چین: اروپا باید د امریکا څخه ځان مستقل کړي
۱۴۰۱ آبان ۲۵, چهارشنبه![Indonesien I G20 Bali I Emmanuel Macron und Xi Jinping](https://static.dw.com/image/63763133_800.webp)
اعلان
د اندونیزیا د بالي په جزیره کي د جي شل سرمشریزي پر مهال د چین دولتي او حکومتي مشر، شی جینګ پینګ د فرانسې د جمهوررئیس ایمانويیل ماکرون سره د لیدو پر وخت پرون وویل چي د یوې ناآرمي او ښورنده نړۍ د مهمو قوتونو په حیث باید فرانسه او د اروپا اتحادیه د چین سره یوځای د «استقلال او خودمختارۍ روحیه» وساتي. د ډیپلواتیکي کړیو د معلوماتو په حواله چین د دې ارزو لري چي اروپا دي امریکا متحده ایالات ډیر نه تعقیبوي.