د پوځ له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې راغلي چې په دغه پېښه کې څلور عسکر ټپيان شوي هم دي. شمالي وزيرستان چې اوس د خيبر پښتونخوا برخه ده، د پاکستاني طالبانو سنگر وو او د پاکستان پوځ پکښې د سيمه ایزو او بهرنيو وسله والو پر ضد څو عملياتونه هم ترسره کړي دي.
د پوځ له خوا ويل شوي چې په وژل شويو افسرانو کې ډگروال کريم بيگ، تورن معيز مقصود، جگړن عارف الله شامل دي چې د خړ کمر سيمې ته پر لار ول. په خړ کمر سيمه کې يو څو ورځې تر مخه د پښتون ژغورنې غورځنگ يا پي ټي ایم د احتجاج پر وخت پوځ ادعا کړې وه چې د غورځنگ غړيو پر يوې پوستې بريد کړی دی. د غورځنگ د غړيو په وينا پر دغه احتجاج د پوځ په ډزو کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
د پاکستان پوځ تر دې پېښې وروسته د دغه غورځنگ دوه مخکښه مشران او د پارلمان غړي علي وزير او محسن داوړ هم ونيول.
پوځ ويلي ول چې د پارلمان دغه غړيو د احتمالي ترهگرو د آزادولو هڅه کوله چې په نتيجه کې یې ډزې وشوې چې پنځه عسکر یې ټپیان کړي او څو بريد کوونکي یې وژلي ول.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي، لومړي وزير عمران خان، د کابينې يو شمير وزيرانو او د اپوزیسيون مشرانو په خړ کمر کې د افسرانو د وژل کيدو پېښه غندلې ده او د عاملينو پر وړاندې يې د کلک غبرگون خبره کړې ده.
په تېرو لسو مياشو کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو په بېلا بېلو بريدونو کې ۱۰ تنه عسکر وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې پوځ تر عملياتو وروسته دغه سيمه له وسله والو پاکه بللې وه.
د پوليسو په حواله په دې منځ کې يو موټر چې درې تنه احتمالي وسله وال پکښې سپاره ول د جمعې په ورځ جهلم سيند ته غورځيدلی دی. د پوليسو يوه ځايي مشر طارق محسود ويلي چې په موټر کې سپاره ټول شکمن وسله وال وژل شوي دي.
هغه زياته کړې چې په موټر کې سپرو شکمنو ترهگرو هغه وخت خپل موټر کړندی کړ چې پوليس ورته د دريدو اشاره وکړه.
زياته شوې ده چې په موټر کې وسله او چاوديدونکي مواد هم موندل شوي دي.
b.s/n.s (AP)
زموږ له آرشيف څخه:
په افغانستان کې مېشت د شمالي وزیرستان کډوال
د پاکستان پوځ څه د پاسه دوه کاله ترمخه په شمالي وزیرستان کې د وسله والو یاغیانو پر وړاندي د ضرب عضب، په نوم پوځي عملیات پېل کړل. د دغه عملیاتو له کبله په زرونو ځای کسانه بې کوره شول چې ځيني يې افغانستان ته کډوال شول.
انځور: DW/N. Matoonwalدغه مهاجر د خوست او پکتیکا ولایت په ولسوالیو کې له خلکو او همداشان په یوه کمپ کې اوسیږي.
انځور: DW/N. Matoonwalچارواکي خوست ته د کډه شوو دغو کسانو شمیر شا او خوا ۳۰ زره کورنۍ اټکلوي.
انځور: DW/N. Matoonwalیوازې د خوست په جنوب کې د گربز ولسوالۍ په گلان نومې کمپ کې لس زره کورنۍ اوسیږي.
انځور: DW/N. Matoonwalهمداشان د خوست په گاونډوي ولایت پکتیکا کې هم زرونو کورنۍ اوسیږي.
انځور: DW/N. Matoonwalد خوست او پکتیکا خلک له دغو بې ځایه شوو کسانو سره دواطلبانه مرستې کوي. دوی تش لاس دغو سیمو ته ورغلي او هر څه ترې په شمالي وزیرستان کې پاتې شوي.
انځور: DW/N. Matoonwalافغان چارواکو له دغو کسانو سره «تر خپل وسه بورې» مرستې کړي او هغوی ته د نړیوالو مرستو د راجلبولو په هڅه کې دي.
انځور: DW/N. Matoonwalاوس هم ډیر شمیر بې ځایه شوي کسان په دې گرمه هوا کې په خیمو کې ورځې شپې سبا کوي.
انځور: DW/N. Matoonwalپاکستان له دغو کډوالو څخه غوښتي چې بیرته خپل هیواد ته وروگرځي، خو هغوی وایي چې هلته هر څه وران دي، کورونه، بازارونه او باغونه یې نشته. بیرته له تلو څخه هم په ویره کې دي.
انځور: DW/N. Matoonwalځینې خلکو ځان ته اوس د خیمو پر ځای خټین کورونه جوړ کړي دي او په هغې کې مېشت دي.
انځور: DW/N. Matoonwalد خوست ځايي چارواکي وايي چې پاليسي يې دا ده، چې تر څو پورې دا کډوال وغواړي دلته پاتې شي، دوى ورته د اوسيدو اجازه ورکوي.
انځور: DW/N. Matoonwalپه پکتيکا ولايت کې هم له پنځو زرو زياتې کورنۍ د شمالي وزيرستان کډوال ميشت دي، چې د خلکو او چارواکو په وينا تر اوسه دلته په امن کې اوسيږي.
انځور: DW/N. Matoonwalپه عین وخت کې په پاکستان کې مېشتو افغان مهاجرو باندې فشار زیات شوې دی چې خپل وطن ته ستانه شي. په دې ترڅ کې د افغانستان د کډوالو او بیا راستنیدو چارو وزارت او په پیښور کې افغان قونسلگرۍ د «خپل وطن گل وطن» په نوم هم یو کمپاین پیل کړې، څو کډوال په خپله خوښه وطن ته ولاړ شي.
انځور: DW/N. Matoonwal