چين په ماضي کې لای چنګ، يو «خطرناک بيلتون غوښتونکی» بللی وو چې سيمې ته به «جګړه او زوال» راوړي.
چين د دې تمرينونو په اړه څه ويلي؟
د چين پوځ ختيځې قومندانۍ ويلي دي چې د پوځ سمندري او هوايي ځواکونو او د توغنديو قطعاتو د تايوان په تنګي او کنمين، ماتسو، ووکيو او دونګين ټاپوګانو په شا او خوا کې پوځي تمرينونه پېل کړي دي.
د چين د ختیځې قوماندې وياند لي ژي، د سي سي ټي وي، رسنۍ ته وويل چې په تمريني بريدونو کې په لسګونو جنګی جټ الوتکو چې توغندي هم ليږدوي، برخه اخیستې ده او مهم پوځي هدفونه یې په نخښه کړي دي چې کښتۍ او جنګي الوتکې پکې شاملې دي.
د چين د دولتي رسنۍ شينوها په حواله دا پوځي مانورې چې تر جمعې ورځې به دوام ولري، پر سمندري او هوايي ګډ پوځي چمتووالي، دققو بريدونو او د جګړې د حقیقي وړتياو د آزمويلو په موخه پر مربوطو فعاليتونو باندې تمرکز کوي.
د چین د پوځ وياند لي ژي، په حواله دا تمرينونه د «بيلتون غوښتونکو فعاليتونو سخته جزا» ده. دا پوځي تمرينونه د تایوان د ولسمشر لای چينګ تی، د لوړې د مراسمو درې ورځې وروسته شوي دي. د چين د پوځ وياند دا تمرينونه «د بهرنۍ مداخلې او پارونې پر ضد سخت خبرداری وبلل.»
تايوان څرنګه غبرګون ښوولی؟
تايوان ویلي دي چې د چين د دې عمل په غبرګون کې یې خپل سمندري، هوايي او ځمکني ځواکونه متحرک کړي.
د تایوان حکومت دا مانورې غندلي او د خپل حاکميت د دفاع له پاره یې پر خپله ژمنتيا ټینګار کړی دی.
د تایوان د ځانگړو ځواکونو سخت تمرینونه
د تایوان د سمندري ځواکونو په ځانگړو قطعاتو کې شاملیدل دومره سخت دي لکه د امریکا متحده ایالاتو په سمندري ځواکون کې چې څوک شامل شي او دا د هر چا له وسه پوره هم نه ده. دلته یې د ځینو تمرینونو صحنې لیدلی شئ.
وروسته له هغې چې د تمرین گډونوال ټوله ورځ په سمندر کې تیره کړی، یخې اوبه پرې پاشل کیږي. د دې هدف دا دی چې عسکر باید داسې وروزل شي چې اوسپنیزه اراده ولري. که یې ماموریت هر څومره سخت وي د خپلو هم سنگرو او پوځ پر وړاندې وفاداري یې هیڅ شی متزلزله نه کړی شي.
انځور: ANN WANG/REUTERS
لنډه دمه او اوږده سخت تمرینونه
یو گوانگ-چنگ د ساحل پر غاړه یوه تمرین کې برخه اخلي چې په لومړي نظر کې عادي بریښ. عسکر باید په شگو او ریگ او همداشان په اوبو کې د اوږدو ساعتونو له پاره تمرینونه وکړي. روزونکي یې ډیر سخت انگیرل کیږي چې پر هیڅ څه معامله نه کوي. دمې ډیرې کمې او لنډې وي.
انځور: ANN WANG/REUTERS
له ستړیا سره مبارزه
یو عسکر چې د ستړیا پر وړاندې مبارزه کوي مخ یې داسې رنگول کیږي چې له دښمنه پټ وي. دلته راغلي کسان په داو طلب ډول راځي. دغه روزنه د یوې سختې جگړې له پاره طرحه شوې ده. په یوه بیړني صورت کې دغه عسکر باید د مشرتابه له غوښتنې سره سم دنده پر مخ یوسي.
انځور: ANN WANG/REUTERS
پښې تړلې لامبو
د تمرین گډونوال زیاتره وخت په سمندر او یا هم د لمبا په حوضونو کې تیروي. هغه باید دا زده کړي چې د ډیر وخت له پاره ساه وساتلی شي، له خپلو ټولو جنگي وسایلو سره لامبو ووهلی شي او له سمندرونو ساحلونو ته نفوذ وکړی شي. زیاتره مهال یې پښې او لاسونه تړلي وي. فکر مو وي چې تاسو داسې ونه کړئ.
انځور: ANN WANG/REUTERS
د دردونو تحمل
نه یوازې د قوت او استقامت ساتلو اړونده تمرینونه په ورځني پلان کې شامل دي، بلکې د کشتۍ سخت حرکات هم په تمرین کې شامل دي. د ۲۵ کلن او ژوی ژان له اوښکو ډکو سترگو سره دغه تمرین ترسره کوي. که یو کس د روزونکي پر وړاندې دغه درد او ستړیا له منلو سره مخالفت وکړي، باید له دغه روزنې لاس پر سر شي.
انځور: ANN WANG/REUTERS
د بدن د دفاعي سیستم غښتلي کول هم تمرین برخه ده
طبعا له نظامي تجهیزاتو سره هم روزنه ترسره کیږي. د روزونکو له لوري غوسه د ځانگړو ځواکونو د ځوانانو د ورځني ژوند برخه ده. هر شپږ ساعته وروسته هغوی یو ساعت دمه لري. په دغه موده کې باید ځوانان ډوډۍ وخوري، چې د نورو سربیره پکې هوږه هم شامله ده، څو د بدن دفاعي سیستم یې پیاوړي شي، د اړتیا په صورت کې ډاکټر ته ولاړ شي او همداشان تشناب ته ولاړ شي.
انځور: ANN WANG/REUTERS
د جنت پر لور لار؟
د دغه روزنې وروستی تمرین «د جنت پر لور لار» نومیږي. فارغیدونکي کسان له خنډونو ډک یوه مسیر کې تعقیبیږي. په لوڅ بدن باید هغوی پر کلکو تیږو وڅکیږي او سینه کشي وکړي. که څه هم دغه کسان د تیرو اوونیو تمرینونو سخت ستړي کړي وي. ۳۰ کلن فو یو، وایي: «زه له مرگه نه ویریږم.»