چلسي د «چیمپینس لیګ» اتلولي وگټله
۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۱, یکشنبهد لوبې دویمه نمايي هم د لومړۍ نیمايي په څیر پیل شوه. بارین بیا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړ او چلسي لا هم دفاع کوله. د بایرن مونشن لوبډلې په ۵۲مې دقیقي کې یو گول ووهه خو دا گول ځکه و نه شمیرل شو چې د گول وهونکی فرنک ریبري په «افساید» کې وو.
د بایرن د لوبډلې هڅې په ۸۳مې دقیقي کې پایلې راوړي او دا ځل ئې داسې توپ شوټ کړ چې نه خو افساید وو او نه هم توپ د گول له سره تیر شو. د بایرن مونشن د ډلې له خوا توماس مولر دغه گول ووهه. هغه تر دې مخکې هم د چلسي پر گول باندې څو شوټونه کړي ول خو دا ځل ئې توپ داسې پر سر ووهه چې د چلسي گول ساتونکي لاره ورکه کړه او توپ گول شو.
تر دې گول وروسته نو د چلسي لوبډله هم ارامه پاته نه شوه او کله چې ئې د لوبې له پایه یوازې پنځه دقیقي مخکې د کارنر یو شوټ تر لاسه کړ، نو له دې فرصت څخه ئې ښه استفاده وکړه او پخپله گټه ئې یو گول ووهه. له دې گول سره د لوبې پایله یو د یو په مقابل کې مساوي شوه او لوبه اضافي وخت ته وغځیده.
د جلسي د لوبډلې له خوا دغه ډیر مهم گول دیدیر دروغا ووهه. هغه د توماس مولر د سر گول ته د سر په گول ځواب ووایه او په دې ترتیب سره ئې خپلې لوبډلې ته د لوبې د گټلو هیله ورکړه.
تر دې وروسته نو لوبه اضافي وخت ته وغځیده. د بایرن لوبډلې په اضافي وخت کې یو د پینالتي شوټ هم تر لاسه کړ خو و نه توانیده چې دا شوټ په گول بدل کړي. د لوبې په اضافي وخت کې د چلسي لوبډلې هم خپل بریدونه ډیر کړل او څو وارې ئې د بایرن مونشن پر گول باندې شوټونه وکړل.
اضافي وخت پرته له کوم گوله پای ته ورسید او لوبه د پاینالتي شوټونو ته ورسیده. په دې شوټونو کې نو چلسي بریالې شوه او د پینالتي شوټونه ئې له ۴-۳ پایلې سره پخپله گټه پای ته ورسول. دا نو د چلسي د لوبډلې په تاریخ کې لومړی ځل دئ چې د چیمپینس لیگ اتلولي گټي.
مسعود جهش (دویچه ویله)
کتونکی: عبدالباري حکیم