1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د خپلو مرستو لومړنۍ بسته طالبانو ته وسپارله

۱۴۰۳ تیر ۲۷, چهارشنبه

د طالبانو د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزارت په حواله، چين د بشري مرستو لومړنۍ بسته دغه وزارت ته سپارلې ده. د ۴۰ ميليونه چينايي «ين» په ارزښت دغه بسته د بې ځايه سوو او بيرته ستنيدونکو له پاره ځانگړې سوې ده.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو وزارت سرپرست، خلیل الرحمن حقاني ددغې ډلې له نورو غړو سرهانځور: Wakil Kohsar/AFP

د چين سفير د سه شنبه په ورځ په کابل کي د مراسمو په ترڅ کي د خپل هيواد له خوا د بشري مرستو لومړنۍ بسته په مستقيم ډول د طالبانو  د ادارې د مهاجرو او راستنيدونکو چارو وزارت ته وسپارله.

د یاد وزارت سرپرست خليل الرحمن حقاني، په دغو مراسمو کي همدارنگه د نورو سازمانونو او گاونډيو هيوادونو له خوا، افغانستان  ته د بيرته ستنيدونکو سره د مرستو غوښتنه وکړه.

د دغو مراسمو په اړه خپاره سوو تصويرونو کي ليدل کيږي چي په افغانستان کي د چين سفير جاوشينگ، په دغه هيواد کي له داخلي کډوالو او راستنېدونکو سره د خپل هيواد له ژمنې څخه خبري کوي. د چين سفير همدارنگه ويلي دي چي هيواد يې پر بشري مرستو سربيره په افغانستان کي په سترو اقتصادي پروژو کي هم پانگونه کړې ده.

چين: افغانستان کې ديپلوماتانو ته اړتيا لرو

06:15

This browser does not support the video element.

د طالبانو  ادارې د مهاجرو او راستنيدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کي راغلي دي چي په دغو مرستو کي د نورو ترڅنگ، د امبولانسونو، اوبو  ټانکرونو او باروړونکو په گډون ۸۰ کوچنۍ او غټي نقليه وسيلې، څه د پاسه ۶ زره کوچنۍ او غټې خيمې او ۵۱۰۰ کمپل شامل دي.

په عين حال کي د طالبانو د کورنيو چارو وزارت هم اعلان کړی دی چي د نوموړي وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې معينيت يو هيئت هم چين ته تللی دی.

له هغه وخت راهیسي چي طالبان بیا په افغانستان کي واک ته رسېدلي دي، چين د هغو هيوادونو  له ډلې څخه دی چي له طالبانو سره نيژدې اړيکي لري.

دغه هيواد که څه هم لا تر اوسه طالبان په رسميت نه دي پيژندلي، خو په چين  کي يې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی. سربيره پردې  په سلونو ستر چينايي شرکتونه د کانونو په برخه کي د پانگوني له پاره افغانستان ته تللي دي.

د طالبانو سفير په چین کې ښځینه زده کوونکې تشويق کړي

01:28

This browser does not support the video element.

GP/NZ/Ebrahimkhil, Shakila

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل