چينايي برقعو افغاني بازار خراب کړی دی
۱۳۹۲ خرداد ۱۷, جمعهد کابل د مندوي په یوه گڼه گوڼې کوڅه کې ډیري چادرۍ چې زیاتره یې شنې دي، په دوکانونو کې ځړول شوي دي. دغه چادرۍ تر افغاني چادريو روښانه رنگ لري، خو بیه یې بیا ډیره کښته ده. د کابل په بازار کې یوه چینایي چادري په شپږ سوه افغانۍ پلورل کیږي، خو د یوې افغاني چادرۍ بیه بيا دوو زرو افغانیو ته رسیږي.
که څه هم چینایي چادرۍ په افغانستان کې د گنډل شویو چادریو په پرتله خراب کیفیت لري، خو بیا هم ډیر شمیر میرمني دغه چادرۍ رانیسي. د کابل چادریو پلورونکو بیا چینایي چادریو ته د «یو وار مصرف» چادریو نوم ورکړی دی، او وایي چې دغه چادرۍ تر دوه درې وارې پریولو وروسته خپل کیفیت له لاسه ورکوي او بیا د استفادې وړ نه وي. خو بیا هم دغه چادرۍ د ارزانه بیې له کبله ډیر شمیر خریداران لري.
د کابل ښار یو چادري پلورونکی له دغه وضعیت څخه سر ټکوي او وایي: «دلته دې خپل افغان په ښه کیفیت کار کوي خو ته [افغان سوداگر] له چین څخه مال راواردوې. زه نه پوهیږم چې دوی ولې خود کشه او بیگانه پرسته دي.»
بیکاره خیاطان
درې کاله دمخه پخپله افغان خیاطانو چادرۍ گڼډلې او کاروبار یې ډیر ښه روان وو. خو اوس د کابل خیاطان له بیکارۍ څخه سر ټکوي. د کابل ښار د آریانا په مارکیټ کې خیاط نوید، وایي: «اوس زموږ کار ډیر کم دی. د وطني چادریو جنس او گلدوزي ډیره ښه ده، خو بیا هم چینایي چادریو زموږ کار او بازار خراب کړی دی.»
د دغه مارکیټ بل خیاط عبدالولي، د تړلو دوکانونو کولپونو ته اشاره کوي او وایي چې د هغوی مالکان چې خیاطان او گلدوزان ول د بېکارۍ له کبله خپل کارونه پری ایښي دي.
هغه وایي: «زموږ کار د سقوط په حال کې دی. ورځ تر بلې زموږ کارونه کمیږي او له چین څخه واردات ډیریږي. هغه کار چې موږ پخوا لاره اوس یې نه لرو.»
د تقاضا کمیدل
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو په منځ کي د چادرۍ کارونه خپل اوج ته ورسیده. د طالبانو د واکمنۍ پرمهال هیڅ یوې بالغې نجلې او یا هم مېرمنې اجازه نه لرلر چې له چادرۍ او محرم پرته له کوره بهر ولاړه شي. د طالبانو د رژیم تر ړنگیدو وروسته هم یو شمیر افغانو مېرمنو د برقعې پر سر کولو ته دوام ورکړ خو اوس ډیر شمیر افغانان هغه نه پر سر کوي.
اوس یو شمیر ښځي د کورنیو او ټولنیزو دودونو له مخې د برقعې پر سر کولو ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي یو شمیر کسان د چادري پر سرکولو سره د برمته کونې، غلا او ان ځانمرگو بریدونو په شان جرمونه ترسره کوي، ځکه چادرې د یوې ښځي ټول مخ پوښي او څوک هغه نه شي پیژندلای.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر ښځي اوس د چادرۍ د پرسر کولو خلاف دي. میرمن عشوه هم د هغوی په ډله کې ده، چې وایي: «تر چادرۍ لاندې د برمته کوونې په شان جرمونه تر سره کیږي. ترهگر په ځینو مواردو کې د چادریو د پر سرولو له لارې ځانونه خپلو هدفونو ته رسوي. هغوی انسان وژنه تر چادریو لاندې ترسره کوي.»
په افغانستان کې د چادرۍ پر سر کول خپل مخالفان او موافقان لري. خو که هر څه وي اوس هغه له چین څخه په یوه ښه تجارت باندي بدل شوی دی.