چين د تايوان شاوخوا پراخ پوځي تمرينونه پيل کړي
۱۴۰۴ دی ۸, دوشنبه
د چين د چارواکو په خبره د دوشنبې په ورځ يې تايوان ته نږدې ستر پوځي مانورونه پيل کړي دي. د چين د پوځ ختيځي قوماندې اعلان کړی دی چي په دې تمرينونو کي به واقعي جنګي مهمات هم وکارول سي. د دغې اعلاميې پر اساس «د تايوان په شمال او سويل لوېديځ کي به سمندري اهداف» تمرين سي.
د چين پوځ په دې تمريناتو کي لوی او کوچنۍ جنګي کښتۍ، جنګي جيټ الوتکي، بمونه او ډرون کاروي.
تايوان راپور ورکړی دی چي د دغه ټاپو په شمالي او ختيځو ساحلونو کي د چين د ساحلي ساتونکو څلور کښتۍ ليدل سوي دي.د تايوان ساحل ساتونکو ويلي دي چي «سمدلاسه يې لويي کښتۍ» او ملاتړ واحدونه یادي سيمي ته لېږلي دي.
بيجينګ تر دغو تمريناتو څو ساعته مخکي د هغوی د پيل اعلان وکړ. د چين د ختيځي قوماندي وياند شي يی، وويل چي په دې «سترو» مانورونو کي ځمکني، سمندري، هوايي او توغنديز ځواکونه شامل دي. د هغه په خبره، پتېيل سوې ده چي «له مختلفو خواوو څخه کښتۍ د تايوان شاوخوا ته نږدې سي.»
د چين د دولتي تلويزيون د راپور له مخي، د دغو تمريناتو يو له اصلي اهدافو څخه د تايوان د لويو بندرونو بندول دي چي پکښې په شمال کي د کيلونګ او په جنوب کي د کائوسيونګ بندرونو ته اشاره سوې ده.
شي يې، زياته کړه چي دا تمرينونه «بېلتون غوښتونکو ځواکونو« ته »څرګند خبرداری« دی او موخه يې »د چين د حاکميت او ملي يووالي ساتنه» ده.
د چين پوځ دغه راز يوه نقشه خپره کړې ده چي پکښې پنځه لويي سيمي ځانګړي سوي دي، چيري چي به د جنګي مهماتو تمرينونه کيږي. ويل سوي دي چي دغه مانورونه به د سه شنبې په ورځ وي.
د تايوان غبرګون
تايوان دا اقدام له «نړیوالو نورمونو سرغړونه» بللې او ويې ويل چي چين د ګاونډيو هيوادونو د تهديد له پاره «پوځي ګواښ» کاروي. د تايوان پوځ اعلان کړی دی چي دغو مانورونو ته په غبرګون ښوولو کي يې د ځانګړو عملياتو يو مرکز جوړ کړی دی.
د تايوان حکومت په ډسمبر مياشت کي اعلان وکړ چي امريکا متحده ايالاتو تايوان ته د ۱۱ ميليارده ډالرو په ارزښت د وسلو پلور تصويب کړی دی. چين بيا دې پريکړي ته په جواب وويل چي د خپلي خاوري د دفاع له پاره به «قاطع او قوي اقدامات» وکړي.
چين وروستی ځل په اپريل مياشت کي د تايوان شاوخوا ته په جنګي مهماتو سره تمرينونه وکړل. په وروستيو کلونو کي د چين ولسي جمهوريت په وارو وار د تايوان شاوخوا ستر پوځي مانورونه کړي دي.
چين، تايوان چي په ديموکراتيک ډول اداره کيږي يو جلا سوی ولايت ګڼي او ټينګار کوي چي دغه ټاپو بايد بيرته له اصلي ټاټوبي سره يوځای سي؛ «حتی که اړتيا وي د پوځي ځواک له لاري هم.»