1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د افغانستان پر وضعیت غونډه جوړوي

۱۴۰۰ شهریور ۲۵, پنجشنبه

چین وايي په پام کې لري چې د مرکزي او سویلي آسیا هیوادونو د مشرانو یوې غونډې کوربتوب وکړي چې په هغې کې به د افغانستان پر وضعیت بحث کیږي. د شانګهای همکاریو سازمان غونډه د پنجشنبې په ورځ کیږي.

Shanghai Cooperation Organization - Hassan Rohani
د آرشیف انځورانځور: Irna

افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان  یو ناظر غړی دی، خو لا تر اوسه نه ده روښانه چې آیا د طالبانو له رهبرۍ څخه به څوک په کې برخه واخلي او که نه.

چین تر اوسه نه دي ويلي چې آیا دوی به د طالبانو له خوا اعلان شوې کابینه چې په کې نورو احزابو او ښځو ته برخه نه ده ورکړل شوي په رسمیت وپيژني او که نه، خو خپل سفارت يې هم تر اوسه په کابل کې پرانیستي پریښی دی.

چین په سیمه کې د امریکا د نفوذ د کمولو په موخه د شانګهای له همکارۍ څخه د مرکزي آسیا په سیاسي بحثونو او دغه راز پوځي تمریناتو د ګډون په څير مسايلو کې د خپل موقف د تقویې له پاره کار اخلي.

چين دغه راز له طالبانو څخه غوښتنه کړې ده چې د ایغور وسلوالو پر وړاندې يې چې کومې ژمنې کړي پر هغو ثابت قدمه پاتې شي. د چین په شمال لويديځ ایالت کې د چین ایغور مسلمانان د بیلتون په لټه کې دي. تر دې وړاندې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې ایغور وسلوال د افغانستان په بدخشان کې د طالبانو په لیکو کې لیدل شوي دي.

 د چین د بهرنیو چارو وزير یانګ يې په داسې حال کې چې افغانستان سره يې د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د بشري مرستو او ۳ میلیونه دوزه د چین ساخت د کرونا ضد واکسین د ورکړې اعلان ورکړل، ورسره جوخت یې ټینګار کړی وو چې طالبان دې چین سره خپل سرحد خلاص پریږدي.