1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چک جمهوريت کې مسلمانانو ته د وژنې ګواښ شوی

۱۳۹۸ دی ۱۵, یکشنبه

د چک جمهوريت په دوهم لوی ښار برنو کې پر يوه جومات ليکل شوي چې دلته د اسلام دين مه ترويج کوئ که نه نو موږ به تاسو ووژنو. د چک پولیسو ويلي دي چې په دې اړه يې پلټنې پیل کړي دي.

Tschechien Brno | Vandalismus gegen Moschee
انځور: Getty Images/AFP/R. Mica

د فرانسې خبري آژانس له پراګ څخه خپل د يکشنبې ورځې (د جنوري ۵مه) په رپوټ کې ليکي، د چک جمهوریت پوليسو د شنبې په ورځ وويل چې دوی د پيښې په تړاو خپلې پلټنې پيل کړي دي.

د برنو ښار پر يوه جومات باندې پر پاشل شوي رنګ مسلمانانو ته داسې ګواښ شوی دی: «په چک جمهوريت کې اسلام مه خپروئ! که نه موږ به تاسو ووژنو».

د ځايي پوليسو يوه وياند، بهوميل مالاسيک، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ د قضيې په اړه د جمعې ورځې له غرمې وروسته، ودانۍ ته د زيان له اوښتو سره سم خپلې څيړنې پيل کړي دي.»

ويل شوي چې د پیښې د اثبات په صورت کې عامل تر يو کال بند پورې سزا سره مخ کیدای شي.

په چک جمهوریت کې د مسلمانانو د ټولنې مشر، منيب حسن الراوي د چک د CTK خبري آژانس ته وويل: «موږ دغه قضيه د يو مستقيم ګواښ په توګه جدي نیسو، دا په انترنيت کې د يو ناپيژانده کس له خوا پورته شوی کوم غږ نه دی.»

الراوي زياته کړه: «موږ بايد همدا ډول په چک جمهوريت کې دغه ډول يو احساساتي عمل ته په نړۍ کې پر جوماتونو باندې د ترسره شوو حملو په څير وګورو.»

په ۲۰۱۵م کال، د اروپا د مهاجرت بحران پر وخت په چک جمهوریت کې د اسلام ضد احساسات تر يو بريده راژوندي شول، خو دا په داسې حال کې چې که څه هم دغه هيواد ته د اروپا د نورو شتمنو هيوادونو لکه آلمان او يا سويډن په څير، ډير مهاجر نه دي ورغلي.

د چک جمهوريت چې د اروپايي اتحاديې غړی دی، ۱۰ اعشاريه ۷ ميليونه وګړي نفوس لري. په دغه هيواد کې د ۲۰۱۱م کال د سرشميرنې له مخې، د مسلمانانو شمير ۳۳۵۸ تنه دی، خو په غير رسمي اټکلونو کې بیا دغه ارقام د ۱۰ زرو او ۲۰ زرو ترمنځ ښودل کيږي.     /mks/ns/frj/bmm

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب