«چين په افغانستان کي د امریکا تشه نه ډکوي»
۱۳۹۳ تیر ۳۰, دوشنبهچين چي له افغانستان سره په شمال ختيځ کي يوه ډيري نرۍ غرنۍ پوله لري، په دې هڅه کې دی چي له افغانستان څخه د روان ميلادي کال په پای کې د امريکا متحده ايالاتو په مشري د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته يو ډير مهم نقش ولوبوي.
ځيني لوېديځو چارواکو ويلي دي چي داسي ښکاري چي چين په افغانستان کي د يو مهم ستراتيژيکې لوبغاړي په توگه سر را پورته کوي، خو «سون يوکسي» چي د جمعې په ورځ افغانستان ته د چين د ځانگړي استازي په توگه وټاکل شو وويل چي په افغانستان کي د چين نقش يوازي «تجارتي» بڼه لري.
سون مخکي له دې چي د افغانستان پر لور حرکت وکړي د سه شنبې په ورځ په پيکنگ کې خبريالانو ته وويل: «دا مفکوره چي گويا موږ د نړيوالو سترتيرو تر وتلو وروسته به رامنځ ته شوې تشه ډکوو، درسته نه ده.»
ځيني لوېديځو چارواکو د چين دا دريځ تر نيوکو لاندي نيولی چي په افغانستان کي د متحده ايالاتو په مشرتوب پوځي عمليات چي هدف يې د چين د دراوزي په خوله کي د القاعدې شبکي له مينځه وړل وو، د زړه له کومي ملاتړ کړی نه دی، خو اوس چې په افغانستان کې د نړيوالو پر مخ د طبيعي منابعو استخراج له پاره دراوزه پرانيستل شوې ده، چين د ټولو په سر کي ځای لري.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژيم تر نسکوريدو وروسته چين له افغانستان سره د بيارغاوني په پورسه کي يوازي۲۵۰ ميليون ډالره مرسته کړې ده او په امنيتي سکتور کې هم د هغه مرسته يوازي د نشه يي موادو پرضد مبارزې پوري محدوده پاته وه.
خو د افغانستان د طبيعي زيرمو د استخراج په سترو پروژو، لکه د مسو په برخه کې د دغه هيواد پانگه تر درې ميليارد ډالرو پوري رسيږي. سمدلاسه دغه پروژه هم په سيمه کي د ياغيانو د فعاليتونو له امله له ستونزو سره مخامخه ده.
د افغانستان له پاره د چين نوي ځانگړي استازي، «سون» وويل چي د هغه هيواد په افغانستان د نورو پراخو اقتصادي فعاليتونو له پاره هيله من دی. هغه وويل: «په اوږده موده کې حتي زموږ د همکارۍ او اقتصادي بيا رغانوي يوه زياته برخه به د تجارت له لاري پيل شي. دغه برخه به رښتيا هم چې ډيره ستره وي.»
سون يادونه وکړه چي «په افغانستان کي د ثبات ټينگښت يوازي د پوځي قوتونو د زياتولو له لاري ممکن نه دی، بلکي دغه هدف له افغانستان سره د بيا رغاوني په برخه کي د مرستي له لاري لاس ته راتلای شي.» د چين ځانگړي استازي وويل: «موږ هيله من يو چي ژر تر ژره په وسلو کې کموالی او په شتمنيو کې زياتوالی رامنځ ته شي.»