چرسي امريکايي ښځينه «راهبانې»
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۰, یکشنبهچرسي امريکايي ښځينه «راهبانې»
د هند او برصغير په هيوادونو کي د چرس څکوونکو زيات شمېر ملنګانو انځورونه ښايي زياتو خلکو ليدلي وي. خو اوس په امريکا کي د ښځينه «راهبانو» انځورونو په نړيواله توګه توجه ځان ته جلب کړې. په اړه يې انځوريز راپور دلته وګورئ:
د ځان او خريدارانو له پاره
د امريکا د متحده ايالاتو د کاليفورنيا سنټرل وېلي نومي ځای د ميوو د کرهڼي له پاره ډېر مشهور دی. خو دغه ځای په تيرو نژدې وختونو کي د داسي ښځينه راهبانو له کبله هم مشهوره سوی، چي د بنګو بوټی کري. هغوی له دغو بوټو کانابيس يا چرس جوړوي، د ځان لړ خريدارانو له پاره.
زړې لمانځنې
د کاليفورنيا دغه دوې ښځينه راهبانې د کاتوليکي کلېسا سره هيڅ اړيکي نه لري. دغه راهبانې وايي: «موږ د دين پر ضد يو او له همدې کبله موږ هيڅ دين نه لرو. موږ د عيسوي دين څخه پر تر مخه د وخت لمانځنې کوو.»
د راهبې جوړېدو مخکي
د دې څخه تر مخه چي کېټ (انځور) يوه چرسي راهبه سي، هغې د «والسټريټ قبضه کړئ» په څېر غورځنګونو غړې وه. کېټ او د هغې خور د ياد غورځنګ له پاره د احتجاجونو پر وخت د راهبانو جامې په اغوستې چي له کبله يې هغوی ته د «قبضه وکړئ راهبانې» خطاب کېدی.
بېل اقسام
د کاليفورنيا دغه راهبانې وايي چي د بنګو د بوټو بېل اقسام په خپله ساتي او پالي يې.
چاڼ
د دغو ښځو په خبره دوی زيات وخت کارونه په لاس کوي او په وينا يې د بوټو په چاڼ کي زيات احتياط کوي.
تجربه
کېټ په خپله د بنګو د بوټو په تړاو زیات معلومات لري او دغه معلومات د خپلو همکارانو سره شريکوي او هغوی ته ښوونه کوي.
ډک يخچال
د کېټ او د هغې د همکارانو يخچال هميشه د بيلو بنګو بوټو له حاصل څخه ډک وي.
د نشيي موادو اندازه
سيسټر فريا د بنګو څخه يو ډول خاص مايع جوړوي. د هغې په وينا دغه مايع درد ختموي او د زخم په ژر رغېدلو کي کومک کوي. د راهبانو په وينا هغوی له بنګو او چرسو څخه طبي مصنوعات جوړوي البته پکښي نشيي مواد ډېر کم وي.
معتادين
دغې مېرمني چي ځان ته د «سيسټرز آف د وېلي» يا د « د درې ښځينه راهبانې» خطاب کوي، په ۲۰۱۵ کال يې له بنګو او چرسو څخه د طبي او ښکلا د مصنوعاتو په جوړولو لاس پوري کړ. د کېټ په وينا هغوی په ۲۰۱۶ کال کي د ۷۵۰ زرو ډالرو په ارزښت خپل جوړ سوي د چرسو او بنګو مصنوعات جوړ کړي دي.
مشکل نسته
د کاليفورنيا تر څنګ د امريکا په متحده ايالاتو کي تر شلو زيات نور ايالتونه سته چيري چي د طبي اړتياؤ له پاره د بنګو او چرسو استعمال او د صنعت اجازه سته. کېټ وايي چي له کاتوليکانو څخه بعضي له «کرکي ډک» تليفونه سوي، خو نو په ټولنه کي د ننه د دوی په وړاندي مشکل نسته.
منتقيدينو ته جواب
د دونلد ترمپ حکومت وايي چي د کانابيس يا بنګو او چرسو د اجازې پر ضد دی. خو د کاليفورنيا بنګ بوټي کرونکي راهباني وايي چي د حکومت دغه دريځ دوی دې ته هڅوي چي لا خپل کار ته پراختيا ورکړي.
د کاناډا بازار
راهبه کېټ وايي: «ټرمپ پر موږ سور اور جوړ کړی دی... موږ به بل هيواد ته ولاړ سو. ټرمپ ته زموږ جواب کاناډا دی.» کېټ او د هغې ملګري د بنګو او چرسو خپل مصنوعات د انټرنټ له لاري پلوري. (راپور: نادين برګاوين)
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (05.05.2015):
انځورونه: په بلوچستان کې د کوکنار ضد عمليات
د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه هر کال د میلیاردونو کلدار په ارزښت نشه یې مواد نورو هیوادو ته قاچاق کیږي. د پاکستان سرحدي ملیشه د افغانستان سرحد ته نږدې شاوخوا سیمو کې ۳۸۰ هکټاره مځکه له کوکناور څخه پاکه کړې ده.
د په ټنونو نشه یې موادو کار و بار
د نشه يي موادو په قاچاق کې ښکیلې ډلې په ټنونو نشه يي مواد رانیسي. دغه مواد بیا د بلوچستان په امنو سیمو کې د نشه یې موادو فابریکو ته انتقالیږي او له هغه ځایه بیا جوړ شوي هیروئن په غیر قانوني شکل د نړۍ تورو بازارونو ته استول کیږي.
د ډیري گټي کار و بار
په دغه انځور کې د لورالائې ولسوالۍ د دکې سیمه لیدل کیږي. په دې سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې ۶۰ هکټاره مځکه د کوکنارو څخه پاکه شوه.
په بلوچستان ایالت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د کوکنارو په سلونو هکټاره مځکه واړول شوه. د دغو عملیاتو په ترڅ کې سیمه ییزو خلکو هم له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړه. د دغو کروندو د لمنځه وړلو له پاره له تراکتورونو څخه هم استفاده وشوه.
د کوکنارو نوي کښتونه
په لورالائې کې ډېر کوکنار کرل شوې دي. په دغه ځای کې ۱۹۰هکټاره مځکه له کوکنارو څخه پاکه شوې ده.
اکثره مځکي د سیمي د خلکو نه دي
د پاکستاني چارواکو په خبره د دغو ځانگړو عملیاتو په ترڅ کې دا روښانه شوې ده چې اکثره کرل شوي ومځکي د سیمه ییزو خلکو نه، بلکي د نورو خلکو ملکیت وو. د دغو کروندو د مالکانو پر خلاف دعوا هم شوې ده او امنیتي ځواکونو د هغو د نیولو عملیات هم پيل کړي دي.
دالبندین او شاوخوا سیمې
امنیتي ځواکونو د چاغي، دالبندین او شاوخوا سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې په ۹۰ هکټاره ځمکه کې د کوکنارو کښتونه لمنځه وړي دي.
د نشه یې توکو مافیا
د دکې په سیمه کې د کوکنارو د فصل ۶۵ هکټاره مځکه واړول شوه. د نشه یې موادو مافیا له ډیرې پخوا زمانې راهیسې په دغو سیمو کې د کوکنارو په کښت او قاچاق مصروفه ول.
حاصل ته نږدې کښتونو له منځه وړل
په بلوچستان کې له افغان سرحد سره نږدې سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې د کوکنارو د تازه کرل شوو کښتونو ترڅنگ د دغه نبات رسیدلي کښتونه هم له منځه یوړل شول.
په ۱۹۹۹ کال کې پاکستان له کوکنارو پاک وو
د رسمي شمیرو پر اساس پاکستان په ۱۹۹۹م کال کې په نړیواله کچه له کوکنارو څخه پاک هیواد گڼل شوې وو، خو اوس یې په دغه هیواد کې کښت ډیر شوی دی.
د کوکنارو کښت او افراطیت
په مکران ډویژن کې د نشه یې توکو(هیروئن) له قاچاق څخه ترلاسه کیدونکو پيسو ډیره برخه یاغیانو ته ورکوي. افراطیان بیا په دغو پيسو وسلې او تجهيزات رانیسي.
د نشه یې موادو کروندگر او سوداگر
د کوکنارو د کښت پر ضد د دغو عملیاتو په ترڅ کې له مختلفو سیمو څخه ۴۵ تنه نیول شوې دي. دغه کسان د کوکنارو په کښت، پیر او پلور کې په لاس درلودلو تورن دي.
تر۲۵۰ زور ډیر خلک په نشو اخته دي
په بلوچستان کې د کوکنارو د کښت تر څنگ په نشه یې موادو د اخته کسانو په شمیر کې هم د پام وړ ډېرښت راغلی دی. د غیر رسمي ارقامو پر اساس په بلوچستان ایالت کې تر۲۵۰ زور ډیر خلک په نشو اخته دي چې د هغو له جملې څخه ۸۰ زره یې هیروئن استعمالوي.