د تیرې اونۍ په ترڅ کې په شمالي جوزجان ولایت کې له طالبانو سره تر سختو جګړو وروسته نږدې ۱۵۰ تنه داعش جنګیالي افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول. په دې کسانو کې د داعش ډلې ځينې لوړ پوړي قوماندان او د دوی جنګیالي شامل وو. اوس افغان چارواکي وايي چې پر دغو جنګیالیو باند د جنسي تجاوز، وژنو او د بشر ضد د جرمونو د تورونو سربیره ښايي بخښنه وشي.
د جوزجان ولایت په قوش تیپه او درزاب ولسوالیو کې د داعش ډلې د جرمونو له کبله زرګونه کورنۍ د خپلو سیمو او کورنو پریښودو ته اړ شوي وې. پر دغو جنګیالیو د بشر ضد جرمونو لکه د پیغلو نجونو او میرمنو تښتول، جنسي تجاوز او په ځینو پيښو د قتل تورونه لګیدلي دي.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري په دې هکله ویلي: «په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې تسلیم شوو جنګیالیو ته بخښنه موجوده ده.» نوموړي زیاته کړې چې دغه ډله [داعش] به قضايي او عدلي چارواکو ته له دې کبله وړاندې نه کړل شي، ځکه دوی د سولې په لړۍ کې برخه اخیستې ده خو وايي چې هغه کسان چې د دغې ډلې د انفرادي کسانو پر وړاندې اعتراضونه لري کولی شي چې خپلې قضیې له محکمو سره شریکې کړي.
حکومتي چارواکو ویلي چې دا لومړی ځل وو چې په دغه کچه زیات شمیر د داعش ډلې جنګیالي یوځای تسلیمیږي. په عین وخت کې د دغو جنګیالیو ګڼ شمیر ماشومانو او میرمنو هم ځانونه افغان چارواکو ته سپارلي دي. غفوري په دې هکله وویل: «د حکومت هر مخالف چې غواړي د سولې له لړۍ سره یوځای شي، هغوی ته بخښنه کیږي ځکه که چیرته دوی محکمو ته وړاندې شي نو په دې صورت کې له حکومت سره د نورو مخالفینو د هوکړې هڅې په اوبو کې لاهو کیږي.»
بل لوري ته بیا د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي چې امنیتي ځواکونو خپله دنده ترسره کړې او اوس دا د حکومت کار دی چې په راتلونکې په کوم اقدام لاس پورې کوي. رادمنش وايي: «د خلکو او د هیواد د مدافعینو په توګه زموږ دنده د جګړې په ډګر کې له دښمنانو سره جګړه ده. اوس دوی تسلیم شوي او زموږ دنده پای ته رسیدلې ده.»
خو بل افغان چارواکي یعنې د جوزجان د امنیې قوماندان جنرال فقیر محمد جوزجاني بیا وايي چې د داعش ډلې هر جنګیالي چې د بشریت ضد جرمونه ترسره کړي وي باید عدالت پرې عملي شي. نوموړي [له داعش] سره د هر راز جوړجاړي په هکله شک څرګند کړ. جوزجاني په دې هکله زیاته کړې چې زه اندیښنه لرم چې له تسلیمیدو وروسته دغه کسان به لا ډیر جرمونه ترسره کړي ځکه دوی په بشپړه توګه د اعتماد وړ خلک نه دي.
زموږ له آرشیف څخه:
داعش څنګه رامنځ ته شو؟ يوه لنډه انځوريزه تاريخچه
د القاعدې ترهګرې ډلې څخه جلا شوې سخت دریځې ډله «داعش» یا «اسلامي دولت» اوس پخپله یو لوی ګواښ ګرځیدلی. په دغه انځوریز رپوت کې به وګورو چې دغه ډله څنګه رامنځته او په څه ډول اقداماتو یې تر خپل کنترول لاندې ساحه پراخه کړه.
انځور: picture-alliance/AP Photo«اسلامي دولت» یا داعش له القاعدې څخه جلا شوې یوه تروریستي ډله بلل کیږي. داعش د سني مذهبه سخت دریځه نظریې پيروي کوي. په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا تر برید وروسته ابوبکر البغدادي د دغې ډلې بنسټ کیښود. دغه ډله په سوریې، عراق او نورو سیمو کې په اصطلاح «خلافت» رامنځته کول غواړي.
انځور: picture-alliance/AP Photoداعش په کوم ځای کې فعاله دی؟
ویل کیږي چې داعش په اتلسو مختلفو هیوادونو کې فعاله دی. دغې ډلې د عراق او سوریې مختلفې برخې تر خپل کنترول لاندی راوستلې وې او خپل د عراق الرقه ښار یې په اصطلاح خپله پلازمېنه نومولې وه. د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ میاشتې راهیسې دغه ډله په مختلفو سیمو کې له ماتې سره مخامخ شوې ده.
څوک د داعش پر وړاندې جنګیږي؟
مختلفې ډلې د داعش پر وړاندې د جګړې په حال کې دي. د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د پنځو هیوادونو پوځي ائتلاف د دغې ډلې پر جنګیالیو هوایې بریدونه کوي. په دغه اتحاد کې عربي هیوادونه هم شامل دي. روسیه هم د سوریې د ولسمشر په ملاتړ د داعش پر وړاندې هوایې عملیات ترسره کوي په داسې حال کې چې پلي ځواکونه د پيشمرګه و په ملاتړ په ځمکنیو عملیاتو بوخت دي.
انځور: picture-alliance/abaca/H. Huseyinداعش له کومې پيسې ترلاسه کوي؟
دغه ډله په غیرقانوني توګه د تیل او ګازو د پلور له لارې ځان تمویلوي. په سوریه کې د تیلو درلودونکي یوه لویه سیمه اوس هم د دغې ډلې تر کنترول لاندی ده. خو د امریکا په مشرۍ ائتلاف د دغو هدفونو په نښه کولو مشغول دی. دغه ډله د چور او چپاول او قیمتي تاریخي آثارو د پلورلو له درکه هم پيسې ترلاسه کوي.
انځور: Getty Images/J. Mooreداعش پر کومو ځایونو بریدونه کړي دي؟
داعش د نړۍ په مختلفو برخو کې د بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستې دی. دغې ډلې تر ټولو خونړی برید د عراق په پلازمېنه بغداد کې کړی وو چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه مړه او په سلګونو نور ټپیان شوي ول. داعش هڅه کوي داسې کسان هم بریدونو ته وهڅوي چې له دغې ډلې سره په مستقیم ډول هیڅ ډول ارتباط نه لري. په اروپا کې هم د یو شمیر بریدونو پړه پر داعش ور اچول کیږي.
دغه ډله د خپل ځواکمنتیا له پاره له مختلفو طریقو کار اخلي. د داعش جنګیالیو په سوریې او عراق کې چور او چپاول وکړ او ډیر شمیر لرغوني آثار یې ویجاړ او ولوټل، څو په دې توګه د دغه هیواد کلتور تباه او په راتلونکي کې د سیلانیانو د ورتګ څخه مخنیوي شوی وي. دغې ډلې د مختلفو مذهبي اقلیتونو ښځې د وینځو په توګه ونیولې او له ټولنیزو رسنیو څخه یې د خپلو تبلیغاتو له پاره استفاده وکړه.
انځور: Getty Images/AFP/J. Eid د سوریې او عراق جګړو څومره خلک زیان من کړي دي؟
د سوریې د شخړې له امله نږدې ۶ میلیونه خلک بې کوره شوي دي. په دوی کې ډیري خلکو په ګاونډیو هیوادونو لبنان، اردون او ترکیې کې پنا ترلاسه کړې. په سلګونه زره سوریایې مهاجر د یوه آرامه ژوند له پاره اروپا ته هم مهاجر شوي دي. همدارنګه د اټکلونو له مخې په عراق کې ۳ میلیونه انسانان په خپل هیواد کې در په دره شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman