1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د کرونا د علايمو په اړه معلومات ورکوونکي ته جايزه ورکوي

۱۳۹۸ اسفند ۸, پنجشنبه

د چين د هوئبي ولايت د چيانجيانگ ښار چارواکو هغو کسانو ته د ۱۳۰۰ يورو معادل جايزه ټاکلې چي په خپل بدن کي د کرونا د علايمو د درلودلو له امله ادارو ته خبر ورکړي او د هغوی د آزموينو تست هم مثبت وخيږي.

China Coronavirus: Zahl der Infizierten steigt sprunghaft
انځور: picture-alliance/Photoshot/Xiao Yijiu

د چين د هوئبي ولايت د چيانجيانگ ښار چارواکو ددې له پاره انعام ټاکلی دی چي خلک د کرونا د ناروغۍ په مهارولو کي له چارواکو سره همکاري وکړي.

د دغه ښار اوسيدونکو ته ويل سوي دي چي هر هغه کس چي د کرونا ويروس د علايمو په هکله چارواکو ته خبر ورکړي او د آزموينو په نتيجه کي هم معلومه سي چي په دغه ويروس اخته سوی، نو ۱۰ زره چينايي يوان به چي ۱۳۰۰ يورو کيږي، انعام ورکړل سي.

په دغه ښار کي تر اوسه د کرونا ويروس د اخته کيدو ۱۹۷ پيښې تائيد سوي دي.

په دې ترڅ کي په چين کي په دغه مرض د اخته او د هغه په نتيجه کي د وژل سوو کسانو شمير مخ پر زياتيدو دی. په دغه هيواد کي د اخته سوو کسانو شمير شاوخوا ۷۸ زره ۵۰۰ ته رسيدلی دی. د رسمي شميرو له مخي، په چين کي د وژل سوو کسانو شمير ۲۷۴۴ تنو ته زيات سوی دی.

له تيري اونۍ راهيسي د هغو کسانو شمير چي په ۲۴ ساعتو کي په دغه ويروس اخته کيږي او يا هم له منځه ځي، راکم سوی دی. خو کارپوهان په دې نظر دي چي هغه شميري ډيري دي چي په اړه يي رپوټ نه ورکول کيږي.

له بلي خوا د رويترز خبري آژانس د خبر له مخي په ايران کي د کرونا د ناروغانو شمير ۲۲ تنو ته رسيدلی دی. په نوموړي ويروس باندي د اخته کسانو شمير ۱۴۱ ته زيات سوی دی. د رپوټونو په حواله روسيه غواړي د فبرورۍ له ۲۸ نېټې څخه د ايراني اتباعو له پاره د ويزې له ورکولو ډډه وکړي.

د افغانستان د سيمه ايزو رسنيو په حواله تر اوسه د کرونا نهه شکمني پيښې موجودي دي چي فقط يوه يي ثبت سوې ده. د کرونا ويروس پاکستان ته هم رسيدلی دی. ددغه هيواد د روغتيا وزارت په دغه ويروس باندي د اخته کيدو دوې پيښې تائيد کړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب