1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين مريخ ته خپل لومړی ماموريت پيل کړ

۱۳۹۹ مرداد ۲, پنجشنبه

پر سرې سيارې کښيناستل ډير خطرناکه بلل کيږي. د چين ولسي جمهوريت غواړي هلته يو فضايي روبوت واستوي. دا تر امريکا متحده ايالاتو وروسته دوهم هيواد دی.

China Raketen-Start Tianwen-1-Mission zum Mars
انځور: Reuters/C.G. Rawlins

چين مريخ ته خپل لومړی ماموريت پيل کړ. د «اوږد مارش ۵» په نوم يو راکټ انتقالونکی د چين د جنوبي ټاپو هاينان د فضايي سفرونو له سټيشن څخه پورته سو. د فضايي ادارې آمر، شانګ خين د چين په دولتي ټلويزيون «سي سي ټي وي» کي وويل چي د هغه پيل په برياليتوب سره وو او انجينيرانو او نورو کارکوونکي يې ښه هرکلی وکړ.

مريخ ته به دغه سفر چي شاوخوا ۵۶ ميليونه کيلومتره ليري دی، د همدې دوبي څخه څه ناڅه اوه مياشتي دوام وکړي: د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ کي به بيا د شمسي نظام ددغي سيارې مدار ته ورسيږي.

د لومړي ماموريت کښته کيدل

د نورو هيوادونو د فضايي ماموريت برعکس چين غواړي چي د مريخ د خپل لومړني ماموريت په ترڅ کي په مستقل ډول هلته ورسيږي.

دغه پنځه ټنه درنه فضايي بيړۍ د يوې سپوږمکۍ، د کښيناستلو يوې آلې او د ګولف موټرو په اندازه يوه ماشين څخه جوړه سوې ده.

په فضا کي آسماني ماڼۍ

د چين اولسي جمهوريت غواړي د فضايي ماموريت په برخه کي هم يو لوی قدرت وګرځي. د نورو ترڅنګ غواړي په ۲۰۲۲م کال کي د تيانګونګ يا آسماني ماڼۍ په نامه يو مستقل سټيشن فعاله کړي. چين په لسو کلونو کي دا هيله لري چي د اول وار له پاره به يوه فضايي بيړۍ سپوږمۍ ته واستوي او هلته يو دايمي سټيشن ته فعاله کړي.

د مريخ دغه ماموريت ته په تلوسې سره انتظار کيده، دا ځکه چي ددغه پنځه ډوله راکټ جوړول څو واره له ناکامۍ سره مخامخ سو. د سږکال په دوبي کي دا مريخ ته له درو پلان سوو ماموريتونو څخه يو دي. د دوشنبه په ورځ عربي متحده اماراتو د يوه جاپاني راکټ په مرسته مريخ ته لومړني فضايي عربي بيړۍ واستوله. په يوه اونۍ کي امريکا متحده ايالات غواړي يوه فضايي بيړۍ واستوي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب