1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چخانسوري د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وټاکل سو

۱۳۹۸ بهمن ۱, سه‌شنبه

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان، د سه شنبې په ورځ پر خپله رسمي تویتر پاڼې باندې د استعفأ اعلان وکړ. د ولسمشر پخوانی ویاند هارون جغانسوري د بهرنیو چارو وزارت نوی سرپرست ټاکل شوی دی.

Afghanistan | Mohammad Haroon Chakhansuri während Pressekonferenz in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

دا په ډیره لنډه موده کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په مشرتابه کې دویم بدلون دی. تر دې مخکې د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني، له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، سره تر اوږدو اختلافونو وروسته، خپله دنده پریښې وه. ادریس زمان بیا له هغه وخت راهیسې د وزارت سرپرست وو. خو اوس هغه هم استعفأ وکړه.

زمان پر خپلې رسمي تویتر پاڼې باندې لیکلي دي: «زه نن د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر دنده پریږدم. زه له ولسمشر غني څخه پر ما د اعتماد کولو له کبله مننه کوم.»

د زمان د تویت تر خپریدو وروسته د ولسمشر غني سلاکار شاه حسین مرتضوي، پر خپله تویتر پاڼه باندې خبر ورکړ چې د ولسمشر غني پخوانی ویاند هارون چخانسوري، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین او سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل