د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې د یوه کاندید د چوکۍ لاندې ځای پر ځای شوی بم چاودیدلی دی. زیاته شوې چې پیښې جبار قهرمان وژلی.

Afghanistan Helmand Friedensaktivisten Hungerstreik
انځور: DW/M. Mohammadi

 په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، د هیواد په مختلفو برخو کې د خونړیو پیښو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

عبدالجبار قهرمان له جنوبي هلمند ولایت څخه چې د طالبانو یو له مهمو سنګرونو څخه شمیرل کیږي، ولسي جرګې ته نوماند وو. وسلوالو طالبانو د دغې بمي چاودنې مسوولیت منلی دی.

په عین حال کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د چهارشنبې ورځې «د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر ۱۷مه» په دې بمي چاودنه کې اوه تنه نور بیا ټپیان دي.

ځواک زیاته کړه چې قهرمان په خپل ټاکنیز دفتر کې له خپلو ملاتړو سره د ملاقات په حال کې وو چې تر څوکۍ لاندې ځای پر ځای شوی بم ور باندې وچاودید. نوموړي زیاته کړې چې د چاودنې په تړاو یې ګڼ شمیر کسان نیولي دي او د عاملینو د موندلو له پاره پلټنې روانې دي.

د ولسي جرګې پر نوماندانو باندې له دې وروستی چاودنې سره د وژل شوو نوماندانو شمیر لسو تنو ته ورسید. د قتل په دې پیښو کې زیاتره نوماندان په هدفي توګه وژل شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب