1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

شمالي وزيرستان کې د نجونو ښوونځي په بمونو الوځول شوي

۱۴۰۲ خرداد ۱, دوشنبه

پاکستاني چارواکي وايي، وسله والو تېره شپه په شمالي وزيرستان کې د نجونو دوه ښوونځي په بمونو الوځولي دي. دغه ښوونځي په دوو کلیو کې چې افغانستان پولې ته په شاوخوا ۳۰ کیلومترۍ کې پراته دي، تخریب شوي.

Pakistan, Quetta I Explosion in Luxushotel
پاکستان - د آرشیف انځورانځور: Naseer Ahmed/REUTERS

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ (د می ۲۲مه) وويل چې په دغو چاودنو کې د ښونځيو ۹ ټولګي تخريب شوي خو ځاني زیان پکې نه دی اوښتی.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د ښوونځيو دغه دوه خالي ودانۍ، د شمالي وزیرستان په حسو خیل او ګل موساکي سيمو کې چې د افغانستان پولې ته په شاوخوا ۳۲ کیلومترۍ کې واقع دي، تخریب شوي دي.

د پاکستان په هغو علاقو کې چې د پاکستاني طالبانو په ګډون، د اورپکو نورې ډلې په کې فعالې دي، د نجونو د تعلیم موضوع په کې یوه جنجالي مسئله ده. په ۲۰۱۲م کال کې ملاله یوسفزۍ چې د نجونو د تعلیم له پاره ېې مبارزه کوله، تر يو وسلوال برید لاندې راغله او ټپپي شوه.

نور ولولئ: پاکستان کې یوې افغانې افغان مهاجر ماشومانو ته ښوونیز مرکز جوړ کړی

يو لوړپوړي ځاي چارواکي، ریحان ګل خټک، وويل: «یاغیانو په دوو دولتي منځنيو ښوونځيو کې پر مختللي چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړی ول چې ناوخته شپې ورته چاودنه ورکړل شوې.»

خټک زیاته کړه چې شپږ ټولګي په حسوخيلو او له درې ډير ټولګي په ګل موساکي کې تخریب شوي دي. هغه ياد آژانس ته وويل: «دغه کار په یقین سره وسلوالو ياغیانو کړی، خو دا چې د هغوی له ډلې به کومې ېوې کړی وی روښانه نه دی.»

نور ولولئ: په خيبر پښتونخوا کې د نجونو يو ښوونځی په بمونو الوزول شوی

په سیمه کې د پولیسو مشر، سلیم رضا، پيښه تائيد کړه او وې ويل چې په اړه ېې «بشپړ تحقیقات» پيل شوي دي.

شمالي وزیرستان له تاريخي لحاظه د وسلوالو د اوسېدو د يو ځای په توګه پاتې شوی دی. دغه سېمه د پاکستان پوځ په اوږدمهاله چاڼيزو عملیاتو او پر افغانستان د امریکايي قواو د یرغل پر وخت د ډرون الوتکو تر بریدونو هدف ګرځېدلې او اوس هم ورڅخه د ناامنيو رپوټونه ورکول کيږي.

(AFP) mks/bs

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل