1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

چارواکي: عمران خان او مېرمن ېې ممنوع الخروج اعلان شوي

۱۴۰۲ خرداد ۵, جمعه

د پاکستان حکومت پر پخواني صدراعظم عمران خان، د هغه پر مېرمن او د ګوند په سلونو غړي ېې ممنوع الخروج اعلان کړي دي. بل لور ته د پاکستان داخله وزارت ۳۳ شکمن اعتراض کوونکي د محکمه کولو له پاره د پاکستان پوځ ته سپارلي دي.

Pakistan | Gerichtsprozess ehemaliger Premierminister Imran Khan
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د پاکستان چارواکو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې حکومت د پاکستان مخکنی صدراعظم، عمران خان، د هغه مېرمن او د ګوند په سلونو غړي ېې ممنوع الخروج کړي دي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د پاکستان لږ تر لږه دوو چارواکو منلې ده چې د دغه هیواد د تحقیقاتو فدرالي ادارې (FIA) چې د مهاجرت او سرحدونو چارو مسئولیت لري، د خان نوم په هغه نوملړ کې شامل کړی دی چې د پروازونو اجازه نه لري.

ورته نور ولولئ:  آیا پاکستان به د عمران خان ګوند منع کړي؟

دغو چارواکو زیاته کړې ده چې په لیست کې د عمران خان د مېرمنې، بشرا بي بي او د هغه د ګوند، تحریک انصاف  پاکستان د څه باندې ۵۰۰ غړو نومونه هم شامل دي.

دغه اقدام په داسې وخت کېږي چې د خان له پاره قانوني ننګونې ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو دي. خان له دغه وضعیت سره له هغه وروسته مخ شوی چې د می مياشتي پر ۹مه ونیول شو او په غبرګون کې ېې پلویانو له تاوتریخوالو ډګې مظاهرې وکړې. په دغه جریان کې قهرجنو مظاهره چیانو د نورو ځایونو تر څنګ پر يو شمیر پوځي تاسیساتو هم هجوم وروړی وو.

حکومت اوس وېلي دي چې پر پوځي تاسیساتو هجوم وروړنکي کسان به د دغه هیواد پوځي محکمې ته وړاندي کيږي، هغه اقدام چې په پاکستان کي دننه او نړېوالو بشري سازمانونو غندلی دی.

د پاکستان داخله وزارت ويلي چې ۳۳ کسان ېې پوځ ته د محکمې له پاره سپارلي ديانځور: W.K. Yousafzai/AP/dpa/picture alliance

یوه پاکستاني چارواکي د حکومت د وروستي اقدام په هکله وويل: «دا په هر حالت کې یو معیاری عمل دی. ټول هغه کسان چې د محکمې له حکمونو سره مخ دي، ممنوع الخروج شوي دي.» په خپله د عمران خان حکومت هم د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲م کال په جریان کې ګڼ شمیر مخالف رهبران ممنوع الخروج اعلان کړي ول.

ورته نور ولولئ:  عمران خان: کيدای شي د سه شنبې په ورځ ونیول شم

په عین وخت کې د پاکستان داخله وزير رانا ثناءالله د جمعې په ورځ وويل چې ۳۳ کسان چې پرې شک دی د عمران خان تر نېولو وروسته په مظاهرو کې پر پوځي تاسیساتو حملو کې ښکیل دي، د محکمې له پاره پوځ ته سپارلي دي.

وزير خبريالانو ته وويل: «دغه تورن کسان چې پوځ ته به سپارل کيږي، هغه افراد دي چې یرغل ېې کړی او ډيرو حساسو دفاعي تاسیساتو ته داخل شوي دي. ځکه خو اوس پوښتنه دا ده چې دوی څنګه وتوانيدل چې هلته داخل شي.»

ورته نور ولولئ:  پاکستان: ۱۶ ملکيان پوځ ته د محاکمې له پاره سپارل شوي

دا په داسې حال کې ده چې د رپوټونو مطابق تېره ورځ د پاکستان يو پېژندل شوی ژورنالیست، سميع ابراهیم چې د عمران خان په پلوي باندې شهرت لري، د لادرکه کېدو خبر ورکړل شو.

په کراچۍ کې د «بول» په نوم تلویزیون چې ابراهیم ورسره کار کاوه او د ابراهيم کورنۍ ويلي دي چې هغه پولیسو برمته کړی دی. تر دې دوې اوونۍ مخکې د عمران خان یو بل پلوی ژورنالیست، عمران رضا هم لادرکه شو.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب