1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د امریکا پر دفاعي بودیجې شدید انتقاد کړی

۱۴۰۱ دی ۴, یکشنبه

چین د امریکا د دفاعي بویجي په هکله غبرګون ښودلی. د ۸۵۸ میلیارده ډالرو دفاعي بودیجه د امریکا په تاریخ کې ساری نه لري. چین خپله شدیده نارضایتي او د امریکا پر وړاندې یې د قوي مقاومت اعلان کړی دی.

F-18 Kampfflugzeug
انځور: picture-alliance/dpa/epa/S. Kyung-Seok

په پیکینګ کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ «خپله نارضایتي ښودلې او د قوي مقاومت» اعلان یې کړی دی. زیاته شوې ده چې په دغه بودیجه کې هغه مقررات شامل دي چې د تایوان په تنګه کې سولې او ثبات ته زیان رسوي.

چین د تایوان ټاپو د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا یوه برخه ګڼي، د تایوان تنګه او ټاپو د کښتیو د تګ راتګ یوه ډیره مهمه سیمه بلل کیږي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت انتقاد کړی دی چې حقایق له پامه غورځول کیږي، څو په اصطلاح «د چین ګواښ» ډير لوی وښودلی شي. زیاته شوې ده چې «امریکا متحده ایالات د چین په کورنیو چارو کې مداخله کوي، د چین پر کمونیست ګوند تهمت پورې کوي او برید پرې کوي. دا د چین له پاره د یوه پارونکي جدي سیاست نښه ګڼل کیږي.»

شي جین پینګ او پوتین: په ګډه د امریکا پر وړاندي

د جمعې په ورځ د امریکا متحده الاتو ولسمشر جو بایډن د نوي مالي کال له پاره د ۱،۷ بیلیونه ډالرو بودیجه لاسلیک کړه. له دې جملې څخه د دغه هیواد د دفاع له پاره د ۸۵۸ میلیارده ډالرو ژمنه شوې ده. تیر کال د دې هیواد دفاعي بودیجه څه باندې ۷۴۰ میلیارده ډالره وه. همدارنګه په دې بودیجه کې تر ۱۰ میلیارده ډالرو پورې د تایوان د امنیت له پاره په پام کې نیول شوي دي.

پنتاګون: چین په بیړه د خپلو اټومي وسلو زیرمې پراخوي

دا په امریکا متحده ایالاتو کې عملاً په یوې مقررې اوښتی دی چې کانګرس فدرال بودیجه په منظم ډول او پر وخت نه تصویبوي. نوی مالي کال د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر میاشتې له لومړۍ نیټې څخه پیل شوی دی.

نوی قانون د فدرال د بنسټونو له پاره د مالي امکاناتو برابرول تضمینوي. دغه نوی مالي کال د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر تر ۳۰ نیټې پورې دوام پيدا کوي.

aa, sn (reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب