1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د «قاطع» اقلیمي سیاست وعده ورکړه

۱۴۰۱ آبان ۱۸, چهارشنبه

د چین حکومت په مصر کي د ملګرو ملتونو لخوا اقلیمي کنفرانس کي د مځکي د کُرې د ګرمیدو پرضد مبارزې سره پر خپلي ارادې باندي ټینګار وکړ.

China | Trockenheit
انځور: Chinatopix/AP/picture alliance

په شرم الشیخ کي د چین د اقلیمي مسایلو نماینده، شي ژین هوا وویل، چي دهغه د هیواد دا قاطعیت، چي د مځکي د ګرمیدو پر ضد به په بین المللي کوښښونو کي برخه واخلي، پر خپل ځای پاته دی.

په نړی کي د اقلیم ساتلو په مقابل کي مګر«جدي چلنجونه» پراته دي او پدې کار کي «څواړخیزه او ګډه همکاري» ضروري ده. خو د چین او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ مخ پرډيریدونکی تشنج د ګډو تدابیرو په مقابل کي یو لوی خنډ دی. دا هم پداسي حال کي ده، چي دواړه هیوادونه د ټوله جهان په سطح د مضره ګازونو ډیر تولیدونکي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب