چاپان د هیروشیما د پيښې ۷۰ کلیزه لمانځي
۱۳۹۴ مرداد ۱۵, پنجشنبه په ټوله نړۍ کې د اټومي وسلو د ختمولو له غوښتنې سره د چاپان د هیروشیما ښار خلک په دغه ښار د ۷۰ کاله پخوا استعمال شوې اتوم بم د قربانیانو یادون تازه کړ. د سیمه ییز وخت مطابق د سهر په ۸:۱۵ دقیقو (دقیق په هم هغه وخت کې کله چې په ۱۹۴۵ کال کې امریکایانو د چابان په لویدیځ ښار هیرو شیما کې اتوم بم وغورځاوه) په زرگونو انسانانو د یوې دقیقي په خاموشي سره د هغو کسانو یاد تازه کړ چې د دغې پيښې قرباني شوې ول.
د یادون په مراسمو کې تر بل هر وخت ډیر یعنې د۱۰۰ هیوادونو استازو گډون کړی وو. د هیرو شیما ښاروال کاثومي متزویې، د یوه سوله ییز وړاندیز په ترڅ کې د ټولو اټومي وسلو د لمنځه وړلو غوښتنه وکړه.
د محافظه پال ښې اړخي گون څخه لومړي وزیر شین زوآبي د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې چاپان به د سپټمبر په میاشت کې د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د اټومي وسلو د ختمولو له پاره د یوې نوې قطعه نامې پيش نویس وړاندی کړي.
پر چاپان د اتوم بم د استعمالیدو تر اویایمې کلیزې لږ مخکې د شین زوآبي حکومت د امنیتي اصلاحاتو په ترڅ کې د لومړي ځل له پاره له هیواد څخه د باندی د امریکا متحده ایالاتو په خوا د پوځي عملیاتو اجازه ورکړه. امریکا متحده ایالتونه له خپل اتومي سپر سره د لیرې ختیځ د جزیرې ریاستي حکومت تر ټولو مهم امنیتي همکار دی.
تر۲۰۰۰۰۰ ډیره وژل شوې او بی شمیره ټپیان
د ۱۹۴۵ کال د اگست میاشتې په ۶ نیټه پر هیرو شیما د"Little Boy" په نامه د بمونو تر غورځول کیدو سمدستي وروسته او یا په ورستیو میاشتو کې ۱۴۰ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې دا په هغه وخت کې د هیرو شیما د نفوس نږدې سم نیمایې برخه تشکیلوله. دری ورځي وروسته امریکا متحده ایالاتو د ناگاساکي پر ښار یو بل اتوم بم وغورځاوه چې په پایله کې یې ۷۰۰۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړې وو.