1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

  چارواکي:‌ یو خبریال د وسلوالو کسانو له بریده روغ وتلی

۱۴۰۰ آبان ۸, شنبه

د طالبانو چارواکي وايي‌چې په پلازمینه کابل کې یو افغان خبریال د نامعلومو وسلوالو کسانو له بریده روغ وتلی دی. د علي رضا شریفي په نامه دغه خبریال د ایران له دولتي رسنۍ سره په افغانستان کې دنده لري.

Journalisten in Afghanistan
د آرشیف انځورانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

طالب چارواکو ویلي چې د جمعې ورځې په شپه ناوخته په پلازمینه کابل کې دوو تنو موټر سایکل سپرو پر یوه افغان خبریال برید کړی دی. د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي، اسوشیتید پریس خبري آژانس ته د پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې په دې پیښه کې افغان خبریال سطحي ټپي شوی دی. نوموړي وویل: «موږ د عاملینو د موندنې له پاره پلټنې کوو.» تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

پر افغان خبریالانو دغه برید داسې مهال کیږي چې په افغانستان د رسنیو د څار سازمان وايي چې په تیرو دوو میاشتو کې پر افغان خبریالانو د زور زیاتي، ګواښونو او سرغړونو له ۳۰ ډیرې قضیې ثبت شوي دي. د دغه سازمان په خبره، د دغو پیښو له ۹۰ فیصده څخه ډیرې یې په طالبانو پورې اړه لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت د رسنۍ دغه افغان خبریال د اسوشیتید پریس خبري آژانس ته د برید په هکله وویل چې کور ته د تګ په حال کې دوو موټر سایکل سپرو وسلوالو کسانو یې پر موټر ډزې کړي دي. هغه وویل: «یوه مرمۍ چې له چپې خوا راغله، پر شونډو مې تیره شوه.» هغه زیاتوي چې د موټر د ښیښو ټوټو مې چپه سترګه هم ټپي کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د علي رضا شریفي د موټر په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د موټر په یوه شیشه کې یې د مرمۍ دوه سوري دي. د هغه په خبره، دوی له مخې ډزې کولې او ما وکولی شول ځان وروستي سیټ ته ورسوم.

د همدې میلادي کال د اګست میاشتې راهیسې، کله چې له افغانستان څخه بهرني او امریکايي ځواکونه ووتل، په افغانستان کې تر اوسه پورې درې تنه خبریالان وژل شوي دي.