1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين او طالبان غواړي همکاري پراخه کړي

۱۴۰۱ فروردین ۶, شنبه

چين او په افغانستان کې د طالبانو حکومت غواړي خپله همکاري لا پسې وغځوي. د چين خارجه وزير وانګ يي کابل ته سفر هم کړی وو او له ګڼ شمیر طالب چارواکو سره یې لیدلي دي.

Afghanistan I Wang Yi in Kabul
انځور: Taliban Foreign Ministry/AFP

د چين د بهرنيو چارو وزير، وانګ يي، له کابل څخه د يوې ناڅاپې ليدنې پر مهال ژمنه وکړه چې چين له افغانستان سره »عادي او دوستانه اړيکې« غواړي او د »متقابلې ګټې پر يوې همکارۍ« باندې کار دوام لري. دغه خبره د چين د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ وکړه.

چين د افغاني لوري د تقاضا پر بنياد، د چين د »ورېښمو د نوې لارې« په پروژه کې د »فعالې ونډې« له غوښتنې څخه هرکلی وکړ. د »يو کمربند يوې لارې« په نوم دغه پروژه د مليارډونو ډالرو ارزښت لري. وانګ يي وويل چې د چين حکومت چمتو دی چې د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز په ذريعه همکاري افغانستان ته هم وغځوي. 

د تېر کال د اګست مياشتې راهيسې بيا واکمن شوو طالبانو د وانګ يي په خبره »يو لړ مثبت اقدامات تر سره کړي څو د نړيوالې ټولنې اندېښنو ته ځواب ووايي.« هغه زیاته کړې چې چين انتظار لري چې افغانستان يو »ټولشموله« حکومت ولري او د »ښځو او ماشومانو حقونه لا ښه وژغوري« او له دې لارې »د مسلمانانو زغم او ښه نيت ته انعکاس ورکړي.«

تر دې يوه ورځ تر مخه له وانګ يي سره په خبرو اترو کې د طالبانو مرستيال، عبدالغني برادر، د چين د څرګندونو په حواله ژمنه وکړه چې تروريستي ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د چين په څېر د ګاونډيانو په وړاندې اقدام وکړي. د ده په خبره افغانستان هيله لري چې له چين سره په بېلابېلو برخو کې خپله همکاري پياوړې کړي، لکه اقتصاد، تجارت، انرژي، معدنونه، زراعت، صادرات او زدکړې.

د چين د بهرنيو چارو وزير کابل ته ناڅاپي سفر کړی ووانځور: Taliban Foreign Ministry/AFP

بل لوري ته د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير، امير خان متقي هم ټينګار وکړ چې د وانګ يي سفر تر اوسه پورې »تر ټولو مهم لوړپوړی پلاوی« وو چې د طالبانو حکومت ورته هرکلی کړی دی. وسله والو طالبانو له افغانستانه د امريکا متحده آيالاتو په مشرۍ تر ګډوډ شاتګ وروسته بېرته په افغانستان کې قدرت نيولی دی. د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو پوښتنه د چين د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هيڅ ياده شوې هم نه وه. چين له طالبانو سره ښې اړيکې پالي، خو د نړۍ د نورو ټولو هېوادونو په څېر يې د طالبانو حکومت تر اوسه په رسميت نه دی پېژندلی.

آ./ن.ص./خ.ح.