1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د افغانستان له سیلاب ځپلو سره د وریجو او غنمو مرسته کوي

۱۳۹۹ شهریور ۳۰, یکشنبه

چین د ۵۵۰ ملیونو افغانیو په ارزښت د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلو سره په زرو ټنه غنمو او وریجي کومک کوي. د دغي مرستي یو تفاهم لیک په کابل کي د چین د سفیر او افغانستان د طبیعي حوادثو د وزارت ترمنځ امضأ سو.

Afghanistan Kabul | China hilft Flutopfer
انځور: Medienzentrum der afghanischen Regierung

د دغه کومک تفاهم لیک نن یکشنبه (د سپټمبر ۲۰مه) د طبیعي حوادثو د وزیر غلام بهاوالدین جیلاني او په افغانستان کي د چین د سفیر، وانګ یو ترمنځ امضأ سو. د تفاهم لیک پراساس به د کومکونو په دغه کاروان کي ۱۲۸۴ ټنه غنم او ۳۹۸۲ ټنه چینايي وریجي شاملي وي، چي مجموعي ارزښت یې ۵۵۰ ملیونه افغانیو ته رسیږي.

په افغانستان کي د چین سفیر د دغه تفاهم لیک د امضأ د مراسمو پرمهال وویل، چي د غذايي موادو دغه کومکونه افغانستان ته شروع سوي او ټوله هیواد ته به انتقال سي.

سيلابونو په افغانستان کې سخت تاوانونه اړولي

په داسي حال کي چي محتاجه کسان همیشه په کومکونو کي د نه شفافیت او غلاوو څخه شکایت کوي، بیا د طبیعي حوادثو وزارت ویلي دي، چي دغه کومکونه به په شفاف ډول سره پر سیلاب ځپلو باندي تقسیم سي.

دغه وزارت همدارانګه ویلي دي، چي د افغانستان حکومت هم هغو کسانو ته چي خپل کورونه یې کاملأ یا قسمأ د لاسه ورکړي دي، ۲۵۶ ملیونه افغانۍ اختصاص کړي دي.

د چین سفارت ویلي دي چي هیواد یې د ۲۰۱۸ م کال راهیسي د طبیعي حوادثو څخه تاواني سوو کسانو سره د ۲۰ ميلیونه ډالرو په ارزښت د اولیه او غذايي موادو کومک کړی دی. پردې سربیره چین د کرونا ویروس د شیوع سره سم د افغانستان سره د ۶ ملیونه ډالرو په ارزښت طبي سامان آلاتو او کیټونو کومک هم کړی دی.

د اقلیمي تغیراتو په سبب په دې اواخرو کي په ۱۵ ولایتونو کي سخت بارانونه واوریدل او سیلابونه یې رامنځته کړل. په بعضي ولایتو، خاصتأ پروان کي خلګو د خپل فامیل ټوله غړي د لاسه ورکړل. د دې تر څنګ یې خلګو ته سخت مالي تاوانونه هم ورسول.