1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین او پاکستان له طالبانو سره پر رغنده تعامل ټینګار وکړ

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

چين او پاکستان پر نړيواله ټولنه له افغانستان سره د مرستو د بيرته پيلولو او له طالبانو سره د رغنده تعامل غږ کړی دی. دواړو هېوادونو همدا راز ويلي دي چې بشري مرستې باید له «سياسي ملاحظاتو» سره تړاو ونه لري.

آرشیف: د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران
آرشیف: د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانانځور: Jiang Chao/Xinhua/picture alliance

د پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير سره تر ملاقات وروسته په يوه گډه اعلاميه کط وويل چې بشري مرستې باید له «سياسي ملاحظاتو» سره تړاو ونه لري.

له «سیاسي ملاحظاتو» څخه د دوی هدف هغه بندیزونه دي چې د ملگرو ملتونو او ځينو هېوادونو له خوا پر طالبانو له دې امله لگول شوي چې پر بشري حقونو، په ځانگړي توگه د ښځو پر حقونو یې شديد محدوديتونه وضع کړي دي. 

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي بیجېنګ او اسلام آباد غواړي د افغانستان اقتصاد په بیا رغونه کې مرسته وکړي. کېن ګانګ هیله مندي ښودلې چې طالبان به ټول شموله حکومت جوړ او د یو معتدل سیاست په پلي کولو سره به له ګانډیو هېوادونو سره ښې اړیکې وساتي.

په هغه اعلامیه کي چې د چین، طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر لیدني وروسته خپره شوې چین او پاکستان ویلې نړیواله ټولنه دي پر طالبانو لګیدلې یو اړخیز بندیزونه لرې او د دې هیواد کنګل شوې شتمنۍ دي آزادي کړي.

که څه هم پاکستان تر ډیره بریده له طالبانو څخه د پردې تر شا په ملاتړ تورن دی او د طالبانو بیا واکمنیدو کي د مهم رول لوبوونکی ګڼل کیږې خو اوس پوښتنه دا ده چې چین د طالبانو سره په اړیکه کي د څه په لټه کي دی؟

پاکستانی وزير: د بحران د نجات یوازینۍ لار طالبانو سره تعامل دی

کارپوهان وايي چین په سیمه کې خپل اقتصادي نفوذ پراخوي. نو له همدې امله هڅه کوې چې د طالبانو سره تعامل ته زمینه برابره کړې چې وروسته بیا دا هیواد د افغانستان کاني زیرمو ته پوره لاسرسی پیدا کړي.

د پوهنتون استاد اشرف سادات وايي په دې اړه وايي: «کله چې امریکا او غربي هیوادونو په افغانستان کي حضور درلود چین او د سیمي هیوادونو د پردې تر شا د طالبانو ملاتړ کاوه. اوس چې طالبان واک ته رسیدلې چین پوهیږې چې که د طالبانو سره همکاري ونکړې دا ډله غرب ته مخه کوې. افغانستان د چین سره ګډه پوله لري په دې هیواد کي نا امني چین ته سر درد جوړولاې شې او په اقتصادي لحاظ چین د افغانستان د کانونو څخه لویه ګټه ترلاسه کوي نو باید طالبان له ځان سره وساتي.»

چین په داسي حال کي د طالبانو سره د نړیوالو پر رغنده تعامل ټینګار کوي چې په ورستیو کي بیجینګ د سعودي عربستان او ایران ترمنځ هم د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو په بهیر کې خورا هم مهم رول لوبولی دی.

ملګري ملتونه د طالبانو د سفري بندیزونو د معافیت دوره پای ته رسوي

د سیاسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد طارق عثماني وايي د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست دغه سفر نباید د دې لامل شې چې موږ چین ته نیږدې او له غربي هیوادونو څخه مو لري کړي. د نوموړي په آند دا ځکه چې: «د افغانستان په باب لاهم ډیر هیوادونه اندیښني لري اوسنی حکومت باید د ټولو جهتونو سره یو شان اړیکي وپالي. که د غرب په مقابل کي چین ته نیږدي کیږي دا هم راته په زیان ده او که د چین او روسې په مقابل کي غرب ته نیږدي کیږي، د سیمي هیوادونه داهم نه زغمي. موږ ته تر ټولو بیطرفي او د خپلو اقتصادي ګټو پر بنسټ تعامل ضروري دی ځکه تاریخ ښودلې چې موږ د پردیو د رقابتونو میدان وو چې نور مو باید د خپل تیر څخه درس اخیستی وي او بیا د پردیو د ګټو لپاره ونه کارول شوو.»

د درو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې هېوادونه دې له افغانستان سره د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کي همکاري وکړي.په افغانستان کې دي د ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلو لپاره له اسلامي امارت سره د ښې حکومتولۍ او ظرفیت لوړولو په برخه کې مرسته وشي.

طالبانو او پاکستان د سوداګرۍ او امنیتي همکاریو پر پراختيا توافق وکړ

په دې لیدنه کي د سیمه ییز اقتصادي او اتصال لپاره د سوداګریزو خنډونو د لېرې کېدو یادونه هم شوې. هغه څه چې ملي سوداګر حاجي رحمت الله یې ډیر ګټورګام بولي، د ده په خبره: «په سوداګریزه برخه کي پاکستان او افغانستان پر چین ښه تکیه کولاې شي. که یو رښتنی تعامل موجود وي، سوداګریز خنډونه د پاکستان لخوا رامینځ ته نشې یواځي دا طرفونه نه بل اقتصادي اړیکي د ټولې سیمي په ګټه دي.»

د یادولو وړ ده چې چین او پاکستان تر ډیره ځانونه اوسپنیز ملګري بولي، که څه دوې لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ورسره نیږدې اړیکې لري.

کارپوهان د پاکستان او افغانستان اوسنیو کړکیچنو او اقتصادي حالاتو ته په کتو سره د دې ډول ناستو تر سره کیدل د سیمي د هیوادونو لپاره مهم ګڼي. 

آیا د نويو بانکنوټونو چاپ له نړۍ سره د طالبانو د تعامل ښيي؟

29:30

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل