1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

چارواکي: داعش د دوی په تر ټولو مهمو ولایتونو کې مات شوي

۱۳۹۸ آبان ۱۹, یکشنبه

افغان امنیتي چارواکو ویلي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د افغانستان څانګه یې د دوی په ترټولو قوي مرکز کې له ماتې سره مخ کړې. داعش څو کلونه وړاندې په مشرقي ننګرهار ولایت کې خپل پوځي مرکزونه جوړ کړي وو.

Afghanistan Kämpfe zwischen IS und afghanischen Truppen Nangarhar
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۱۰مه نیټه) افغان امنیتي چارواکو وویل چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د افغانستان څانګه یې د دوی په تر ټولو مهم مرکز کې له ماتې سره مخ کړې ده. داعش ډلې څو کلونه وړاندې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د خپل حضور اعلان وکړ او په دغه سیمه کې یې فعالیتونه پیل کړل.

د افغان امنیتي چارواکو تر دغو څرګندونو کابو څلور کاله وړاندې یعنې په ۲۰۱۵م کال کې داعش جنګیاليو د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې ځانونو ته سنګرونه جوړ کړل. داعشیانو تر ډیره پورې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې خپل جګړه ایز فعالیت پیل کړ. له هغې مودې راهیسې، داعش ډلې په ټول افغانستان کې د یو شمیر خونړیو بریدونو او بمي چاودنونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د افغان امنیتي ځواکونو، امریکايي پوځیانو سربیره ان طالبان هم وخت نا وخت د داعش پر وړاندې جګړې کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په داسې حال کې چې د دغو جهادیانو پر وړاندې یې پوځي عملیات لا هم ادامه لري، د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې خبریالانو ته وویل چې «داعش ډله په ننګرهار ولایت کې ماته شوې او دا چې د دوی مرکزونه له منځه وړل شوي دي.»

انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

نوموړي په خپلو څرګندونو کې همدا راز زیاته کړه چې موږ به ډیر ژر د دوی وروستي مرکزونه هم ویجاړ کړو او د خلکو په مرسته به دوی په بشپړه توګه له منځه یوسو. اندرابي همدا راز وویل چې د دوی یو شمیر کوچنۍ ډلې اوسمهال تسلمیږي او په نورو ولایتونو کې د دوی نورې کوچنۍ ډلې او ګروپونه به هم له منځه یوړل شي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر همدا راز ټینګار وکړ چې اسلامي دولت یا داعش ډله په افغانستان کې له بشپړې ماتې سره مخامخیدونکې ده. په افغانستان کې امریکايي ځواکونو چې د داعش ډلې فعالیتونه له نیږدې څاري، په دې هکله یې له تبصرې کولو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې چې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي، بیا د شنبې په ورځ د داعش دلې د ۳۲ جنګیالیو د تسلمیدو خبر ورکوي. خوګیاڼې د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «دوی [داعش جنګیالي] اوس ډیر زیات تسلمیږي.»

په وروستیو میاشتو کې داعش ډله له سترو ماتو سره مخ شوې ده. په سوریه کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د دې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي وژل کیدل هم یادې ډلې ته د سترې ماتې په توګه یادیږي. خوګیاڼي په دې هکله وویل چې د بغدادي وژل کیدو د داعش دلې د خراسان څانګې پر قوماندې او د کنترول پر جوړښت هم منفي اغیز کړی دی. خوګیاڼي وویل: «[د بغدادي وژل کیدو] ان دلته د دوی پر جنګیالیو اغیز کړی دی، دوی یا حکومت ته تسلمیږي او یا بیرته خپلو عادي ژوندونو ته ورګرځي.

انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې هم په دې وروستیو ورځو کې د بغدادي د خور د نیولو خبر ورکړی وو. د ترکیې د لوړپوړو چارواکو په وینا هیواد یې د ترهګرې ډلې داعش د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي، مشره خور نیولې ده. د ترکي چارواکو په وینا ۶۵ کلنه رسمیه عواد د سوریې په شمال کې د اعزاز په سیمه کې د هغې د استوګنې پر یوه کانتینر باندې د چاپې په ترڅ کې له خپلې کورنۍ سره نیول شوې ده.

AFP/AKH/AWA

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب