تروريزم
چاودنې په کابل کې د بشري حقونو کمېسیون دوه غړي وژلي
۱۳۹۹ تیر ۷, شنبه![Afghanistan Selbstmord-Anschlag Kabul](https://static.dw.com/image/45095830_800.webp)
اعلان
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په خبره دغه دواړه کسان هغه وخت ووژل شول، چې د هغوي په موټر پورې نښلول شوی مقناطیسي بم وچاودید.
د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز دغه برید تائید کړی دی، چې لا تر اوسه یې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر «یوناما» هم دغه وژنې غندلې دي. یوناما د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې «د بشري حقونو د مدافعینو پر وړاندې بریدونه هیڅ توجیه نه لري.» یوناما ژر د دغه پيښې د څیړنې له پاره غږ هم کړی دی.
د افغانستان د بشري حقونو د دوو کارکوونکو د وژنې پيښه په کابل کې د دوو څارنوالانو تر وژل کیدو یوه اوونۍ وروسته رامنځ ته کیږي. دغه څارنوالان له کابل څخه د باندې په یوه وسله وال برید کې وژل شوي وو.