1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: طالبانو د لاجوردو یو لوی کان نیولی دی

۱۳۹۸ مرداد ۳۱, پنجشنبه

د بدخشان چارواکي تاییدوي چې طالبانو له یوې میاشتې راهیسې د کران او منجان ولسوالۍ، چېرې چې د لاجوردو یو لوی کان هم پروت دی، نیولې ده. دغه ډله د دې ولایت پر ځینو نورو کانونو هم کنترول لري.

Afghanistan Kabul Lapis Lazuli Stein
انځور: picture-alliance/CPA Media/P. Gabanielli

د بدخشان ځايي چارواکي وایي چې طالبانو په وروستیو وختونو کې د «کران او منجان» ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستي ده چې له کبله یې په دې ولایت کې د کانونو د غیرقانوني کیندو ډیریدو امکان رامنځ ته شوې ده.

د ولایتي شورا مشر بشير صميم، په دې اړه له دویچه ویله سره په یوې مرکه کې وویل: «د کران او منجان له نيولو سره اوس د شاه سليم بندر، د پاکستان چترال او نورستان لورې ته تللې ټولې لارې د طالبانو په لاس کې دي.»

ځايي چارواکي ادعا کوي چې د طالبان د پیسو تر لاسه کولو په موخه د کانونو غیر قانوني کیدنې اجازه ورکوي او نورو هیوادونو ته د ترلاسه شویو قیمتي توکو د لیږد زمینه برابروي. صمیم په دې اړه وویل: «اوس به نو طالبان او قاچاق وړونکي وشي کړای چې له څلورو لارو د کان لاجورد نورو ولايتونو او پاکستان ته قاچاق کړي.»

د افغانستان د معادنو او پتروليم وزارت، هم د بدخشان ولایت په «کران او منجان» ولسوالۍ کې د ستونزو شتون تاییدوي. د دې وزارت ویاند عبدالقدير مطفي، وویل: «په کران او منجان کې موږ جدي ستونزه لرو.»

هغه زیاته کړه: «په دغه سيمه کې اوس امنيتي ځواکونه په جګړه بوخت او موږ په دې اړه چې د جګړې پر مهال څومره استخراج کيږي، احصائيه نه لرو.»

د کانونو او پتروليم وزارت هم په کران او منجان ولسوالۍ کې ستونزې منيانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

ویل کیږي چې غیرقانوني کیندنې او قاچاق وړونکو ته د لارې برابرول، په افغانستان کې د طالبانو د عایداتي سرچینو په ډله کې یوه ده. د بدخشان ځايي چارواکي وایي چې د طالبانو تر کنترول لاندې د لا ډیرو کانونو له راتلو سره ښايي دغه ډله لا پسې پیاوړي شي.

د طالبانو له خوا د لا ډیرو کانونو کنترولیدل

د بدخشان د ولايتي شورا مشر بشير صميم، په خبره طالبان لا وختي د راغستان او کوهستان ولسواليو اویا سلنه برخه کنترولوي. صمیم وویل چې د دغو دواړو ولسواليو په منځ کې د «بيکادور» په نوم د سرو زرو يو لوی کان پروت دی چې په ځينو برخو کې يې له درو کلونو راهيسي په غير قانوني توګه کيندني کیږي.

هغه زیاته کړه: «په دغه سيمه کې په سلونو اسکواتورنه د سرو زرو پر استخراج بوخت دي او بيا تر لاسه شوې طلا د تخار او کندز ولایتونو له لارې نورو سیمو ته قاچاقیږي.»

د ولایتي شورا مشر ادعا وکړه چې یوازې د طالبانو یو قوماندان له دې لارې په یوې ورځ کې تری ۱۲۰۰ زرو افغانیو پورې عایدات لري. دویچه ویله په مستقله توګه د دغو ادعاو په تاییدولو و نه توانیده.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان ولایت ځینې فعالان تور لګوي چې کانونه یوازې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو که نه، بلکه په نورو برخو کې هم د زورواکانو له خوا په غیرقانوني توګه کیندل کیږي. په ځینو مواردو کې خو له قاچاق وړونکو سره آن د یو شمیر چارواکو د همکاري ادعا هم کیږي. خو د بدخشان پولیس دغه ټولې ادعاوې په کلکه ردوي.

د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني، دویچه ویله ته وویل: «پوليس په قاطعيت سره کار کوي. موږ تل متخلفين او قاچاقبران د قانون له مخې نيولي او عدلي او قضايي ارګانونه ته مو سپارلي دي.»

کریم صالح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل