1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«چينايان د افغانستان د اوبو پر بندونو او انرژۍ پانګونه کوي»

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ دی ۱۳, سه‌شنبه

د چین د CRBC شرکت مسئولینو لیوالتیا ښوولي چې په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو او انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي. څو ورځي مخکي د چین د سوداګرۍ خونې استازي ویلي ول چې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا په تولید کې به پانګونه وکړي

Afghanistan Salma Hydroelectric Staudamm in Herat
انځور: Getty Images/AFP/A. Karim

د طالبانو ادارې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور په خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې، چیني پانګوالي لېوالتیا لري تر څو د افغانستان د اوبو بندونو د جوړولو او له هغې څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

منصور وایي چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې یې د چین د CRBC کمپنۍ مسئولینو سره لیدلي او په افغانستان کې یې د بندونو جوړولو او برېښنا تولید په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړي دي.

نوموړی وایي: «پانګوالو ومنله چې افغانستان ته راشي د اوبو بندو جوړولو او د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.»

اړوند مطلب: "افغانستان روان کال کې ۴۴ بندونه جوړوي"

دوه ورځې وړاندې د چین د سوداګرۍ خونې استازي هم افغانستان ته سفر کړی و او د برېښنا شرکت له اجرائیوي مشر محمد حنیف حمزه سره په لیدنه کې یې د انرژۍ په برخه کې پر پانګونې بحثونه کړې. د طالبانو ادارې د حکومت رسینو مرکز په خپله ویب پاڼه خبر ورکړی و، چې چین غواړي د انرژۍ د تولید په برخه کې له ډبرو سکرو څخه د ۵۰۰ میګاواټه برېښنا په تولید کې پانګونه وکړي.

انځور: Nezam Khpelwak/DW

چیني لوري په دغو مذاکراتو کې ویلي دي چې، د ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید په برخه کې د نړۍ په ۱۱ هېوادونو کې تجربه لري او غواړي چې دغه تجهیزات افغانستان ته انتقال کړي.

د برېښنا شرکت اجرائیوي مشر ویلي چې د دواړو لوریو ګډو ټیمونو په دې اړه نظرونه تبادله کړي او پایله به یې د طالبانو رهبرۍ ته وړاندې کړي. د برېښنا شرکت اجرائیوي مشر د چین استازي ته ډاډ ورکړی چې د برېښنا تولید په برخه کې چیني پانګوالو سره هر راز همکارۍ ته تیار دي.

اړوند مطلب: د افغانستان په شمال کي د برېښنا بندونه جوړيږي

د ۲۰۲۲م کال د دسمبر پر ۱۳، دوو برید کوونکو په کابل کې په هغه هوټل برید وکړ چې چیني وګړو پکې ژوند کولو. د چین بهرنیو چارو وزارت په دغه برید کې د خپلو پنځو وکړو ټپي کیدل تائید کړې و او له چینایي وګړو یې غوښتي ول چې ژر تر ژره افغانستان پریږدي.

ایا چینايان به په افغانستان کې پانګونه وکړي؟

اقتصادي کارپوهان وایي چې اوس په افغانستان کې په هر سکتور کې بهرنۍ پانګونه خورا ارزښت لري او بهرنۍ پانګونې کولای شي د افغانستان د زیربینا په پر پښو درولو کې مرسته وکړي.

په جرمني کې مېشت د پوهنتون استاد پوهندوی سید ولي شاه مندوزي دویچه ویله ته وویل، اوس په افغانستان کې اقتصادي څرخ سقوط دی او بهرنۍ پانګونه یو مثبت ګام دی.

مندوزی د بندونو جوړولو او انرژۍ د تولید په برخه کې د چیني پانګوالو د پانګونې په اړه وایي: «دا چې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید له پاره چین پانګونه کوي، دا افغانستان ته ډېره ګټه کوي. یو دا چې بهر ته زموږ د خامو مواد د وړلو مخنیوی کیږي، افغانستان د برېښنا په برخه کې پر ځان بسیا کیږي او تر ټولو مهمه دا ده چې خلکو ته د کار زمینه برایږي.»

اړوند مطلب: په کابل کې بريد؛ د چين پر پانګونې به یې اغېزه څه وي؟

دغه اقتصادي کارپوه د امنیت نه خوندیتوب له امله ډېر هیله من نه دی، چې چین دې بریالی شي تر څو په افغانستان کې پانګونه وکړي: «موږ او تاسې په کابل کې د چیني وګړو پر هوټل د برید شاهدان و او چین خپلو اتباعو ته له افغانستانه د وتلو امر کړی و. نو اوس دا تر سوال لاندې دی، چې ایا چینايان به پانګونه وکړي، په داسې حال چې په افغانستان کې جدي امنیتي ګواښونه موجود دي.»

انځور: Getty Images/J. Moore

افغانستان اوسمهال په کمه کچه داخلي حرارتي برېښنا لري او تر ډېره له منځنۍ اسیا هېوادونو برېښنا واردوي.  په دې وروستیو کې ازبکستان افغانستان ته صادره کړي برېښنا له دې امله ځنډولې وه چې دغه هيواد د افغانستان له پخواني حکومت سره د برېښنا تړون درلود. 

اړوند مطلب: افغان جګړه؛ د بودجې کمښت او د ځینو پراختیايي پروژو د کارونو ځنډېدل

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وړمه ورځ اعلان وکړ چې له ازبکستان سره یې د وارداتي برېښنا قرارداد له سره لاسلک کړی دی. د افغانستان برېښنا شرکت وایي، له دې وروسته به ازبکستان پر افغانستان وارداتي برېښنا نه کموي. 

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې «په وروستیو دوو میاشتو کې افغانستان ته د ازبکستان د ۴۳۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا کچه نږدې نیمایي کمه شوې وه.»

د طالبانو د ابو او انرژۍ وزارت ویلي دې چې غواړي د افغانستان د اوبو بندونو د جوړولو او له هغو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې د نړۍ د نورو هيوادونو پانګوال هم پانګونې ته ور دعوت کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب