په شينجيانگ ولایت کې د حکومتي پالیسۍ له کبله په پيکنگ کې حکومت د نړيوالو له خوا له فشار سره مخامخ دی. د بشري حقونو د ټولنو په حواله په شينجيانگ کې په يو ډول «اجباري توقيف ځايونو» کې تر يو ميليون زيات ايغور مسلمانان ساتل کيږي.
د دوشنبې په ورځ د (۲۰۱۹م کال د مارچ ۱۸ نيټه) د چين دولتي شورا او د چين کابينې يو وار بیا له حکومتي تگلارو څخه په بشپړه توگه دفاع وکړه او ویې ويل: «د ترهگرۍ او افراطيت پر ضد په شينجيانگ کې روانه پالیسي له قانون سره سمه ده.»
د چين د دولتي شورا او کابينې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې زياته شوې چې «شينجيانگ له اوږدې مودې راهيسې د چين برخه ده خو افراطي او ترهگرو اړخونو د دې سيمې د تاريخ په مسخ کولو سره د بيلتون غوښتنې هلو ځلو ته وده ور کړې ده.»
په دې هکله په خپور شوي يوه ستراتيژيک معتبر سند کې ويل شوي: «له ۲۰۱۴ م کال راهيسې په شينجيانگ کې ۱۵۸۸ تندلاري او ترهگریز بانډونه له منځه وړل شوي دي. همدا راز څه نه څه ۱۳ زره تروريستان نيول شوي او ۲۰۵۲ عدده چاوديدونکي توکي حکومتي ځواکونو نيولي دي. تر ۳۰ زرو زيات کسان د تقریباً پنځه زره غیر قانوني مذهبي کړنو په جرم په جزا محکوم شوي دي.»
ملگري ملتونه پر چين تور لگوي چې تر يو ميليون زيات ايغوريان په اجباري کمپونو کې ساتيانځور: Reuters/T. Peter په دې سند کې زياته شوې چې «د ترهگرۍ پر ضد گامونه او د افراطيت د ختمولو له پاره هلې ځلې په بشپړه توگه قانوني عمل دی.»
خو بل اړخ ته د بشري حقونو سازمانونو د چين د حکومت دا گامونه غندلي دي او ويلي یې دي چې يوازې د «ايغوريانو د ځپلو له پاره سياسي عذر» وړاندې کړل شوی دی. په تبعيد کې د ايغوريانو د نړيوال کانگرس له خوا ويل شوي: «د دې تش په نامه معتبر سند د جاري کولو څخه موخه داده چې حکومت د خپلو افراطي تگلارو او له بشري حقونو څخه سرغړونو له پاره په سيمه کې ملاتړ ترلاسه کړي.»
د فرانسې د خبري آژانس د رپوټونو په حواله اوس په شينجيانگ کې ځای پر ځای د لگول شويو لوحو له لارې دا خبرداری ورکول کيږي چې هيڅوک هم په عامه ځای کې د لمونځ کولو اجازه نه لري. همدا راز هیڅ يو وگړی نه شي کولی چې تر پنځوس کلنۍ مخکې ږيره پريږدي او د دولت مسلمانان کارکوونکي د روژې په مياشت کې د قانون له مخې د روژې نيولو اجازه هم نه لري.
د فرانسې د خبري آژانس په حواله د چين په شينجيانگ ايالت کې اکثريت مسلمان ايغور اوسيدونکي په اصطلاح تر سخت حکومتي کنترول لاندې په «سر خلاصو زندانونو» کې ژوند کوي. په شينجيانگ ایالت کې ډېر شمير مسلمانانو اوسي چې زياتره یې د ترک نژاد ايغور قوم سره تړاو لري.
زموږ له آرشيف څخه:
ايغور د چین په خپلواکمنه سيمه شينجيانګ کي اکثريت اوسېدونکې مليتي ډله ده. دغه کسان د زياتو اټکلونو برخلاف د پخواني ايغوري قبيلو سره تړاو نه لري. دا چي دوی څوک دي په هکله يې انځوريز راپور دلته کتلای سئ: انځور: picture-alliance/dpa د چين په شينجيانګ خپلواکمنه سيمه کي اوسېدونکي اکثريت ايغوريان دي. د هغوی ژبه ترکي ريښې لري.
انځور: DW/M. Bölinger د ايغوريانو اکثريت سني مذهبه مسلمانان دي.
انځور: picture-alliance/akg/Y. Travert د «ايغور» لغت د لومړي ځل له پاره په ۱۹۲۱ کال په تاشکند کي په يو کانفرانس کي دغې قبيلې ته وټاکل سو.
انځور: picture-alliance/akg/Y. Travert پخوا ايغوريانو ځان ته د ترکي نژادو خطاب نه کاوه. خو اوس اکثريت ځان ترک نژاده بولي.
انځور: Getty Images زيات ايغوريان په دې باور دي چي د هغوی قبيله د بودا په وخت کي هم موجوده وه. تاريخپوهان په دې نظر دي چي ايغور د دوو بيلو ډلو يعني له ايراني طخاريانو او مغلو څخه جوړه سوې ډله ده.
انځور: picture-alliance/dpa/H. W. Young د ايغورو له لسو څخه ۹ يې په چين کي ژوند کوي. په دغه هيواد کي د ايغوريانو شمېر تقريبا لس نيم مليونو ته رسيږي.
انځور: AP د سني مسلمانانو تر څنګ په ايغورو کي بعضي د پخوانيو اديانو پېرويان هم موجود دي.
انځور: picture alliance / Photoshot د چين تر څنګ د دغې قبيلې غړي په قزاقستان، قرقيزستان، ازبکستان، ترکيه او روسيه کي هم ژوند کوي.
انځور: Reuters/U. Bektas په ترکيه کي هم يو شمېر ايغوريان ژوند کوي. لکه په ترکي ښار قيصري کي د ايغوري مهاجرو دغه د اوسېدو ځايونو چي ورباندي د ايغورو او ترکيې بيرغونه رپيږي.
انځور: Reuters/U. Bektas کله چي د چين په کورنۍ جګړه کي کمونستان برلاسي سول، نو يې په ۱۹۴۹ کال د شينجيانګ سيمه هغه وخت د شوروي په رضا د چين برخه وګرځوله.
انځور: P. Parks/AFP/Getty Images د «ختيځ ترکستان د مسلمانانو حرکت» په نوم له چين څخه بېلتون غوښتونکې ډله د چين د دولت له خوا په «د ترهګرو ډلو» په ليست کي شامله ده. د ايغورو په سيمه کي چين د بېلتون غوښتونکو پر ضد د «ترهګرۍ ضد عمليات» له څو کالونو راهيسي پېل کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Images/Zhang Hao/ColorChinaPhoto ايغور تور لګوي چي چين په قصد سره دغې سيمي ته هان چينايان رالېږلي تر څو هلته يې نفوس زيات او د ايغورو نفوس کم سي.
انځور: picture-alliance/AP Photo په شينجيانګ کي په ۲۰۰۹ کال سخت قومي تاوتریخوالی رامنځ ته سو.
انځور: AP د ۲۰۰۹ کال د جولای مياشتې ايتنيکي تاوتریخوالی په چين کي د لسيزو تر ټولو لوی تاوتریخوالی ؤ.
انځور: AP د چين په شمال لوېديځه شينجيانګ سيمه کي پوليس او ملېشې په ۲۰۱۰ د ګزمې پر وخت. په دغه سيمه کي د لسيزو د تر ټولو سختو مليتي ناقراريو د کال پوره کېدو په ترڅ کي سخت امنيتي اقدامات نيول سوي ول.
انځور: AP د چين دولت د ۲۰۱۴ کال د می په مياشت کي د «ترهګرۍ» په تور ۵۵ ايغوريان د ډليزه علنۍ محکمې وروسته په اعدام محکوم کړل.
انځور: Reuters په شينجيانګ کي اوس هم امنيتي وضعه د ډاډ وړ نه ده.
انځور: picture-alliance/dpa