1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د امریکا د یوې قونسلګرۍ د تړلو امر کړی دی

۱۳۹۹ مرداد ۳, جمعه

د نړي د دوو قدرتونو ترمنځ کړکیچ مخ پر زیاتیدو دی. پس له هغه چي واشنګټن د چین د ولسي جمهوریت قونسلګري په هوستون کي وتړله، د امریکا قونسلګري هم مجبوره ده خپل فعالیتونه په چین کي متوقف کړي.

China Chengdu | US Konsulat
انځور: Getty Images/AFP/G. Chai Hin

د امریکا متحده ایالاتو د تکزاس ایالت په هوستون کي د چین د قونسلګرۍ د تړلو په مقابل کي د عکس العمل په توګه، پیکنګ د خپل هيواد په جنوب چینګدو ښار کي د امريکا د قونسلګرۍ فعالیتونه په ټپه ودرول.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویلي دي چي «دا د امریکا د شرموونکو تدابیرو پر وړاندي یو قانوني او ضروري عکس العمل دی. دغه ډول ګام اخيستلو ته امریکا هڅولي یوو. د چین او امریکا اوسنۍ اړیکي داسي نه دي لکه څنګه چي چین یې هیله لري، او د هغه مسئولیت د امریکا متحده ایالاتو پرغاړه دی.»

«د جاسوسۍ مرکز»

د چهارشنبې په ورځ لا په پیکنګ کي د خارجي چارو ویاند د ۷۲ ساعتونو په ترڅ کي په واشګټن کي د چین د قونسلګرۍ تړلو ته په اشارې سره له یوه سیاسي تحریک څخه خبري کړي وې او ددغي پریکړي د بیرته نه اخیستلو په صورت کي یې د غچ اخیستلو امر کړی وو.

د امریکا متحده ایالاتو د تیګزاس ایالت په هوسټن کې د چین قونسلګريانځور: Getty Images/AFP/M. Felix

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو د پنجشنبې په ورځ د چین د قونسلګرۍ د تړلو اقدام ستايلی او هغه یې په جاسوسي فعالیتونو تورنه کړه. پمپیو د کلیفورنیا د ریچارد نیکسون په کتابخانه کي د خپلي وینا په ترڅ کي وویل: «د تکزاس په لوی ښار کي د چین قونسلګري د جاسوسۍ او د معنوي ملکیت د غلا یو مرکز وو، د چین حکومتي مشرتابه د امریکا په داخلي چارو کي هم مداخله کړې، امریکايي منیجران یې تر فشار لاندي راوستي او په چین کي یې په خټه امریکايي چینایان ګواښلي دي.»

په هوستون کي د چین قونسلګري له ۱۹۷۹کاله فعاله وه

په هوستون کي د چین قونسلګري د دواړو هیوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکي اړیکو تر رامنځته کیدو وروسته په ۱۹۷۹م کال کي پرانیستل سوه. د چین په چینګدو کي بیا د امریکا قونسلګري په ۱۹۸۵ م کال کي پرانیستل سوه. د دغي قونسلګرۍ د ویبپاڼي په حواله په هغه کي شاوخوا ۲۰۰ کارکوونکي چي په هغو کي۱۵۰چینايي ځايي اتباع هم شامل دي، کارونه کوي.

د واشنګټن او پیکنګ ترمنځ اړیکي د نورو ترڅنګ د هانګ کانګ په اړه شخړه ایز امنیتي قانون له امله هم تر سخت فشار لاندي راغلي.

همدارنګه د اویغوریانو د اقلیت مسلمانانو سره د چین د مشرتابه د چلند له امله د چین د کمونیستي ګوند د لوړپوړو مشرانو په وړاندي د امریکا له خوا بندیزونو هم د دواړو قدرتونو ترمنځ کړکیچ لا پسي زیات کړی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب