د چين د دفاع وزارت د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۱۳مه) د چين د پوځي اهدافو په هکله د متحده آيالاتو يو رپوټ رد کړی او په مقابل کې يې ويلي چې متحده آيالات نړيوال نظام او بين المللي سولې ته تر ټولو ستر ګواښ پېښوي. په دغه بيان کې د متحده آيالاتو رپوټ د چين د پوځي پاليسۍ «پارونکی انحراف» او «بدنامي» بلل شوې ده. د چين د دفاع وزارت په دغه ياد بيان کې ډګروال، وو چيان، ليکلي دي: «د ډېرو کلونو شواهد ښيي چې هغه متحده آيالات دي چې سيمه يزو ناکراريو ته لمن وهونکي دي او د نړيوال نظام او بين المللي سولې ويجاړونکي دي.»
د چيان په خبره د عراق، سوريې او ليبيا په څېر په نورو هېوادونو کې هم د متحده آيالاتو عمليات په تېرو دوو لسيزو کې د څه باندې ۸۰۰ زره خلکو د وژلو او د ميليونو نورو د بې ځای کېدو پايله لري. نوموړي په دغه بيان کې دا هم ويلي چې «د دې پر ځای چې د خپل ځان په اړه غور وکړي، متحده آيالاتو داسې يو ګويا رپوټ خپور کړی چې د چين د عادي دفاعي او پوځي جوړښت په هکله يې پکې غلطې تبصرې کړې دي.»
د هغه په وينا «موږ پر متحده آیالاتو باندې غږ کوو چې د چين ملي دفاعي او پوځي جوړښت ته په عيني او ذهني توګه وګوري، او له غلطو تبصرو او اړونده رپوټونو دې لاس واخلي، او په دقيق عمل دې لاس پورې کړي څو د رغوونکو دوه اړخيزو پوځي اړيکو د پرمختيا فضا وساتي.»
د متحده آيالاتو په رپوټ کې څه ليکل شوي؟
د چين د پوځ په هکله د متحده آيالاتو دغه رپوټ د سپتمبر په لومړۍ نېټه خپور شو. هغه خبرداری ورکوي چې د چين «د پوځي عصريتوب بهير، که ورته توجه ونه شي، د متحده آيالاتو د ملي ګټو او پر مقرراتو ولاړ د نړيوال نظام له پاره به جدي پايلې ولري.»
دغه رپوټ چې ۱۵۰ پاڼې لري، تر ډېره د تايوان په وړاندې د چين ستراتيژي څېړي چې د متحده آيالاتو يو متحد هېواد دی چې چين يې د خپلې خاورې يوه برخه بولي چې د اړتيا په صورت کې به په زور الحاق يا له چين سره يو ځای کړل شي.
دغه رپوټ او په وړاندې يې د چين بيان په داسې وخت کيږي چې د بيجينګ او واشنګټن تر منځ اړيکې ډېرې سړې شوې دي. د سوداګرۍ، تکنالوژۍ، تايوان، بشري حقونو او د کرونا ويروس له وبا سره د چلن په هکله اختلافات د ناندريو کليدي ډګرونه ګرځېدلي دي.
آ./ن.ص./ا.ا.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(15.06.2020):
اوس د نړۍ کوم هیواد څومره اټومي وسلې لري؟
د سپيري د تازه رپوټ په حواله، اوس په نړۍ کې د اټومي وسلو شمیر کم شوی دی، خو د اټومې وسلو درلودونکي هیوادونه خپل اټومي بمونه لا عصري او وژونکي کوي. دا چې کوم هیواد څومره اټومي بمونه لري، په انځوريز رپوټ کې يې ولولئ!
انځور: Getty Images/AFP/J. Samadد سپيرې رپوټ وايي چې اوس مهال روسيه د نړۍ په سطحه تر ټولو ډيرې يعنې ۶۳۷۵ اټومې وسلې لري. روسيې اوس مهال ۱۵۷۰ اټومې وسلې نصب کړې هم دي. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره ۱۹۴۹م کال کي اټومې آزموينه کړې وه. په ۲۰۱۵م کې روسيې ۸۰۰۰ اټومې وسلې درولودلې. سپرې دا هم ويلی دی چې روسیه او امريکا نوې او قیمتي اټومې وسلې تولیدوي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Anotonov د سپيري په حواله، امريکا اوس مهال ۵۸۰۰ اټومې وسلې لري چې ۱۷۵۰ يې نصب کړل شوي هم دي. امريکا په لومړي ځل په ۱۹۴۵م کال کې خپله اټومي آزموينه وکړه چې يو څه موده وروسته يې د جاپان پر هيروشيما او ناګاساکي ښارونو اټومې بمونه استعمال کړل. د ترمپ اداره اوس د اټومي وسلو پر عصری کولو کار کوي. امريکا د ۲۰۱۹م کال راهیسې د اتومي وسلو د ذخیرو په اړه د معلوماتو خپرول درولي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Riedelاټکل کيږي چې چين اوس مهال ۳۲۰ اټومي بمونه لري او د سيپرې رپوټ په حواله چین هم اوسمهال د خپلو اټومي وسلو سيستم پر لا عصري کولو کار کوي. چين د آسيا تر ټولو بډای هيواد دی او د نړۍ په سطحه تر ټولو ستر پوځ لري. خو پوځي واقعي وړتيا په اړه يې او دا چې څومره نصب کړې اټومې وسلي لرې، معلومات نشته. چين خپله لومړنۍ اټومي آزموینه په کال ۱۹۶۴ کې کړې وه.
انځور: picture alliance/Xinhua/L. Binد اروپا په سطحه تر ټولو ډيره اټومې وسله فرانسه لري. شمیر يې ۲۹۰ ښودل شوی دی چې له ډلې څخه يې ۲۸۰ يې نصب کړل شوي دي. فرانسې په ۱۹۶۰م کال کې د اټومي وسلو جوړولو تکنالوژي ته لاسرسی پيدا کړ. سيپرې وايي چې فرانسه اوس هم تر يوه حده پورې د خپلو اټومي وسلو په اړه معلومات خپروي.
انځور: picture-alliance/dpa/J.-L. Brunetبريتانيا خپله لومړنۍ اټومي آزموینه په ۱۹۵۲م کال کې ترسره کړه. بريټانيا چې د امریکا متحده ايالاتو نژدې دوست هیواد دی، په ۲۱۵ شمیر کې اټومې وسلې لري چې ۱۲۰ يې نصب کړل شوي دي. دغه هیواد ويلي دی چې د خپلو اټومي وسلو زیرمه يې لږ کړې او ۱۸۰ ته يې راښکته کړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/Poa/British Ministry of Defence/T. Mcdonalد پاکستان د اټومي وسلو شمیر ۱۶۰ ته رسیږي. د سيپري په حواله، وروسته له هغې چې پاکستان په ۱۹۹۸م کال کې اټومي بم جوړ کړ، دغه هیواد او هند د مختلفو اټومي وسلو تولید ته زور ورکړ. د پاکستان او هندوستان په حواله د دوی د اټومي وسلي يوازې د دفاعی مقصدونو له پاره دي. دغه دوه هیوادونه چې ښه مناسبات نه لري، د چارو کارپوهان وايي که تر منځ يې جګړه ونښلی نو په اټومي جګړه هم بدلیدلای شي.
انځور: picture-alliance/APهندوستان د ۱۵۰ اټومي بمونه لري. هند خپله لومړنۍ اټومي آزموينه په ۱۹۷۴م کال کي او دوهمه يې ۱۹۹۸ کې وکړه. هند ژمنه کړې چې له چين او پاکستان سره د سرحدي ستونزو پر لرلو سربیره به د خپلې خوا په لومړي ځل اټومې حملې نه کوي. پاکستان او هند د خپلو توغندیزو آزموينو په اړه معلومات خپروي، خو د اټومي وسلو په اړه يې ډير لږ معلومات خپاره کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarupهندوستان تر ۱۱۰ پورې اټومي بمونه لري. هند خپله لومړنۍ اټومي آزموينه په کال ۱۹۷۴ او دوهمه يې ۱۹۹۸ کې ترسره کړې ده. دغه هیواد ژمن دی چې چين او پاکستان سره د سرحدي ستونزو د لرلو سربیره به د خپلې خوا په لومړي ځل اټومې حملې نه ترسره کوي.
انځور: Reutersاسرائيل چې د ۱۹۴۸ تر ۱۹۷۳ کال پورې يې درې ځله له عربي هیوادونو سره جګړې کړې دي، د اټومي وسلو شمير يې ۹۰ ته رسیږي. اسرائيل د خپل سیاست له مخې اوس هم د خپلو اټومي پروګرامونو په اړه هيڅ معلومات نه خپروي.
انځور: Reuters/M. Kahanaشمالی کوریا له ۳۰ نه نيولې تر ۴۰ پورې اټومي وسلې لرې. تیر کال د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ وليدل. تر دغې ليدنې وروسته شمالي کوريا د خپلو توغندويزو او اټومي آزموينو د درولو اعلان وکړ. که څه هم د شمالي کوريا اصلي ستونزه له سويلي کوریا سره ده، خو بیا هم لويديځ د دغه هيواد له اټومي پروګرام څخه انديښنه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/KCNA/Korea News Service د ملګرو ملتونو له خوا پر لګول شوو تحریمونو سربیره، شمالي کوريا په ۲۰۰۶م کال کې د اټومي وسلو یوه آزموینه ترسره کړې وه.
انځور: Reuters