چارواکي: په تخار کې دوه خبریالان وژل شوي دي
۱۳۹۷ بهمن ۱۷, چهارشنبه![Symbolbild gefährliche Arbeitsbedingungen für Journalisten](https://static.dw.com/image/18241489_800.webp)
افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فبروري میاشتې۶ نیټه) ويلي دي چې د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د «همصدا» په نوم پر یوې محلي راډیو باندي ناپيژاندو وسله والو برید کړی او دوه تنه خبریالان یې وژلي دي. د چارواکو په حواله، د دواړو وژل شوو خبریالانو عمرونه د ۲۰ کلونو په منځ کې دي. تر اوسه پورې کومې ډلې یا شخص د دې برید مسئولیت نه دی منلی.
د تخار د والي ویاند جواد هجري بیا د پیښې په هکله ويلي دي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي، څو مسئول کسان وپیژندل شي. هجري د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د سه شنبې په ورځ ماښام شاوخوا شپږ بجې، دوه ناپیژندل شوي وسله وال یادې راډیو ته داخل شوي دي. دغو کسانو د راډیو پر دوو خبریالانو باندي چې د یوې ژوندۍ خپروني په ترڅ کې د میکروفون شاته ناست ول، ډزي کړي. دواړه خبریالان ځای پر ځای وژل شوي دي.»
دا په روان میلادي کال کې د خبریالانو د په نخښه کولو دوهمه پېښه ده. تیره میاشت په فراه ولایت کې طالبانو د جاوید نوري په نوم یو بل افغان خبریال له موټر څخه راکښته کړ او بیا یې وروسته وواژه. بل لوري ته بیا د بې پولو خبریالانو سازمان په حواله، ۲۰۱۸م کال د افغان خبریالانو له پاره تر ټولو مرګونی او خونړی وو.
غبرګونونه
د بخښنې نړیوال سازمان د تخار د پیښې په تړاو غبرګون ښوولی او دغه برید یې یو «وحشتناک جرم» یاد کړی دی. دغه نړیوال سازمان پر افغان چارواکو ږغ کړی دی چې د خبریالانو خوندیتوب دې ډاډمن کړي، څو دوی په خوندي چاپیریال کې کار ته ادامه ورکړي.
د جنوبي آسیا له پاره د بخښني نړیوال سازمان څیړونکي زمان سلطاني، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي: «دغه برید یو ځل بیا په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندي چې یوازي خپل کار کوي، ګواښونه رابرسیره کوي.»
په عین حال کې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې هم د تخار د پیښې په تړاو غبرګون ښوولی او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې پر حکومت ږغ کړی، څو د پیښې عاملین دې پیدا کړل شي او عدالت دي تأمین شي.
د بې پولو خبریالانو د معلوماتو پر اساس، په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا په مشرتوب نړیوال ائتلاف په مرسته د طالبانو رژیم له نکسوريدو راهيسي، په افغانستان کې ۶۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. د یاد سازمان په حواله، یادو شمیرو ته په کتو سره په افغانستان کې هر کال په اوسط ډول درې خبریالان وژل کیږي.