1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: ترافيکي پيښه کې ۱۹ کسان مړه او ۲۰ نور ټپيان شوي

۱۴۰۱ دی ۱۸, یکشنبه

د چين د شرقي ایالت جیانګشي په مربوطاتو کې د یکشنبې په ورځ پر یوه لویه لار ترافيکي پېښه شوې چې پکې ۱۹ کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي. ځايي رسنيو ويلي، پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې يوې لارۍ د جنازې ګډونوال ووهل.

China Unfall auf dem Tiananmen Platz in Peking
انځور: STR/AFP/Getty Images

د چین دولتي تلویزيون (CCTV)، د ځايي چارواکو له قوله رپوټ ورکړی چې د «سړک سر دغه ستره ترافيکي پېښه» نژدې لس بجې په نانچانګ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه.

په رپوټ کې زیاته شوې چې تحقیقات روان دي چې دغه پېښې په څه دلیل رامنځ ته شوې ده. د جیمو (Jimu) په نوم یو ځايي خبري آژانس چې یو دولتي رسنیز شرکت پورې تړاو لري، رپوټ ورکړی چې پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې یوې لارۍ د ېوې جنارۍ مراسمو ګډونوال ووهل.

د دينګ په نوم ېوې ښځې دغه آژانس ته وويل د يکشنبې ورځې په سهار مخکې له دې چې مړی د سوځولو ځای ته ولیږدول شي، خلک ورته د سړک په غاړه نذرانه وړاندې کوي. رپوټ وايي چې ډيری مړه شوي کسان د جنازې مراسمو ته راغلي کسان دي.

چین: په اورلګېدنه کې ۳۸ کسان مړه شوي دي

د ګانګ په نوم يو بل ځايي کس وويل چې په پېښه کې ېې ښځه مړه شوې، هغه وویل چې دوی په جنازه د ګډون له پاره راغلي وو. ګانګ وويل چې لارۍ په ناڅاپي توګه د خلکو کتار سره د شا له خوا ټکر وکړ او خلک ېې لاندې کړل.

شاوخوا یو ساعت وروسته د پېښې عاجل خبر خپور شو او د نانچانګ ولسوالۍ د ټرافيکو پولیسو پر موټرچلونکو سفري هدایات خپاره کړل او وې ويل چې په سیمه کې «منیار خپور دی.» دوی ويلي دي: «د موټرچلونې له پاره د ديد ساحه خرابه ده او ليد ډير کم دی چې په ډيره اسانۍ د ترافيکي پيښه رامنځ ته کېدو سبب کېدای شي.»

چین کې ترافیکي پیښې او نیپال کې ځمکې ښویدنې درنه مرګ ژوبله اړولې

په سپارښتنه کې له موټرچلونکو غوښتل شوي چې د «منیار څراغونه په نظر کې ونیول شئ. سرعت کم، په احتیاط موټر وچلوۍ او له مخکني موټر څخه محافظتي فاصله رعایت کړي. له سبقت څخه ډډه وکړئ، خپله لیکه مه بدلوئ او مه مخته کيږئ.»

په چين کې پر سړکونو ټرافیکي پېښې معمول دي چې لامل د جدي خونديتوب لږ کنټرول دی. تېره میاشت د مرکزي چېن پر یوه لویه لار په سلونو موټر په منیار کې راګير شوي ول چې په جریان کې ېې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړ. په سپتمبر کې بیا د چین په جنوب غربي ايالت ګوئيژو کې ۲۷ کسان هغه وخت مړه شول چې حامل بس موټر ېې پر لويه لار واوښت. په بس کې سپاره کسان د قرنطين یوه مرکز ته ليږدول کيدل.

mks/aa/(AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب