1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: د کرونا په اصلي مرکز کي دوه عاجل روغتونونه جوړیږي

۱۳۹۸ بهمن ۱۳, یکشنبه

د سږو د نوي ناروغۍ، کرونا ویروس سره مخاخ اصلي مرکز، ووهان یوه لمړني عاجل روغتون ته ۱۴۰۰ طبي پرسونل ورانتقال سوی دی. په یوازي دوو اوونیو کي جوړ دغه روغتون به سبا دوشنبه افتتاح او ۱۰۰۰ بستره ولري.

BG Wuhan Krankenhaus
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/X. Yijiu

د چين په ووهان کي عاجل روغتون بشپړه سوی او کاري عمله ورته انتقال سوې ده. دغه خبر د چین خبري آژانس، شین هوا نن یکشنبه (د فبرورۍ ۲ مه) ورکړی دی.

په دغه نظامي طبي پرسونل کي ډیری هغه کسان هم شامل دي، چي ۱۷ کاله دمخه یې د سارس ساري مرض د شیوع پر وخت په یوه عین عاجل جوړ سوي روغتون کي په پیکینگ کي کار کړی ؤ. د کرونا په اوسني طبي پرسونل کي هغه متخصیصین هم شامل دي، چي په سیرالیون او لیبریا کي د ایبولا سره په مبارزه کي یې برخه اخیستې وه. دغه ساري مرض څو کاله دمخه د افریقا په ځینو هیوادونو کي رامنځته او تر اوسه پوري لا کاملأ ورک سوی نه دی.

انځور: Getty Images/AFP/T. Aljibe

په ووهان کي د دوهم عاجل روغتون کار به په یو څو ورځو کي پای ته ورسیږي. تر دې دمخه په یوه مؤقتي طبي کلینیک کي د کرونا ویروس دناروغانو شپه او روځ درملنه کیدله او هلته به قرانطین کیدله هم.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب