چین تر هغه وروسته سخته لهجه وکاروله چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، وویل چې د شمالي کوریا ستونزه به حل شي. دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان اټکل کوي چې شمالي کوریا به په نزدې وختونو کې اټومي یا هم د توغندیو آزموینه وکړي.
ولسمشر ترمپ هم د کوریا ټاپوزمي ته د خپلو جنګي بیړیو یوه ډله استولې ده چې د شمالي کوریا «پاروونکو اقداماتو» ته ځواب ووايي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، وویل: «په وروستیو وختونو کې ترینګلتیاوې ډیري شوي دي. دا وضعیت سړي ته داسې احساس ورکوي چې هر شیبه جګړه پیلیدای شي.»
هغه زیاته کړه: «که جګړه پیل شي، نو پایله به یې يو داسي وضعیت وي چې ټول به پکښې بایلونکي وي. دغه شان وضعیت ګټونکی نه لري.»
هغه د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې هر اړخ چې جګړه پاروي، باید د هغې تاریخي مسئولیت هم ومني او رامنځ ته کېدونکی تاوان یې ورکړي.
تر دې مخکې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د بې وسلې کیدو او سولي انستیتوت هم ویلي ول، چې هره شیبه یوه اټومي جګړه پیلیدای شي. د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس د دې انستیتوت په حواله ویلي دي چې امریکا متحد ایالاتو په کوریا ټاپووزمي کې اتومي منابع ځای پر ځای کړي دي او وضعیت یې د جګړې درشل ته رسولی دی.
ترمپ په وروستیو ورځو کې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې خپل پوځي ځواک ښوولی. لومړی د سوریې رژيم پر يوه هوایي ډګر باندي د توغندیو برید او بیا په افغانستان کې د تر ټولو لوی غیر اټومي بم برید يې بېلگې دي.
د سپیني ماڼۍ د بهرني سیاست یوه مشاور ویلي دي چې امریکا متحد ایالات د شمالي کوریا د اټومي پروګرام پر ضد پوخي ځواب آرزوي. هغه زیاته کړې ده چې که شمالي کوریا یوه بله آزموینه وکړي، نو بیا به پوښتنه دا نه وي چې پر شمالي کوریا به برید وشي او که نه، بلکي پوښتنه به دا وي چې دغه کار به کله وشي.
شمالي کوریا هم په ځواب کې ویلي دي چې دفاعي ځواب ته چمتو دی.
داسې رپوټونه شته چې د شمالي کوریا د اټومي آزموینو په سیمه کې فعالیتونه معلوم شوي دي. څارونکي ویره لري چې دغه هیواد به د خپل بنسټ ایښودونکي کیم ایل سونګ، د ۱۰۵کلیزي د لمانځلو پرمهال به یوه آزموینه وکړي.
زموږ له ارشيف څخه:
انځورونه: د چين پوځ څومره غښتلی دی؟
چين د نړۍ تر ټولو لوی پوځ لري. د ګلوبل فاير پاور په نووم سازمان د چين د پوځ په تړاو مهم معلومات او شمېرې خپرې کړي دي. دغه معلومات په دغه انځوريز راپور کي کتلای سئ:
انځور: picture-alliance/dpa د دغه انځوريز راپور معلومات د ګلوبل فاير پاور وېبپاڼي څخه د ۲۰۱۶ کال د دسامبر په ۲۶مه نېټه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: AFP/Getty Images/L. Downing انځور: picture-alliance/Photoshot/Xinhua/Liu Rui انځور: picture-alliance/dpa انځور: picture-alliance/dpa انځور: Getty Images/AFP/G. Niu د دغه انځوريز راپور معلومات د ګلوبل فاير پاور وېبپاڼي څخه د ۲۰۱۶ کال د دسامبر په ۲۶مه نېټه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: Reuters/E. Su
کوم هيوادونه تر ټولو زيات سرتيري لري؟
د نړۍ د ټولو هيوادونو د سرتيرو شمېر تر ۲۷ مليونو زيات دی. په دغه شمېر کي د بعضو هيوادونو نيمه پوځي سرتيري او نور امنيتي وسله وال ځواکونو هم شامل دي. خو له دغو هيوادونو تر ټولو زیات سرتيري کوم هيواد لري؟ دلته يې وګورئ: انځور: Reuters/D. Sagolj ۲۱ مقام - افغانستان - تقريبا ۳۱۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۵ فيصده د دغه انځوريز مطلب له پاره معلومات د «نړيوال بانک» له وېبپاڼي (data.worldbank.org) څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۳يمه نېټه اخيستل سوي دي. د نفوس د شمېر سره تړلي معلومات د نړيوال بانک له ۲۰۱۵ کال د اړوند راپور او د سرتيرو د شمير معلومات يې له ۲۰۱۴ کال د اړوند راپور څخه اخيستل سوي. (ليکونکی: احمدولي اڅکزی)
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali ۲۰ مقام - فرانسه - تقريبا ۳۱۵ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۴۷ فيصده انځور: AP ۱۹ مقام - الجزائر - تقريبا ۳۲۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۸۰ فيصده انځور: picture-alliance/dpa ۱۸ مقام - مکسيکو - تقريبا ۳۳۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۶ فيصده انځور: AP ۱۷ مقام - ايتاليا - تقريبا ۳۵۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۵۹ فيصده انځور: Getty Images/AFP/V. Pinto ۱۶ مقام - تايلند - تقريبا ۴۵۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۶۷ فيصده انځور: Reuters ۱۵ مقام - کولمبيا - تقريبا ۴۶۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۴ فيصده انځور: Fuerzas Armadas de Colombia ۱۴ مقام - ميانمار - تقريبا ۵۱۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۵ فيصده انځور: Soe Than Win/AFP/Getty Images ۱۳ مقام - ويتنام - تقريبا ۵۲۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۵۷ فيصده انځور: picture-alliance/AP Photo/Na Son Nguyen ۱۲ مقام - ايران - تقريبا ۵۶۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۷۱ فيصده انځور: MEHR ۱۱ مقام - ترکيه - تقريبا ۶۱۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۷۸ فيصده انځور: Getty Images/AFP/O. Kose ۱۰ مقام - جنوبي کوريا - تقريبا ۶۳۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۱،۲۵ فيصده انځور: Reuters/Hwang Gwang-mo/Yonhap ۹ مقام - اندونيزيا - تقريبا ۶۷۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۶ فيصده انځور: Getty Images/AFP/A. Zamroni ۸ مقام - برازيل - تقريبا ۷۳۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۳۵ فيصده انځور: Reuters/R. Moraes ۷ مقام - مصر - تقريبا ۷۴۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۱ فيصده انځور: Getty Images/AFP/M. El-Shahed ۶ مقام - پاکستان - تقريبا ۹۲۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۴۹ فيصده انځور: picture alliance / ZUMA Press ۵ مقام - روسيه - تقريبا ۱،۲۸ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۸۹ فيصده انځور: Reuters/S. Karpukhin ۴ مقام - شمالي کوريا - تقريبا ۱،۳۷ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۵،۴۸ فيصده انځور: picture alliance/dpa ۳ مقام - د امريکا متحده ايالات - تقريبا ۱،۳۸ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۴۳ فيصده انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Evans ۲ مقام - هند - تقريبا ۲،۷۵ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۱ فيصده انځور: UNI/PS ۱ مقام - چين - تقريبا ۲،۹۹ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۲ فيصده د دغه انځوريز مطلب له پاره معلومات د «نړيوال بانک» له وېبپاڼي (data.worldbank.org) څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۳يمه نېټه اخيستل سوي دي. د نفوس د شمېر سره تړلي معلومات د نړيوال بانک له ۲۰۱۵ کال د اړوند راپور او د سرتيرو د شمير معلومات يې له ۲۰۱۴ کال د اړوند راپور څخه اخيستل سوي. (ليکونکی: احمدولي اڅکزی)
انځور: Reuters/D. Sagolj