1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين تر کومه حده د امريکا پر وړاندي د ايران ملاتړ کوي؟

نجيب الله زيارمل منير قائدی
۱۴۰۴ بهمن ۱۳, دوشنبه

د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ په دوام سره، د چین رول تر زياتي بررسۍ لاندي راغلی. چین تر کومه حده حاضر دی د ایران ملاتړ وکړي، او له متحده ایالاتو سره د شخړي په صورت کي به د دې ملاتړ سرحدونه څه وي؟

د چين جمهور رئيس شي جين پينګ د ايران له جمهور رئيس مسعود پزشکيان سره
چین د ایران یو له مهمو اقتصادي او ډیپلوماټیکو شریکانو څخه دی او تهران ته یوه حياتي لاره برابرويانځور: President.ir

چین له امریکا سره د ایران مخ پر زیاتیدونکي شخړه کې د یو مهم لوبغاړي په توګه راڅرګند سوی دی. په ايران کي پراخ لاریونونو او اقتصادي سقوط پر دغه هيواد له دننه څخه فشار راوړي.

د جنوري مياشتي په لومړیو کي د اقتصادي ستونزو، سیاسي نارضایتۍ او دوامداره بهرني فشار له امله پراخ لاریونونه د ایران مشرتابه ته په وروستیو کلونو کي یو له خورا جدي کورنیو ننګونو څخه ول.

دغه ناکرارۍ په چټکۍ سره په یوه شدیده سیمه ایزه شخړه بدلي سوې، ځکه چي د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ منځني ختیځ ته د ځواکونو د لیږلو امر وکړ او خبرداری یې ورکړ او د ایران د اټومي پروګرام او بالستیک توغندیو د پراختیا د توقف غوښتونکی سو.

د لاریونونو په جریان کي، راپور ورکړل سو چي چین له ایراني چارواکو سره د ټول هیواد په کچه د مخابراتو د بندولو په پلي کولو کي مرسته کړې ده.

د جنوري مياشتي پر ۱۵مه د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی، د امریکا ګواښونه هم «د ځنګل قانون» ته د راستنیدو په عنوان وغندل او هغه څه چي هغه د امریکا تيری توصيف کړ، د چین له هغه وړاندیز سره پرتله کړل چي د ایران حکومت او خلکو سره په «یوځای کیدو» کي د مرستې له پاره "رغنده رول" لوبوي.

له واشنګټن سره د زیاتیدونکي کړکېچ په منځ کي د شنبې په ورځ (جنوري مياشتي ۳۱) د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړ چي ایران پلان لري، د فبروري مياشتي په نیمایي کي د هند د سمندر په شمال کي له چین او روسیې سره ګډ سمندري تمرینات وکړي.

دغه اعلان په مجازي نړۍ کي له نا تائيد سویو ادعاوو سره مل و چي ګويا چین له ایران سره پوځي مرسته کوي او همدارنګه له متحده ایالاتو سره د پوځي شخړي په صورت کي د چین د مداخلې د احتمال په اړه اټکلونه هم خپاره سول.

ایران له چین سره اړیکي ژوروي

له څو کلونو راهیسي چین د ایران یو له مهمو اقتصادي او ډیپلوماټیکو شریکانو څخه دی او تهران ته یوه حياتي لاره برابروي، په داسي حال کي چي ایران د متحده ایالاتو له پراخو بندیزونو سره مخ دی او د مالي اقدام ډلي (FATF) په تور لیست کي شامل سوی دی. دغو محدودیتونو نړیوال مالي سیستم ته د ایران لاسرسی سخت محدود کړی او ایران یې د سوداګرۍ او سیاسي ملاتړ له پاره په چین پوري تړلی دی.

د ۲۰۲۵م کال په جون میاشت کي د ایران او اسرائيل ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې راهیسي، د ایران او چین همکاريو تر ډېره امنیتي بڼه غوره کړې ده. تر هغه وروسته میاشتو کي راپور ورکړل سو چي ایران او چین د احتمالي بهرنیو ګواښونو پر وړاندي د استخباراتي معلوماتو شریکولو او همغږۍ ښه کولو له پاره د امنیتي همکاریو تړونونه پراخ کړي دي.

خو، په برلین کي د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انستیتیوت (SWP) د منځني ختیځ امنیتي کارپوه، حمید رضا عزیزي، خبرداری ورکړی چي د ایران رژیم د دفاع له پاره د چین ژمني بايد ډېري لويي و نه ښوول سي. هغه وویل چي په ایران او سیمه کي د چین مشارکت تر ډېره حده عملي او پر ګټو ولاړه دی.

عزیزي له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل: «چین له اسرائيل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د ایران د قوي مدافع په توګه راڅرګند نه سو، او دا امکان نه لري چي د امریکا د احتمالي پوځي مداخلي په صورت کي به دا رول ولوبوي.»

چین خپلو نورو سیمه ایزو شریکانو ته ډیر ملاتړ ورکړی دی. د هند د پوځي چارواکو په ګډون سرچینو په وینا، چین په ۲۰۲۵م کال کې د کشمیر په سر د هند او پاکستان ترمنځ شخړې په جریان کې پاکستان ته د پام وړ پوځي مرسته ورکړې وه. عزیزي یادونه وکړه چي ایران ته ورته ملاتړ نه دی ورکړل سوی.

په ايران کي د چين محدود اغېز

د ایران او چین اړیکي تر ډېره حده له واشنګټن سره د شخړې له امله رامنځته سوي دي، په داسي حال کي چي د امریکا بندیزونو ایران چین ته نږدې کړی دی، د چین پانګونه یې محدوده کړې او په ایران کې یې د اقتصادي نفوذ د پراخولو وړتیا کمه کړې ده. عزیزي وايي: «اوس داسې ښکاري چې چین د ایراني رژیم د بقا د ډاډمنولو پر ځای، ډېر تمرکز د امریکا د یو اړخیزو اقداماتو پر مخالفت کوي.» هغه زیاته کړه: «په ایران کي له کلونو راهيسي ناکراریو او پراخ فساد هم په چین کې دا تصور پیاوړی کړی دی چي تر اوسني مشرتابه لاندي هیواد د پانګوني له پاره یو خطرناک چاپیریال دی.» دا احتیاط په ځانګړي ډول د ایران او فارس خلیج ترمنځ هیوادونو سره د چین په سوداګرۍ کي څرګند دی.

د لندن میشته «ایشیا هاوس» فکري مرکز د یوه راپور له مخې، په ۲۰۲۴م کال کي، د خلیج د همکارۍ شورا د شپږو هیوادونو سره د چین ټوله سوداګري، په شمول د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو، شاوخوا ۲۵۷ ميلیارد ډالره وه، په داسي حال کي چي د چین او ایران ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم یوازې د هغې یوه کوچنۍ برخه وه، چي تر ۱۴ ميلیارد ډالرو څخه کم ثبت سوې وه.

چین، ایران او «د ګډوډۍ محور»

په امريکا کي، د ایران او چین همکارۍ ډېر وختونه د هغه څه د يوې برخي په توګه ياديږي چي "د ګډوډۍ محور" بلل کیږي. دا اصطلاح د چین، روسیې، ایران او شمالي کوریا مخ پر زیاتیدونکي ستراتیژیک، نظامي او اقتصادي یووالي ته اشاره کوي، چي ځیني وختونه د «CRINK» په نوم لنډیز کیږي، چي موخه یې د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال نظم ننګول دي.

د ناټو او اروپايي چارواکو هم د دغي نږدې همکارۍ یادونه کړې ده. د ناټو عمومي منشي مارک روټ د جنوري مياشتي پر ۲۶مه اروپايي پارلمان ته وویل: «دا د انکار وړ نه ده چي روسیه، چین، شمالي کوریا او ایران اوس د پخوا په پرتله ډیر همغږي کيږي.» هغه زیاته کړه چي «که څه هم دا همکاري لا منظمه نه ده، خو دا هیوادونه په زیاتیدونکې توګه د لویدیځ نفوذ ننګولو ته چمتو دي.»

د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په حلقو کي، دې نظر کله ناکله دا ايده پیاوړې کړې ده چي د ایران کمزوري کول د چین د ځواک په مهارولو کي مرسته کولی سي.

په ایران کې وروستی وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره په څه معنی دي؟

33:16

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب