دچين د دولتي رسنۍ په حواله د دغه هېواد په شمالي شانسي ایالت کې د پنجشنبې په ورځ د ډبرو سکرو د يوه شرکت په ودانۍ کې د اورلګيدنې له کبله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي دي.
شانسي ايالت په چين کې د ډبرو سکرو د توليد لوی مرکز دی.
د رپوټونو په حواله د سيمه په وخت د پنجشنبې سهار تقريباً ۷ بجې د يونګجو ډبرو سکرو شرکت په ګډه ودانۍ کې اورلګيدلی وو. اور په کان کې دننه نه بلکې د شرکت په هغه برخه کې لګيدلی چې دفترونه او د کارګرو د استوګنې خونې پکې دي. د اورلګېدنې د علت روښانه کولو په موخه پلټنې پېل شوي دي.
د سي سی ټي وي دولتي رسنۍ د رپوټونو په حواله ماسپښين موده اور خاموشه کړل شوی او د ژغورنې عمليات روان ول.
د دغه رسنۍ په حواله سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې د ژغورنې او د بيړنیو خدماتو د عملې له خوا تر اوسه ۶۳ کسان تخليه شوي دي چې ۵۱ یې روغتون ته انتقال شوي دي.
د «واېبو» په انترنتي شبکه کې په خپرو شويو ویډيوګانو کې ليدل کيږي چې له ودانۍ د اور لمبې او دود پورته کيږي.
چين چې په نړۍ کې ستر توليدونکی دی، د کان کیندنې په برخه کې یې تل دا ډول حادثې رامنځته کيږي. د رسمي شمیرو پر اساس تېر کال د کان کيندنو پر مهال ۵۱۸ حادثې رامنځته شوې وې.
په دې وروستیو کې د ډبرو سکرو پر توليدونکو شرکتونو فشارونه ډېر شوي ځکه چې د چین حکومت غواړي د کانونو په برخه کې د خونديتوب معيارونه لوړ کړي.
ب. ص ن. ز (AP, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه:
په بلوچستان کې د سکرو کانونه
د بلوچستان سکاره د نړۍ د ښو سکرو له ډلي څخه شمېرل کیږي. د دغو سکرو یو ټن په آزاد بازار کې له لسو زرو تر یوولسو زرو کلدارو پلورل کیږي. دلته به ئې څو انځورونه درته وړاندي شي.
انځور: DW/A. Ghani Kakarد بلوچستان په دکي کې پروت چمالانگ په آسیا کې د سکرو ستره زیرمه ده، چې۶۰ کیلومتره اوږدوالی او ۲۰ کیلومتره پلن والې لري. د رسمي ارقامو له مخې په دغه سیمه کې ۵۰۰ میلیونه ټنه سکاره شته، چې ارزښت یې ډیر زیات دی.
انځور: DW/A. Ghani Kakar۱۸ کلن سید محمد، د مچهـ په مارواړ سیمه کې له دوو کلونو راهیسې په سکرو لارۍ موټران باروي. هغه ته هره ورځ له ۳۰۰ څخه تر۵۰۰ کلدارو پوري مزدوري ورکول کیږي، چې کم مزد انگیرل کیږي.
انځور: DW/A. Ghani Kakarد بلوچستان د مارواړ، سورینج، ډیگاري، سنجدي او چمالانگ د سکرو په کانونو کې د سوات، کوهستان او خیبر پښتونحوا د نورو سیمو په زرونو کسان کار کوي. په دغو کانونو کې د بیلابیلو پیښو له کبله په لسونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: DW/A. Ghani Kakarد بنسټیزو آسانتیاو د کمښت له کبله په بلوچستان کې کان کیندونکي له سختو ستونزو سره لاس او گریوان دي. د دغه وضعیت د ښه کولو له پاره په حکومتي کچه کوم اغیزمن گامونه نه دي اخیستل شوي. د کان کیندنې له شخصي شرکتونو سره مناسب اوزار له نشت سره برابر دي. له دې کبله د پيښو پر مهاله زیاتره وخت کان کیدونکي په کان کي دننه بند پاتيږي.
انځور: DW/A. Ghani Kakar۵۵ کلن شیرن زاده د سوات د غرنۍ سیمې شانگله، اوسیدونکی دی. هغه له تیرو ۲۵ کلونو راهیسې په بلوچستان ایالت کې د کان کیندنې کار کوي. هغه وایي چې د سکرو په کانونو کې د مناسبو حفاظتي اقدامات د نه شتون له کبله، د کارگرانو ژوند په خطر کې دی.
انځور: DW/A. Ghani Kakarکارگر په مجموعي ډول د یوې لارۍ د بارولو له پاره له درو څخه تر څلورو زرو کلدارو مزد اخلي. بیا وروسته دغه پیسې په خپل منځ کې ویشي. تر هغې وروسته دغه سکاره د پنجاب، سندهـ او د پاکستان نورو برخو ته انتقالیږي. په یوه لارۍ موټر کې له ۲۸ څخه تر ۳۴ ټنه سکاره ځایږي.
انځور: DW/A. Ghani Kakar