1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

چارواکي: هېواد ته ستنيدونکي په تورخم کې قرنطينیږي

۱۳۹۹ فروردین ۱۱, دوشنبه

د ننګرهار چارواکي وايي چې د تورخم د لارې تر پرانيستل کيدو وروسته به بیرته راستنیدونکي له ۱۴ تر شلو ورځو پورې قرنطين کيږي. ويل شوي چې دې کسانو ته به له هیچا سره د ليدو اجازه نه ورکول کيږي.

Afghanistan Aufnahmezentrum in Torcham
انځور: DW/O. Deedar

د ننګرهار د رسنيو دفتر فيسبوک پاڼې په حواله د دوشنبې په ورځ د ولايت په مقام کې د کرونا د مخنيوي د کميټې بيړنۍ غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د تورخم له لارې د راتلونکو کسانو د قرنطين کيدو په موخه د تدابيرو او اقداماتو په اړه بحثونه شوي.  

په دې غونډه کې چې مشري يې د ننګرهار والی شاه محمود میاخیل کوله، پریکړه وشوه چې دولتي او غير دولتي ادارې به په تورخم ښارګوټي کې تر شلو ورځو پورې د پنځه زرو کسانو د ساتنې پاره اړين تدابير ونيسي.  

د پاکستان حکومت د يکشنبې په ورځ (د مارچ ۲۹مه نيټه) اعلان وکړ چې د تورخم دروازه چې لومړی د دوو اونيو له پاره تړل شوې وه، به د نورو دوو اونيو له پار هم تړلي وي.  

د ننګرهار د رسنيو دفتر د خبر پاڼې په حواله د ننګرهار والي هم ويلي چې تر اوسه معلومه نه ده چې پاکستان به کله د تورخم دراوزه پرانیزي خو نوموړي وويل چې دوی د خپلو اتباعو د ساتنې په موخه تدابير نيولي دي او هغه مسافرين به چې له پاکستان څخه راستيږي له ۱۴ تر ۲۰ ورځو قرنطين شي.  د ننګرهار د چارواکو په حواله د ښځو او ماشومانو په ګډون به ټول مسافرين قرنطين کيږي او هیچا ته به له هغوی سره د کتلو اجازه نه ورکول کيږي.

په دې ترتیب هغه راستنيدونکي مسافر چې علايم ولري به په جلا مرکزونو کې ساتل کيږي او پاتې کسان به تر ۱۴ ورځو قرنطين وروسته خپلو سيمو ته د تلو اجازه ترلاسه کړي.

دمګړۍ په زرونو افغانان چې د درملنې او يا د کورنيو د ليدلو له پاره پاکستان ته تللي ول، د سرحدونو له تړلو سره په دې هیواد کې بند پاتې دي. ځينې افغان مسافر وايي چې پېسې ورسره خلاصې شوي او د اوسیدو هیڅ ځای نه لري.

په پاکستان کې د کرونا ويروس په چټکۍ سره مخ پر خپريدو دی چې له کبله یې حکومت د ایران او افغانستان سره د تګ راتګ لارې تړلي دي.

بریښنا صابر

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب