1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: په جوزجان کې ۱۷ طالبان وژل شوي

۱۳۹۸ آذر ۳۰, شنبه

په شمال کې افغان چارواکي هغه رپوټونه ردوي چې د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰۰ امنيتي ځواکونه د طالبانو په محاصره کې دي. دوی دغه راز وايي چې د هوايي ځواکونو په حملو کې ۲۶ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Afghanistan Kämpfe in der Provinz Laghman
آرشيفانځور: Reuters/Parwiz

د جوزجان د والي وياند عبدالمعروف آذر دويچه ويله سره په مرکه کې وويل چې د درزآب ولسوالۍ په آنتن سيمه کې ميشت شاوخوا ۳۰۰ امنيتي ځواکونه ټول خوندي دي او د طالبانو په محاصره کې نه دي. نن (شنبه د ۲۰۱۹م کال د دسامبر ۲۱مه) داسې رپوټونه خپاره شول چې دغه ځواکونه د طالبانو په محاصره کې دي او که چيرته يې امنيتي ځواکونه مرستې ته ونه رسيږي نو د يو ناورين د رامنځ ته کيدو خطر ليدل کيږي.

خو آذر وويل چې د آنتن سيمه له ځمکې څخه څه په باندې ۱۰۰۰متره لوړه ارتفاع کې واقع ده او هيڅ امکان نه لري چې طالبان دې دغه سيمه ونيسي. آذر وويل: «تر دې وړاندې په آنتن سيمه کې ۷۰ تنه امنيتي ځواکونه میشت ول او شاوخوا درې مياشتې يې د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړ، اوس چې په کې ۳۰۰ سوه کمانډويان دي او د هوا له طريقه يې اکمالات هم کيږې، نو هيڅ کله پرې بريالي کيدای نشي.»

د والي وياند وويل چې د درزاب ولسوالۍ د څه مودې راهيسې د طالبانو په لاس کې ده او دغه ځواکونه د ولسوالۍ د بيرته نيولو په موخه په آنتن سيمه کې ميشت دي. خو هغه وويل چې د سيمې اوسيدونکو له دولت څخه غوښتنه کړې چې پر ولسوالۍ پوځي عمليات ترسره نکړي،  ځکه طالبان د خلکو په کورونو او د ښار په منځ کې سنګرونه نیسي چې د عملياتو په صورت کې به ملکيانو ته درانه تلفات او خسارې واوړي. د آذر په وينا حکومت پلان لري چې دغه ځواکونه بيرته له دغه ځايه وباسي.

په بلخ کې د شاهين ۲۰۹ قول اردو وياند حنيف رضايي وويل چې په آنتن سيمې ځواکونو ټول امکانات د مخه ترسره شوي. حنيف د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا حاضردمه دغو ځواکونو ته پر وخت اکمالات رسيږي، داسې وویل: «موږ د دغو ځواکونو د اکمال له پاره ټول پلانونه تر لاس لاندې نيولي يوازې د هوا ښه کيدو ته منتظر يو.»

د جوزجان د والي وياند دغه راز وويل چې نن د هوايي ځواکونو په يوه بريد کې د طالبانو د يوه قوماندان سرکاتب په ګډون ۱۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي. آذر وويل چې دغه کسان د خانقاه ولسوالۍ په شاه مرزا سيمه کې وژل شوي دي. د هغه په وينا دغه سيمه لويې لارې ته نژدې ده او طالبان دلته په يوه ساحه کې اوسيدل او د تيلو موټرونه به ېې درول او له هغو به ېې پيسې اخيستلې.

د والي د وياند په خبره دغو طالبانو به په ورځ کې د ۷ تر ۸ ميليونه افغانۍ له موټرو څخه اخيستلې.