1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: د جومات د تخریب پر سر اخ او ډب

۱۴۰۲ خرداد ۱۰, چهارشنبه

د چین په سویل کې د یو جومات د نړولو د طرحې پر سر د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ شخړه شوې او یو شمېرکسان هم نیول شوي دي. چارواکو له لاریون کوونکو غوښتي چې ځانونه تسلیم کړي.

Najiaying Mosque
انځور: Iceway12/Wikipedia

د چین د ین نان ولایت په ناګو ښار کې د ناجیانیغ جومات د یوې برخې د ړنګولو طرحې پر سر د تېرو څو ورځو له شخړو څخه وروسته، د دغه هيواد حکومت سلګونه پولیس ځای پر ځای کړل او یو شمېر اعتراض کوونکي یې ونیول.
د راپورونو له مخې په ۲۰۲۰م کال کې یوې محکمې امر کړی و چې د دغه جومات گنبد او څلور منارونه د چارواکو له اجازې پرته جوړ شوي او باید ونړول شي. په دغه سيمه کې د هوي قوم وګړي ژوند کوي چې د چين د حکومت له خوا تر سخت فشار لاندې دي.

په دې اړه اړوند مطلب: پاپ وايي چين ایغور مسلمانان زورولي
په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، لسګونه پولیس افسران چې په ډنډو او د بلوا ضد ډالونو ورسره دي، لاریون کوونکي شاته اړوي او لاریون کوونکي د پولیسو لوري ته شته شیان غورځوي.
په دغو ویډیوګانو کې یو لاریون کوونکی لیدل کېږي چې د یوه پولیس افسر هیلمټ/ یا نظامي خولۍ په سوک وهي، خو نور تاوتریخوالی نه لیدل کېږي. د دغه لاریون ویډیوګانې د چین له ټولنیزې شبکې لیرې شوې دي.

اړوند:ايغور مسلمانان څوک دي؟

د حکومت غبرګون څه دی؟


سیمه ایز حکومت د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې اړه ویلي دي چې «دا قضیه چې ټولنیز نظم او مدیریت یې مختل کړی» پلټي.
په یادې اعلامیې کې د لاریون ګډونوالو ته امر شوی دی چې په سمدستي توګه ټول جنایات او غیر قانوني کړنې ودروي. همدارنګه ټینګار شوی دی چې که هر څوک چې دولتي ادارو ته ځانونه تسلیم نه کړي، «سخته سزا» به ورکړل شي. په اعلامیې کې ویل شوي دي چې هر هغه څوک چې د جون تر شپږمې نېټې مخکې په خپله خوښه تسلیم شي، د سزا په برخه کې به ورسره مراعات وشي.

اړوند:د دویچه ویله تحقیقي راپور: چین بې له جرمه ایغور مسلمانان محاکمه کوي
عیني شاهدانو ویلي دي چې پولیسو ناڅرګند شمېر کسان نیولي او د دوشنبې په ورځ سلګونه پولیس د سیمې په پېښه کې حضور درلود.

په چین کې د مسلمانانو ځپل


له یوې لسیزي راهيسي چې ولسمشر شي جین پینګ پر واک دی، دغه هيواد هڅه کړې ده چې پر مذهبي غونډو سخت کنټرول وضع کړي. بیجینګ ادعا کوي چې دا د ترهګرۍ او افراطي افکارو سره د مبارزې هڅې دي.

زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی
د چين په نورو سيمو کې حکومت ځينې جوماتونه ويجاړ کړي او يا يې د جوماتونو گنبدي، منارونه او نورې اسلامي ځانګړتياوې له منځه وړي دي تر څو دغه ودانۍ د چينايي ودانيو په څېر ښکارې شي.

اړوند: ولي چینايي اویغوریان په افغانستان کې القاعدې او طالبانو سره یوځای کیږي؟
راپورونه ښیي چې د اویغور، هوئي او نورو لږکیو شاوخوا یو ميلیون مسلمانان د سین جیانګ په لویدیځ کې په توقیف کې ساتل کیږي. امريکا متحدو ايالتو او د بشري حقونو ځينو سازمانونو د چين دغه اقدام «نسل وژنه» بللې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب