چين د افريکا سره مرسته کوي، خو په ځانګړې توګه
۱۳۸۷ شهریور ۱۵, جمعهدغه خبره په گانا کي د مرستندويه ټولنو په نړۍ واله غونډه کي څرګنده سوه. د افريکايي هيواد گانا په پلازمېنه اکرا کي د مرستندويه ټولنو يوه غونډه جوړه کړل سوېده، چي کوربه توب يې نړۍ وال بانک او د نړۍ وال اقتصادي ګډ کار او پرمختګ موسسې او اي سي ډي OECD په غاړه لري. پدغه غونډه کي څه باندي يو زر او دو سوو مرستندويه ټولنو ګډون کړی دی. په غونډه کي پر دغه پوښتنو هم غور کيږي چي چين به د مرستندويه هيواد په ډول د لوېديځه مرستندويه هيوادونه څخه څه توپير ولري؟ افريکا به د چين د مرستو په بدل کي د چين سره څنګه چلن کوي؟
هغه هيواد چي په تيرو شلو کلنو کي يې تر يو زر اوه سوه اوه پنځوسو مليارډو ډالروه نه زياته پرمختيايي مرسته تر لاسه کړې ده اوس ددې جوګه سوی دی چي پخپله د نورو هيوادونو سره کومک وکړي. د چين لپاره تجارت او پرختيايي مرسته سره تړلي شيان دي. پدې هکله هم تراوسه چين کوم اعداد و شمار نه دې څرګنده کړي چي چين به د افريکايي هيوادونو سره څومره مرسته کوي. په دوه زره او شپږم مېلادي کال چين و افريکايي هيوادونو ته د پنځه پنځه مليارډو ډالرو په قيمت صادر کړي وه. په پام کي نيول سوې چي دغه تجارتي ونډه به په دراتلونکو دوو کلنو کي دوه ځله زياته سي.
که ته څه راکړې نو زما نه به هم څه تر لاسه کړې
د پرختيايي مرستي لغت چي ډېر زوړ دی او معنا يې څرګنده ده، د چينايانو لخوا نه کارول کيږي. افريکا ته د پورونو د بخښلو او د پرمختيايي مرستو په ترڅ کي ګڼ شمېر بانفوزه خلک ناوړه ګټې پورته کوي. ددغي ستونزې د مخنيوي لپاره يوه ټولنه شته چي افرودات نوميږي. ددغي ټولنې مشر ويټاليس مېيا وايي چي چين په ډاګه وايي چي په افريکا کي اقتصادي لېوالتياوي لري، د کومو له وجي چي چين د افريکا سره پرمختيايي مرسته کول غواړي. خو مېيا وايي چي نور کومک کوونکې هيوادونو هم خپلي اقتصادي لېوالتياوي لري خو هغه دغه داسي په ښکاره نه مني لکه چين.
په تيرو وختونو کي پر چين زياتې نيوکې سوي ولي چي چين د افريکا سره په يوه ځانګړې توګه پرمختيايي مرستي کړي. چين وايي چي پرمختيايي مرستې بايد د سياست سره نه وي تړلې. او د په همدې ترڅ کي چين د زمبابوې او سوډان هيوادونو د ريژمنو سره پرختيايي مرستي کړي چي ډېر تنقيد پر کيږي.
د پيکنګ مخه به څوک نيسي ؟
د چين پرمختيايي مرستې پر نړۍ وال معيار او اصولونو نه دي برابري. دغه مرستې اوږدمهاله هم نه وي. د چين پرختيايي مرستې ددې سره تړلي وي چي مرسته ترلاسه کوونکی به چيني مواد او چيني کارکونکي خپل هيواد ته پريږدي. چي تاوان يې و ځايي خلکو ته رسيږي ولي چي هغه بېکاره کيږي.
د افروداد مشر مېيا وايي چي افريکايي هيوادونه بايد دچين د دغو بې اصولو پرمختيايي مرستو په وړاندي سخت دريځ خپل کړي. مېيا وايي چي بايد افريکايي هيوادونو داسي قوانين جوړ کړي چي چين و سم چلن کولو ته اړ سي.
چين د بحث کولو لېوالتيا نه ښيي
د گانا د هيواد په غونډه کي د اروپايي ټولنې ډېر غړي په دې خبره پرېشانه دي چي داسي نه چي افريکا په بشپړه توګه خپله ټوله توجه چين ته واړوي. او هغه پداسي حال کي چي د اوږدمهالو پرمختيايي مرستو ترڅنګ بيا هم د اروپايي ټولنې هيوادونه پدې نه دي همږغه چي په افريکا کي کومي پروژې او څنګه پر مخ بوزي.