1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: د تايوان د «آزادۍ د مخنيوي» له پاره به تر پايه وجنګيږو

۱۴۰۱ خرداد ۲۳, دوشنبه

د متحده ايالاتو د دفاع وزير څرګندونو ته چي ګواکي چين په سيمه کي ثبات ته ګواښ پېښوي د چين سخت غبرګون ښودلي. د چين د دفاع وزير دغه څرګندونې د چين د «بدنام» کولو هڅه بللې ده.

Singapur I Wei Fenghe I Asia Security Meeting
د چين د دفاع وزير وايي فينګيانځور: Danial Hakim/AP/picture alliance

د چين د دفاع وزير وايي فينګي، وايي چي د تايوان د آزادۍ د ترلاسه کولو وروستی کوښښ هم ناکامه سوی دی. د هغه په وينا چين به هر هغه څه وکړي چي د تايوان د آزادۍ د مخنيوي له پاره اړين دي. نوموړي دا څرګندونې په داسي حال کي کړي دي چي د چين او د امريکا متحده ايالاتو تر منځ اړيکي مخ په ځوړ روانې دي.

د چين د دفاع وزير وايي فينګي د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جون ۱۲نېټه) په سينګاپور کي د شنګرېلا خبرو اترو و ناستي ته د وينا پر وخت خبرداری ورکړ او ويې ويل: «که يو څوک له چين څخه د تايوان د بېلولو جرأت وکړي، نو له هغوی سره په جګړه کي به موږ ناډاډمنتيا احساس نه کړو. موږ به په هر قيمت داسي يو جنګ وکړو او تر پايه پوري به يې ورسوو. دا د چين له پاره يوازنۍ لاره ده.»

وايي فينګي په داسي حال کي يادي څرګندونې وکړې چي امريکايي سيال لائيډ آسټن يې پر همدغه دريځ يوه ورځ مخکي پر چين تور لګولی و چي ګواکي د پوځي اقداماتو له لاري په تايوان کي د ثبات خرابولو ته لمنه وهي.

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير لائيد آسټنانځور: Danial Hakim/AP/dpa/picture alliance

پر چين د متحده ايالاتو تور

لائيډ آسټن د شنبې په ورځ د شنګرېلا خبرو اترو پر دريځ د وينا په وخت ويلي ول چي په نژدې ورځو کي يې د تايوان پر ضد د چين هغه مصروفيات ليدلي دي چي په تايوان کي د ټيکاو د خرابولو له پاره دي. د آسټن په وينا «په تيرو مياشتو کي نه يوازي په ډېر زيات شمير، بلکي هره ورځ پر تايوان د چين د پوځ د الوتکو پروازونه ليدل سوي دي.»

لائيډ آسټن زياته کړې وه: «موږ به د دغه تشنج د په مسؤلانه توګه سنبالولو او د لانجو د مخنيوي او د امن او خوشالۍ له پاره خپل رول ادا کړو.»

د چين د دفاع وزير وايي فينګي ويلي دي چي چين له امريکا څخه له بېرېدونکو څخه نه دی. هغه وويل: «هيڅوک بايد داسي فکر و نه کړي چي ګواکي د سيمي د سالميت د ساتلو له پاره د چين د مسلح پوځونو اراده او وړتياوي تر بل چا کمي دي.»

د چين د دفاع وزير زياته کړه: «موږ له امريکايي اړخ څخه هيله کوو چي د چين د بدنامولو او پر هغه د کنټرول کولو کوښښونه دي پرېږدي. امريکا بايد د چين په داخلي چارو کي لاسوهنه بنده کړي. دوې اړخيزي اړيکي تر هغه وخته نسي بهتره کيدلای تر څو چي امريکا له يادو کارونه لاس وا نه خلي.»

وايي فينګي وويل: «له واشنګټن سره زموږ اړيکي يو نازک حالت ته رسېدلي دي. د ټکر په صورت کي نه له دواړو اړخونو څخه يو ته او نه هم نړۍ ته کومه ګته رسيږي.» هغه خبرداری ورکړ: «هغه څوک چي د چين د تقسيم په مقصد د تايوان د آزادۍ له پاره ملګري کوي، د هغوی انجام به يقينا ښه نه وي.»

په نژدې مياشتو کي په ريکارډ شمير باندي د تايوان په فضا کي د چين د پوځ الوتکي ليدل سوي ديانځور: Liu Rui/Xinhua/AP/dpa/picture alliance

د تايوان پر موضوع د چين او امريکا تر منځ تشنج

د چين او امریکا تر منځ په زياته له دې کبله تشنج زيات سوی دی، چي چين د تايوان په فضا کي د خپلو پوځي الوتکو تحرکات په زياته اندازه ډېر کړي دي.

چين او تايوان په ۱۹۴۹م کال کي تر کورنۍ جګړې وروسته سره بېل سوي. خو چين دغه سيمه لا تر اوسه هم خپل يو ولايت بولي او له چين سره د الحاق هڅي يې کوي.

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير لائيد آسټن ويلي دي چي واشنګټن د «يو چين پاليسۍ» پابند دی چي له مخي يې امريکا صرف بيجنګ په رسمي توګه پېژني. خو په وينا يې د تای پې سره هم غير رسمي اړيکي ساتي.

د چين د دفاعي چارو وزير وويل چي امريکا پر خپله پاليسي عمل نه کوي او «د چين پر وړاندي په تکراري توګه د تايوان قطعه لوبوي.» وايي فينګ وويل چي د چين لويه هيله له تايوان سره سوله ايز الحاق دی.

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير لائيډ آسټن وويل چي «امريکا به د تايوان او خپلو نورو متحدينو سره ولاړه وي. زموږ په پاليسي کي بدلون نه دی راغلی ليکن له بده مرغه چين دغه حقيقت نه مني.»

آ./ا.ا./ن.ز.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب