چارواکي: په بېلابېلو پيښو کي ۳۷ کسان وژل سوي
۱۳۹۳ تیر ۳۰, دوشنبهد هلمند ولایت ویاند عمر ځواک، ویلي دي چې په دې ولایت کې د یوه ځانمرگي برید له کبله لږ تر لږه یو تن ملکي وگړی، یو پولیس او په خپله برید کوونکی وژل شوی دی.
ځواک ویلي دي: «پیښه په لښکرگاه ښار کې د یوولس نیمو بجو په شاوخوا کې رامنځ ته شوه. یوه ځانمرگي برید کوونکي له چاودیدونکو موادو ډک موټر د ملي امنيت ځواکونو یوه کاروان ته نزدې والوزاوه.»
د ځواک په خبره په دې پیښه کې ۱۵ تنه ملکي وگړي او امنیتي ځواکونه ټپیان شوي هم دي.
له بلې خوا د افغان ځواکونو له خوا په بېلابېلو ولایتونو کې د په لاره اچول شویو عملیاتو په پایله کې ۳۱ طالبان وژل شوي دي. پر دې سربیره ۱۵ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
د افغانستان د دفاع وزرات له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «افغان امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په خوست، کندهار، هلمند او پروان ولایتونو کې د یاغیانو پر ضد تصفيوي عملیات پيل کړي دي.»
له بلې خوا بیا په یوه بله جلا پیښه کې د ملي اردو درې تنه سرتیري د سړک د غاړې د یوه بم په چاودنه کې وژل شوي دي. د دغې پېښي په اړه د افغان چاواکو له خوا ډیر معلومات ورکړل شوي نه دي.